کور / ډاکتر نثار احمد صمد / “دا خو فقط سوري جوړوي”

“دا خو فقط سوري جوړوي”

لوی پوځي جنرال هګ شيلټن چي د مايرز تر لوی درستيز کېدو پوري لا دوې نوري اوونۍ هم پر دغه دريځ پاته و، په دې ابتدايي پړاو کي د عراق عيناً رالوړولو سره سخت مخالفت کاوه. د ده د شنني له مخي عراق ته بايد هغه مهال لاس واچوو، چي د سپټمبر د يوولسمي د حملو سره يې د تړاو شواهد وموندل سي. له دې نه پرته عراق تر هدف لاندي راوستل د هغو معتدلو عربي دولتونو په خاطر هم صحيح نه و، چي ملاتړ يې نه يوازي په افغانستان کي د پوځي عملياتو په خاطر غوڅ نه و، بلکي د منځني ختيځ د سولي د بهېر د بيا پيلېدو په خاطر هم جدي نه و.نثار صمد

پاول د اوونۍ په سر کي له شيلټن سره کتلي و او هغه مهال يې هم مخ اړولی و، چي رمسفيلډ عراق د يو بالقوه هدف په توګه راپورته کړی و.

پاول چي کله د لوی درستيز په توګه د شيلټن سره کتل، نو ويې پوښتل، چي : "دا کس د څه شي په باره کي فکر کوي؟ آيا ته هغه بيرته په بکس کي نه سې بندولای؟"

شيلټن د دې کار سره توافق نه سو کولای. ده خو هڅه کوله، د اولتيونو او عملي کېدنو په خاطر يې خپل استدلال کاوه، ليکن ولفوويچ په سخته خپل سر ډبري ته نيولی و.

ولسمشر د هماغه ماپښين د ملي امنيت د شورا په غونډه کي چي د احوالاتو په کوټه کي روانه وه، وويل چي غواړم د سي آی اې هغه وړانديز منظور کړم، چي شمال ائتلاف ته د پوځي او مالي مرستو په خاطر پراخ مخفي عمليات په بر کي نيسي.

پاول وويل، چي : "غواړم له هغو خبرو څخه مو خبر کړم چي پاکستانيانو ته مو وکړې". ده ژر د خپلو هغو اوو غوښتنو کاپي راوکښله چي هغوی ته يې وړاندي کړې وه. خو دی پوهېدی چي ولسمشر نه غوښته چي دا ټوله اوږده وينا واوري، خو په دې يې افتخار کاوه چي د دونه سختو خبرو اترو دروند بار تر منزله ورسېد. ده وروسته دا اووه غوښتني په لوړ ږغ سره واورولې. کله چي يې هغه پای ته ورسولې، نو پاول دا راپور هم ورکړ، چي مشرف مخکي لا دا ټوله منلي دي. 

ولسمشر ورته وويل چي: "داسي ښکاري لکه هر څه چي دي حاصل کړل". دی په دې باوري و، چي دا د بهرنيو چارو وزارت دئ چي هر څه يې وکړه نه ليکي ليکي پتلونونو والا.

څو ناستو کسانو هيله وکړه، چي :  "کولای سو کاپي يې موږ هم ولرو؟"

د خزانې وزيل (پاول اونيل) د هغه کوښښ په هکله راپور ورکړ چي د هغه له مخي د خزانې وزارت د داسي فرمان اجازه ولري تر څو د تروريسټانو مالي حسابونه تعقيب کړي. د خزانې وزارت مسئولين د سپټمبر تر يوولسمي مخکي د هغو فرصتونو پر مهال چي په پسرلي او دوبي کي بايد د بن لادن سره څه وسي، د تروريسټانو د مالي پانګو د څارلو کوښښ راپيل کړی و او هم د بنديزونو د تعميل په خاطر اداري مقاومت جاري و. خو لويه ستونزه دا وه چي ګڼو تروريسټي ډلو په ظاهره خيريه موسسې جوړي کړي وې او که د هغوی پانګي ضبط کېدې، نو په هغه صورت کي امريکا جزا ورکوونکې ښکارېده او د سخت اعتراض او قانوني دعواوو سره مخامخ کېده.

بوش مشاهده کړه، چي ځيني بيوروکراتان د دې نوي صلاحيت په خاطر خښمېدلي دي خو ده هغه اندېښنې چي وايي دغسي ګام اخيستني د نړيوال مالي سيسټم سره مخالفت دئ، په باک رانه وړې. ده وويل، چي : "دا خو جنګ دئ سوله نه ده. دا کار وکړئ. بن لادن پيسو ته اړ دئ موږ غواړو چي د هغو کسانو چاره وکړو چي ده ته روپۍ ورکوي".

شيلټن د چټکو پوځي لارو چارو په هکله بدبينانه نظر ورکړ. محتمل الوقوع پلان صرف پر روزنيزو کمپونو باندي د کروز توغنديو اورول و او بس. ده وويل، چي: "دا خو فقط سوري جوړوي".

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …