کور / ډاکتر نثار احمد صمد / د سوډان پر يوې کېمياوي فابريکې د توغندۍ ګوزار

د سوډان پر يوې کېمياوي فابريکې د توغندۍ ګوزار

 

رمسفيلډ وويل چي : "موږ خپل پوځ ته په هغه صورت کي د نوو دندو غوښتونکي يو چي که هغوی غواړي په هغه دولتونو پسې ورسي چي د بن لادن ساتنه کوي، يعني هغسي کار چي پخوا مو هيڅکله هم نه دئ کړی".

بوش دې ته اندېښمن و، چي جنګي کابينې کافي وخت نه درلود تر څو اضافي خبري اتري يې کړي وای او د خپل عمل لوری يې ارزولای او بالاخره لاري چاري او پلانونه يې مدنظر لرلای، ځکه د ملي امنيت د شورا غونډي  په ډېر تلوار جوړېدې او هغه به هم خورا لنډي وې، چي ځيني وختونه به له يو څخه تر يو نيم ساعت پوري آن کله به تر دې لا هم د لږ وخت له پاره دايرېدې. د ده وخت د دې له پاره چي په دغه بحران کي د خپلو ځاني او عوامي دريځونو غوښتني تر سره کړي په کوچنيو ټوټو کي رامحدود سوی و. هغوی د دې وخت نه درلود چي پر دې مسئلې د ده د خوښي مطابق ښه غور وکړي، نو ځکه ده د خپلو سلاکارانو څخه هيله وکړه، چي د خپلو مېرمنو سره د هماغي اوونۍ په پای کي کمپ ډيويډ ته ورسي.

بوش په ټينګار سره ورته وويل، چي : "دا نور نو يوه نوې نړۍ ده، جنرال شيلټن بايد د نوو هدفونو په خاطر نورو جنرالانو ته مراجعه وکړي. ساعت ته کوک ورکړئ. دا يو ښه چانس دئ. زه يو داسي پلان غواړم چي په وخت وارزي. زه پر مېز باندي څرګند دريځ غواړم. زه په کمپ ډيويډ کي د افغانستان له پاره چاره او ډېر ژر فيصلې غواړم".

رمسفيلډ هڅه کول چي پنټاګون ورټېل وهي، او د بوش قاطعيت او د ټينګار احساس يې وستايه، خو ولسمشر ته يې د څو مخکنيو حملو د سرځوړۍ يادونه وکړه، هغه لکه په ۱۹۹۹ کي د کوسوو د شخړي پر مهال په بلګراډ کي د چين پر سفارت بم وري او په ۱۹۹۸ کي د سوډان پر يوې کېمياوي فابريکې باندي د توغندۍ ګوزار چي پر بن لادن د ناکامو عملياتو يوه برخه وه.

رمسفيلډ وويل : "عمل بايد غلط نه وي. ځکه هغه به باد زموږ د کښتۍ له بادوانه بل لور بوزي. د خالي او تشو تورو کمپونو ويشتل د دغسي عملياتو يوه بېلګه ده".

بوش وويل : "افغانانو ته وواياست چي القاعده راغونډ کړي. وبه ګورو چي دوی څه کوي، که نه ډېر سخت ګوزار به ورکړو. دومره به يې سخت وځپو چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي به د هغوی په ليدو هيڅوک هم د بن لادن نوم لا هم ياد نه کړي. زه نه غواړم چي د مليونونو ډالرو توغندۍ د پنځو ډالرو پر خېمو ور وتوغوم".

د غونډي د جريان چټک ليکونکي نفر د خبرو اترو هغه مهم جزئيات نوشته کول، چي عاجل به و، تمرکز به نه پر کېدی او ژر ژر تېرېدونکي نظرونه به وو.

رمسفيلډ په يوه ټکي کي وويل، چي : "موږ نو و لارو چارو ته اړ يو ځکه دا يو نوی مأموريت دئ".

ولسمشر هم موافق ورسره معلومېدی، او داسي يې وويل: "هر څه پر مېز تيار دي. وګورئ دغو اختياراتو ته". ده پسې زياته کړه، چي برتانويان هم اصلاً غواړي چي راسره ودرېږي. "راځئ چي هغوی ته هم يو رول ورکړو. وخت لکه سره زر دي. په کمپ ډيويډ کي به سره غواړو، د لاس اچولو له پاره يو څرګند مهال وېش ته اړ يو، خو غواړم چي خورا اغېزمن اقدام وکړم".

رايس د نوموړي څپاند څخه درې ورځي وروسته نيمه شپه په واټرګيټ کي خپل کور ته ستنه سوه. هغې د بحران د لومړۍ شپې خوب په سپينه ماڼۍ کي په ناکرارۍ سره کړی و. د مابعده ورځي يعني چارشنبې خوب يې هم سم نه و. هغې هم د نورو غوندي د ادرينالين (يعني فشار لوړونکي دوا) په مرسته کار کاوه. نور نو دا د يو څه مودې له پاره په خپل کور کي وه. تر څو ستوماني او کوک يې ختم سوی وای. دې د هغه مهاله چي دا څپاند راپيل سوی، د لومړي ځل له پاره خپل تلوېزيون ولګاوه، چي هماغه آشنا صحنه يې ښودله، يعني د لندن په شاهي ماڼۍ کي د ګارډ بدلون. خو دا موسيقي وه چي د دې توجه يې جلب کړه. د امريکا سره د پيوستون او خواخوږۍ د يو اشاره ييز حرکت په ترڅ کي د (کولډ سټريم ګارډ) سازنده ګانو "په ستورو ځلېدونکي بيرغ" نغمه ږغوله. رايس څو شېبې هغه واورېده او وروسته په ژړا سوه.

د پنټاګون د جنګي دفتر د "ملي پوځي قوماندې له مرکزه د سپټمبر د ۱۴ په سهار لا د منځنۍ رتبې يو افسر سپيني ماڼې ته راوغوښتل سو، تر څو پوه کړای سي چي ولسمشر نه غواړي چي نن ماپښين نيويارک ته د تګ پر مهال د ده "د هوايي ځواک لومړۍ نمبر" الوتکه د نورو جنګي الوتکو لخوا بدرګه سي. رايس، د هغې مرستيال (سټيوهيډلي) او د سپيني ماڼۍ د پرسونلو رئيس انډريو کارډ سره مشوره سول. هغوی په دې موافق سول چي رمسفيلډ دي فيصله وکړي. د تهديد شرايط تر همدې شېبې لا پر دېوال ځوړند وو او هيڅوک نه پوهېدل چي څه به پېښ سي. که څه پېښه سوې وای ځکه بدرګه کوونکي الوتکي نه وې، نو په هغه صورت کي رمسفيلډ مسئول و، تر څو ولس او نړۍ ته يې ځواب ويلی وای.

د رايس يو مرستيال پنټاګون ته ورغی او دا مسئله يې رمسفيلډ ته وړاندي کړه، چي د ملي پوځي قوماندې مرکز دي د سپيني ماڼۍ څخه بدرګه کوونکي الوتکي وغواړي.

رمسفيلډ بېخي ګيچ او سربداله سو او دا ږغ يې تر خوله ووت، چي زما په دفتر کي يو څوک بېله زما د اجازې او خبرولو څخه له سپيني ماڼۍ سره تماس نيسي "زه دا کار نه سم زغملای!" رمسفيلډ تر يو خورا دروند فشار لاندي و، ځکه ده پوځي پلانونه نه لرل خو ولسمشر مخ پر جنګ تلی. ډېر ژر د هغه افسر د موندلو تلاښ پيل سو، چي سپيني ماڼۍ ته ورغلی و. خو رمسفيلډ پر عين مهال له دې نه ځان وکيښ، چي ده غوښته چي د هوايي ځواک د لومړۍ نمبر الوتکي سره دي بدرګه کوونکي الوتکي ملګري کړي.

هماغه سهار تر تروريسټي حملو وروسته د لومړي ځل له پاره په سپينه ماڼۍ کي د ټولو وزيرانو ګډه غونډه جوړه سوه او هغوی ټول کله چي ولسمشر راورسېد ودرېدل او چکچکي يې کولې. بوش ناببره څه شېبه غلی شانته سو او په دوو ورځو کي د دوهم ځل له پاره د نورو په مخ کي تلولی سو.

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …