کور / ډاکتر نثار احمد صمد / امريکا د جنرال پروېز مشرف سره ښه اړيکي نه لرلې

امريکا د جنرال پروېز مشرف سره ښه اړيکي نه لرلې

پاول او آرمي ټچ په خارجه وزارت کي خپله ټوله توجه پاکستان ته اړولې وه چي هغه په افغانستان کي د القاعده او طالبانو د تجريدولو او بالاخره پر هغوی د بريد اصلي محراق جوړاوه. پاکستان يو له هغو دوو لويو جهاني دولتونو څخه و، چي طالبان يې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه رسماً پېژندل. دغه بنسټ پال اسلامي غورځنګ د نوموړي هيواد په سرحدي سيمو کي بې شمېره پلويان لرل.

امريکا د جنرال پروېز مشرف سره ښه اړيکي نه لرلې، چي په ۱۹۹۹ کي د يوې سپيني پوځي کودتا په ذريعه واک ته رسېدلی و او امريکا هم يو کال وروسته له هغه پر پاکستان بنديزونه لګولي وو، چي اټومي چاودني يې وکړې.نثار صمد

پاول مخکي لا بوش ته ويلي وه، چي که هر تصميم نيسي نو هغه د پاکستان له ننګي پرته امکان نه لري او ځکه نو پاکستانيان بايد متوجه کړای سي. په ټينګه د مشرف کښېکښل خطرناک و، مګر همداسي پرېښوول يې تر هغه لا هم خطرناک تمامېدل.

پاول هم په مغز کي د يو داسي خطرناک لوبغاړي له پاره ښه توپ ډنډه لرله، چي کولای يې سو ګيند خورا لوړ او تېز ور ووهي.

جمهور رئيس ورته وويل : "تاسي به نو څه کوئ؟"

پاول آرمي ټچ ته وويل، چي سره ترتيب يې کړه. د دې خلکو څخه موږ څه غواړو؟

دوی دواړو يو داسي ليست شروع کی :

لومړی : "په خپلو پولو کي مو القاعده فعالين تم کړئ. د پاکستان څخه د وسلو ورتېرېدل بند کړئ او د بن لادن ټولي لوژستيکي مرستي ودروئ".

دوهم : "له پاسه د الوتني او پر مځکه د کښېناستو اجازه".

درېيم : د پاکستان سمندري اډو، هوايي اډو او پولو ته لاس رسي.

څلورم : د ګړنديو جاسوسي اطلاعاتو او تګ راتګ د معلوماتو ورکړه.

پنځم : د سپټمبر د يوولسمي د حملو غندل، او د (امريکا) او د هغه د ملګرو او دوستانو پر ضد د تروريزم په پلويتوب د هر ډول کورنيو ويناګانو يو مخ بندول". پاول او آرمي ټچ ښه پوهېدل، چي دا هغه څه دي چي په امريکا کي يې دوی پخپله هم نه سي بندولای.

شپږم : طالبانو ته د سونګ هر ډول مواد او تېل بايد بند سي او ټول هغه پاکستاني داوطلبان دي نه پرېښودل کېږي، چي د طالبانو سره د يو ځای کېدو په خاطر افغانستان ته اوړي.

او بالاخره اوومه هغه غوښتنه وه چي پاول فکر کاوه ښايي پاکستانيان يو څه وښويوي او يا ممکن مشرف يې ونه مني. هغه دا چي : "که په افغانستان کي پر اسامه بن لادن او د هغه پر القاعده جوړښتون باندي پاخه شواهد پيدا سي او که افغانستان او طالبانو د ده او د دې شبکې ساتلو ته پايښت ورکړي، نو پاکستان به د طالبانو د حکومت سره خپلي سياسي اړيکي شلوي، د طالبانو څخه به خپل ملاتړ پای ته رسوي، او زموږ سره به د اسامه بن لادن او د هغه د القاعده شبکې په له منځه وړلو کي مرسته کوي".

پاول او آرمي ټچ د ډېرو خبرو له لاري د پاکستان څخه غوښته چي د هغه څه په محوه کولو کي لاس ورکړي چي خپلو استخباراتو يې ايجاد کړي او پاللي دي يعني طالبان.

آرمي ټچ د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال محمود احمد وروغوښت چي تېره ورځ يې ورسره کتلي او هغه يې خارجه وزرات ته دعوت کړ.

آرمي ټچ دغه جنرال ته وويل چي دا هيڅ نه بدلېدونکی دئ. ده هغه ته يو کاغذ وسپاری چي دا اووه واړه غوښتني پکښې درج وې او ورته ويې ويل، چي تاسي بايد دا اوه واړه غوښتني ومنئ.

پاول د ماپښين پر يوه نيمه بجه مشرف ته "يعني يو جنرال بل جنرال ته" په تليفون کي وويل، چي : "موږ داسي چا ته اړ يو، چي تر څنګ مو راسره وجنګېږي. که تاسي امريکايي ولس ته دا صاف صاف ونه واياست چي پاکستان په دې جنګ کي د امريکې تر څنګ نه دئ ولاړ نو هغوی به هيڅ هم پوه نه سي".

خو مشرف پاول ته په يو حيرانوونکي ځواب کي وويل، چي پاکستان د دې اوو غوښتنو د هري يوې په عملي کولو کي د امريکا ننګه کوي.

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …