کور / ډاکتر نثار احمد صمد / پاکستان يو له هغو دوو دولتونو څخه و، چي طالبان يې رسماً پېژندل

پاکستان يو له هغو دوو دولتونو څخه و، چي طالبان يې رسماً پېژندل

 پاول او آرمي ټچ په خارجه وزارت کي خپله ټوله توجه پاکستان ته اړولې وه چي هغه په افغانستان کي د القاعده او طالبانو د تجريدولو او بالاخره پر هغوی د بريد اصلي محراق جوړاوه. پاکستان يو له هغو دوو لويو جهاني دولتونو څخه و، چي طالبان يې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه رسماً پېژندل. دغه بنسټ پال اسلامي غورځنګ د نثار صمد نوموړي هيواد په سرحدي سيمو کي بې شمېره پلويان لرل.

امريکا د جنرال پروېز مشرف سره ښه اړيکي نه لرلې، چي په ۱۹۹۹ کي د يوې سپيني پوځي کودتا په ذريعه واک ته رسېدلی و او امريکا هم يو کال وروسته له هغه پر پاکستان بنديزونه لګولي وو، چي اټومي چاودني يې وکړې.

پاول مخکي لا بوش ته ويلي وه، چي که هر تصميم نيسي نو هغه د پاکستان له ننګي پرته امکان نه لري او ځکه نو پاکستانيان بايد متوجه کړای سي. په ټينګه د مشرف کښېکښل خطرناک و، مګر همداسي پرېښوول يې تر هغه لا هم خطرناک تمامېدل.

پاول هم په مغز کي د يو داسي خطرناک لوبغاړي له پاره ښه توپ ډنډه لرله، چي کولای يې سو ګيند خورا لوړ او تېز ور ووهي.

جمهور رئيس ورته وويل : "تاسي به نو څه کوئ؟"

پاول آرمي ټچ ته وويل، چي سره ترتيب يې کړه. د دې خلکو څخه موږ څه غواړو؟

دوی دواړو يو داسي ليست شروع کی :

لومړی : "په خپلو پولو کي مو القاعده فعالين تم کړئ. د پاکستان څخه د وسلو ورتېرېدل بند کړئ او د بن لادن ټولي لوژستيکي مرستي ودروئ".

دوهم : "له پاسه د الوتني او پر مځکه د کښېناستو اجازه".

درېيم : د پاکستان سمندري اډو، هوايي اډو او پولو ته لاس رسي.

څلورم : د ګړنديو جاسوسي اطلاعاتو او تګ راتګ د معلوماتو ورکړه.

پنځم : د سپټمبر د يوولسمي د حملو غندل، او د (امريکا) او د هغه د ملګرو او دوستانو پر ضد د تروريزم په پلويتوب د هر ډول کورنيو ويناګانو يو مخ بندول". پاول او آرمي ټچ ښه پوهېدل، چي دا هغه څه دي چي په امريکا کي يې دوی پخپله هم نه سي بندولای.

شپږم : طالبانو ته د سونګ هر ډول مواد او تېل بايد بند سي او ټول هغه پاکستاني داوطلبان دي نه پرېښودل کېږي، چي د طالبانو سره د يو ځای کېدو په خاطر افغانستان ته اوړي.

او بالاخره اوومه هغه غوښتنه وه چي پاول فکر کاوه ښايي پاکستانيان يو څه وښويوي او يا ممکن مشرف يې ونه مني. هغه دا چي : "که په افغانستان کي پر اسامه بن لادن او د هغه پر القاعده جوړښتون باندي پاخه شواهد پيدا سي او که افغانستان او طالبانو د ده او د دې شبکې ساتلو ته پايښت ورکړي، نو پاکستان به د طالبانو د حکومت سره خپلي سياسي اړيکي شلوي، د طالبانو څخه به خپل ملاتړ پای ته رسوي، او زموږ سره به د اسامه بن لادن او د هغه د القاعده شبکې په له منځه وړلو کي مرسته کوي".

پاول او آرمي ټچ د ډېرو خبرو له لاري د پاکستان څخه غوښته چي د هغه څه په محوه کولو کي لاس ورکړي چي خپلو استخباراتو يې ايجاد کړي او پاللي دي يعني طالبان.

آرمي ټچ د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال محمود احمد وروغوښت چي تېره ورځ يې ورسره کتلي او هغه يې خارجه وزرات ته دعوت کړ.

آرمي ټچ دغه جنرال ته وويل چي دا هيڅ نه بدلېدونکی دئ. ده هغه ته يو کاغذ وسپاری چي دا اووه واړه غوښتني پکښې درج وې او ورته ويې ويل، چي تاسي بايد دا اوه واړه غوښتني ومنئ.

پاول د ماپښين پر يوه نيمه بجه مشرف ته "يعني يو جنرال بل جنرال ته" په تليفون کي وويل، چي : "موږ داسي چا ته اړ يو، چي تر څنګ مو راسره وجنګېږي. که تاسي امريکايي ولس ته دا صاف صاف ونه واياست چي پاکستان په دې جنګ کي د امريکې تر څنګ نه دئ ولاړ نو هغوی به هيڅ هم پوه نه سي".

خو مشرف پاول ته په يو حيرانوونکي ځواب کي وويل، چي پاکستان د دې اوو غوښتنو د هري يوې په عملي کولو کي د امريکا ننګه کوي.

د هماغي ورځي د پنټاګون خپرنيز معلومات د دفاع د وزارت مرستيال پاول ولفوويچ ورکول، چي د مشر بوش پر مهال د ډيک چيني تر لارښووني لاندي د دفاع د وزارت يو لوړچاری و. ولفوويچ په واشنګټن کي د ملي امنيت د هغو محافظه کارو افسرانو نظر تمثيل کاوه، چي د ريګن او مشر بوش پر مهال ښه فعال وو. دا کسان په دې عقيده دي چي په نړۍ کي تر عراقي ولسمشر صدام حسين بل لوی خطر نسته او استدلال کوي، چي که ولسمشر په رښتيا هم هغه کسان پسې را اخلي چي تروريسټان ساتي، نو بايد صدام حسين د هغه ليست په سر کي راوړي.

دوی په دې باور دي چي عراق د ولسمشر او د هغه د ملګرو له پاره عيناً د افغانستان غوندي يوه جدي ستونزه ده او که صدام چي يو ټګمار او ناحقه ژوندی پاته سوی انسان دئ وغواړي چي د سپټمبر تر يوولسمي وروسته پر امريکايي ګټو کومه تروريسټي حمله حتی يوه کوچنۍ پوځي حمله هم وکړي او ولسمشر يې پر ضد اقدام ونه کړي، نو په هغه صورت کي به متقابل تهمتونه هيڅکله هم ختم نه سي.

رمسفيلډ هم د ولسمشر سره د تېري ورځي د ملي امنيت د شورا په غونډه کي عراق راپورته کړی و. نن ولفوويچ غوښته چي تروريسټي دولتونو ته يو عام خبرداری ورکړ. دا يوه بله هڅه وه تر څو ولسمشر دې ته ولمسوي، چي عراق هم پخپلو لومړنيو هدفونو کي شامل کړي.

ده وويل، چي : "دا په ساده توګه يوازي د څو کسو د نيولو مسئله او د هغوی څخه د حساب کتاب غوښتنه نه ده. بلکي د مخفي پايګاوو، د ملاتړ د سيسټمونو او هغو دولتونو له منځه وړل هم دي چي تروريزم پالي.

دا به بشپړ عمليات وي نه دا چي فقط يو عمل به وي. موږ به دا کسان او هغه خلک هم پسې راواخلو چي د دوی ملاتړ کوي تر څو دا هر څه تم سوي نه وي".

دا په عادي لوستو سره د بوش د هغو لمسوونکو اصولو بيا تکرار دئ، چي د سپټمبر د يوولسمي په شپه يې څرګند کړي ول. د ولفوويچ وينا اصلاً کومه نوې خبره نه وه، بلکي ده صرف خپله ژبه ومروړله. د ده دا څرګندونه کېدای سي يو لوی سرخط او د امريکې د دوستانو تيار سئ کول وګڼل سي. "د تروريزم پالونکو دولتونو خاتمه" يعني د رژيم بدلول اصلاً د بوش په هماغه وينا کي نغښتي دي، خو په ظاهره نه ترې معلومېده.

پاول ځان د انظارو څخه ګوښه کاوه. ده وويل، چي : "زه تر دې خبري تېر يم، چي تروريزم بايد پای ته ورسول سي او دا ښاغلی ولفوويچ دئ چي د ځان له پاره ږغېږي".

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …