کور / ډاکتر نثار احمد صمد / د سپيني ماڼۍ په هکله يو بل تهديد رارسېدلی دئ

د سپيني ماڼۍ په هکله يو بل تهديد رارسېدلی دئ

بوش او مېرمن يې تر غرمې مخکي د واشنګټن مرکزي روغتون ته ولاړل تر څو د سوځلو انسانانو په يونټ کي د پنټاګون د پېښي څخه بچ سوي ټپيان وګوري.

نر او ښځي په تېلو لانده خيشته او په بنداژونو کي تړلي پراته ول، چي ځيني خو يې هيڅ نه پېژندل کېدل. ډېرو هغو کسانو چي د بدن زياته برخه يې سوځلېدلې وه د اور څخه د خپلو راتېرېدو کيسې کولې.د سپيني ماڼۍ په هکله يو بل تهديد رارسېدلی دئ

دا يو بل احساساتي ګوزار و، چي ويې خوړ او تقريباً پر دوولس نيمو بجو چي کله د ده ليموزين موټر سپيني ماڼۍ ته د ننوتو په حال کي و، نو ولسمشر د کنايه بازيو په حالت کي نه و. د راکښته کېدو نه وړاندي د پرسونلو رئيس انډي کارډ د هغه لاسونه ونيول او ولسمشر يې بيرته د موټر په سيټ کي کښېناستو ته اړ يوست.

کارډ ورته وويل، چي : "ښاغلی ولسمشره ! د يوې دقيقې له پاره بيرته په سيټ کي کښېنئ. ما يو څه اورېدلي او درته وبه يې وايم. دی د شا په سيټ کي د ولسمشر تر څنګ کښېناست او دروازه يې وتړله.

د پرسونلو رئيس ورته وويل، چي : "د سپيني ماڼۍ په هکله يو بل تهديد رارسېدلی دئ چي موږ يې ډېر جدي نيسو". سي آی اې ته همدا اوس د هند د استخباراتو څخه اطلاع راغلې، چي وايي پاکستاني جهاديانو يعني اسلامي افراطيانو پر سپيني ماڼۍ د يوې حتمي حملې پلان جوړ کړی دئ.

بوش په غوغا سو او ږغ يې وکړ چي : "ته ولي دا خبري همدلته راته وايې؟ لږ شانته خو معطل کېدای سوې تر څو زه بيضوي ډوله دفتر ته رسېدلی وای". دی ځکه په غوصه سو، چي مبادا د اندريوکارډ د بې ځايه اقدام په وجه خبريالان چي د لاري تر خوا ولاړ ول، پوه نه سي.

بوش له موټره کښته سو او د اندريو کارډ په ملګرتيا مستقيماً مخ پر بيضوي ډوله دفتر روان سو چي هلته د پټو پوليسو لوی رئيس (سټافورډ) او د بوش د ځاني مخفي پوليسو اړونده جزئيات ورته په تمه وو.

سټافورډ ورته وويل، چي : "موږ بايد تاسي ګوښه کړو". دا تهديد رښتيا و او د نورو هغو استخباراتو سره يې سر خوړ چي يو فوري خطر ګڼل کېدی. د هند استخبارات د پاکستان په دننه کي ښه ورننوتلي وو. سټافورډ غوښته چي بوش د "ولسمشر له خوا د عاجلو عملياتو مرکز" ته بوزي چي تر سپيني ماڼۍ لاندي يوه پناهګاه ده.

بوش ورته وويل چي : "زه نه ځم". ځکه ده په دې هکله نور معلومات غوښتل. د اوس له پاره هغه نه غوښته چي کوم لور ولاړ سي. ده ږغ وکړ، چي : "په هر صورت، زه وږی يم". خو مخاطب يې هيڅوک نه و. ده په (لوېديځ دفتر) کي سمندري مېلمه پال (فرديناند ګارسيا) درولی و. هغه ته يې ور ږغ کړه چي: "فردی ! زه يو همبرګر غواړم".

اندريو کارډ پوه سو، چي بوش برخليک ته په غېږ ورځي. که څه پېښېدای نو هغوی ډېر څه کولای سو او په زېرخانه کي پټېدل يې چاره نه وه. بوش تر دغو حملو وړاندي لږ مګر مقوي خواړه خوړل، لکه مېوې او نور روغتيايي خواړه، تر څو خپل وزن لږ کړي.

هګس چي کله د همبرګر فرمايش واورېدی، نو ورږغ يې کړه، چي : "ښه دئ، پنير به هم ورسره دروړم".

مېرمن رايس له نوموړي ګروپ سره مل سوه او ټوله پر دې سلا سول، چي که ولسمشر نه ځي، نو د سپيني ماڼۍ د نورو غړو چاره بايد وکړي. ډېر کارمندان په تېره ځوان کسان او د کښتي درجې همکاران لا تر دې دمه هم د سپټمبر د يوولسمي د ضربې په وجه چي سپينه ماڼۍ خالي کړای سوه ډېر اندېښمن ول.

ولسمشر او سلاکارانو يې پرېکړه وکړه چي ټول غير ضروري پرسونل دي پرېږدي، چي همدا ماپښين خپلو کورو ته ولاړ سي. انډريو کارډ د لوړچارو په غونډه کي معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چي مخفي پوليس دي د دې ودانۍ د ښه ساتني په خاطر اضافي تدابير ونيسي، مثلاً هغوی کولای سي چي د سپيني ماڼۍ ټولي ودانۍ له هري خوا احاطه او کنټرول کړي.

اندريو کارډ وويل، چي مرستيال ولسمشر دي يو نامعلوم محل ته بوتلل سي، تر څو د يوې بلي احتمالي حملې پر مهال ولسمشر او د هغه مرستيال سره يو ځای نه وي. د حکومت پايښت او اجراآتو اساسي لومړيتوب درلود، چي هماغه د جمهوري رياست د بقاء او بري په خاطر د قانوني پلوه د مسئول کس ژغورنه وه.

دا پرېکړه چي ډيک چيني دي کوم نامعلوم ځای ته بوتلل سي پخپله هغه واضح څرک دئ، چي يوه بله حمله څومره جدي نيول کېده.

خو سوال د ولسمشر د مرستيال د پټ محل او هم د هغه د روغتيا په اړه راپورته کېدی. ده څلور ځله د زړه حمله تېره کړې وه، مګر هغه پر دې ټينګار کاوه چي که تهديدونه زيات سي، نو دی دي د سپيني ماڼۍ څخه بل ځای ته بوتلل سي.

چيني ولسمشر ته وويل، چي : "موږ دا مسئوليت لرو، چي حکومت بايد جاري وي".

 

دوام لري نوربیا – 

لیکوال : باب وډوارډ

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …