کور / مذهب / له مېرمنې سره لواطت کول

له مېرمنې سره لواطت کول

پوښتنه: محترم مفتي صاحب سلامونه او نيكي هيلي مي ومني، خداي جل جلاله مو د ژوند په ټولو چارو كي كاميابه لري. عبدلله يم د كابل پروان سه څخه!

 مفتي صاحب! سوال مي دادي چي زه او زما ملګري پردې مسئله نه سره جوړيږو چي زما ملګري وايي بي ادبي ډيره معاف چي دميرمني (مايني) سره د ميړه لواطت د جانيبينو په توافق روا دي خو زه ورته وايم چي ما دا مسئله د ځيني علماو څخه اوريدلي چي هغوي په هيڅ صورت اجازه نه وركوي او حتي ګناه كبيره يي بولي. خو نوموړي وايي چي دا مسئلي ته مولوي صالح محمد صاحب چي په حج اوقافو وزارت كي موظف دي د صحيح فتوا وركړيده او زما د ملګري په وينا كوم ملايان چي دغه لواطت د ميرمني سره ناجايز بولي دا هغه ملايان چي علم يي كم دي او يوازي د تارياكو او يا نورو زكاتو ته ناست وي.

 د خبريال ويبپاڼي د همكارانو څخه په ډير درنښت هيله كيږي چي نوموړي موضوع د حل لپاره د مفتي صاحب سره شريكه كړي ځكه نوموړي مسئله ډيره مغلقه ده چي ځيني علما اجازه وركوي او ځيني يي ګناه كبيره بولي.

 عبدالله 

                                                       لارښوونه:

حامداومصلیاومسلما:وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

 عبدالله وروره! څومره زړه ورخلګ په موږاوتاسی کی هم ددیمکراسۍ په برکت پیداشول: چی ددغسی ناوړه مسئلوپرسرهم یوله بل سره یادونه ،بلکه جنجال کوي،اوالعیاذبالله درواکولولپاره یئ لاسوندپیداکوي، ګرانه!دافاحشه دنده په عیسویت کی لاهم نشته،البته هغه عیسویت چی پرآسماني کتاب انجیل باندی ولاړدي،اودنن نړۍ عیسویان یئ نو:دچاپه خبره هسی سره ګډوډریبي،هغه ډیمکراټان چی: په ژوندانه کی له لړمانه ډکولو،اوشهوت شړلوڅخه پرته هیڅ ایدیالوژي بله نلري،بلکه ددنیایئ ژوندانه رازاونیازدوی هم داغه ګڼي چی: هسی خیټه مړه وي که په مردارووي اوکه په بل څه ،،،،،،،که په سودوي اوکه په خمار،،،،، اوشهوت یئ پوره وي که په حلال وي که په مردار،،،،،،که په پاک وي اوکه په ناپاک،،،،،همدغو:دیمکراټانوموږته هم داجرأت په انډیوالی کی راکړچی: په داسی نجسومسائلوکی بیاهم شک راته ولویږي چی: داسی نه وی داسم کاروي خو:ستاسی په وینادصالح په نوم یوکس وایئ چی : دادتریاکودزکاتونوخوړونکوملایانوفتواده چی دانعمت یئ پرخلګوباندی بندکړي( انالله واناالیه راجعون) عجبه ده خلګوته ددی فاحشې پدیدې سره تعلق ولي پیداشو؟ولي دادومره وخت خلګوته کوم رغبت په زړه کی لاهم نه ورګرزیدو؟یوه وجه خویئ ښکاره داده چی : دادکفردراتګ نحوست دی چي: هیوادمودکفاروپه ناسی قدمونوکی غوبل کیږي خودبه ددغوشین سترګودغه مرض هم موږته (العیاذبالله) سرایت کوي: دمسئلې جواب ته راځم: که څه هم دامسئله دومره واضحه ده چی دادنی عقل څیښتن هم پرې پوهیږي چی: دښځې وي که دنردشاخوافقط اوفقط دمردارۍ داخراج لپاره ده،،،،،،،،، دداډول نوروکړدوځای ځایګی نه دی،،،،،،،،،،، خو: ددی لپاره چی : دراتلونکوترموږلاهم کمزورونسلونوسرپرې خلاص شي اوبل دکفرکوم غلام یئ ونه غولوي زه به مسئله له دیني اړخ څخه ښه واضح کړم:په ډیروحدیثوکی راځي چی: که کوم څوک له خپلې میرمنې سره العیاذبالله دغه شنیع عمل وکړي نوهغه کس ملعون دی،ورباندی لوی الله لعنت وایئ: 21196- ملعون من أتى امرأة فى دبرها (أحمد ، وأبو داود عن أبى هريرة)

أخرجه أحمد (2/444 ، رقم 9731) ، وأبو داود (2/249 ، رقم 2162) . وأخرجه أيضًا : أبو عوانة (3/85 ، رقم 4292) 

ګوره! ددی ترجمه داده: ملعون دی هغه کس چی: له خپلې ښځې سره په شاخواکی بدعمل (لواطت) کوي، ددریوکتابونوپه حواله دغه صحیح حدیث درته رانقل کړشو،علاوه لاداچی : ځینوعلماؤلیکلي دی چی: څوک چی: العیاذبالله العیاذبالله دغه عمل( له ښځې سره لواطت) رواګڼي هغه کافردی ځکه چی: په قرآن کریم داثابته ده چی له ښځوسره په دغه خراب ځای کی لواطت کول حرام دی نوکه څوک حلال ورته وایئ: هغه کافرکیږي : فإنه قد ثبت عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه نهى أن تؤتى النساء في أعجازهن فقال: "ملعون من أتى امرأة في دبرها" رواه أحمد والنسائي وابن ماجه. وقال أيضاً: "من أتى كاهنا فصدقه أو أتى امرأة في دبرها أو أتى حائضاً فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم" رواه أحمد وأصحاب السنن بألفاظ متقاربة وصححه الألباني. فتاوی الشبکة الاسلامیة/ج/۲/ص۱۶۳۰/.

خلاصه یئ داده چی: څوک چی: کوم جادوګرته ورځي اودهغه تصدیق کوي،یاله ښځې سره په شاخواکی بدفعل کوي ،یاله ښځې سره په حیض کی جماع کوي نو:دغه کس په هغه څه کافرشوچی: پرمحمد(صلی الله علیه وسلم) باندی رانازل شوی دی. په بل حدیث شریف کی راځي چی په مدینه منوره کی جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام ټول راټول کړل اوخطبه یئ ورته واوروله چی له ډیروسترګوڅخه ډیرې اوښکې وبهیدې،خطبه اوږده ده په یوه برخه کی دغه یادونه شوی ده تاسی یئ ولولئ خپله به درته معلومه شی چی :دصالخ په نوم ددغه ملاویونکی فتواصحیح ده اوکه دغه حدیث صحیح دی ؟ ترجمه یئ داده :هغه څوک چی دامردارعمل کوی،یاهلک بازی کوي،یاله بل نارینه سره دغه ډول نارواکارکوی نو دآخرت په ورځ به راشي اوترمړزګه (مردارپوسه) به یئ بدبوی ځي ټول خلګ به ورڅخه زوریږي،دوزخ ته به ورداخل کړای شی،ټول نوراعمال به یئ ضبط شي نه به ورڅخه کوم صرف نه عدل( هیڅ کوم بل نیک عمل) قبلیږي،داُورپه یوه تابوت کی به یئ بندکړي اودوسپنې میخونه به ورباندی ووهي داسی میخونه چی دهغوی سرونه به دده په نس کی ښخ شي،که دده له سختوعذابونوڅخه یوعذاب پرڅلورسوه امتونوباندی ولویږي نوهغه به ټول مړه شي،اوهمدغه کس دآخرت په ورځ ترټولوسخت عذاب والادی: وَمَنْ نَكَحَ امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا أَوْ رَجُلاً أَوْ صَبِيًّا ، حُشِرَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَهُوَ أَنْتَنَ مِنَ الْجِيفَةِ ، يتأذى بِهِ الناس حتّى يدخل جهنم وأحبط الله أجره ولا يقبل منه صرفا ولا عدلا ، ويدخل في تَابُوتٌ مِنْ نَارٍ ، وَتُسَلَّطُ عَلَيْهِ مَسَامِيرُ مِنْ حَدِيدٍ حَتَّى تَسْلُكَ تِلْكَ الْمَسَامِيرُ فِي جَوْفِهِ ، فَلَوْ وُضِعَ عِرْقٌ مِنْ عُرُوقِهِ عَلَى أَرْبَعِمِئَةِ أُمَّةٍ لَمَاتُوا جَمِيعًا ، وَهُوَ مِنْ أَشَدِّ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ /اتحاف الخیرة المهرة/ج/۲/ص/۲۹۳/. 

اوس تاسی خپله لږفکروکړئ :آیاداسی عمل کول به کوم جوازپیداکړی؟چی: هم په عظیم الشان قرآن،هم په بی شمیره احادیثو،هم دامت په اجماع،هم په عقل باندی حرام،ناروا،شنیع،مردارخور،مردار،له میړانې څخه خلاف،له انسانیت څخه لیري،له اخلاقوڅخه خلاص،له انسانی شرافت سره ټکر،اوله حیوانیت څخه لاهم لیرې:ځکه چی: حیوانان هم داچل نه کوي:؟؟؟؟؟؟ نو: آیاکوم کس چی یایئ یاکوي،یاورته دجوازپه لټه کی وي،یالاسوندورته پیداکوی چی ځان ته یئ رواکړي: دابه ښه وی اوکه :څوک پرښوحلالوباندی صبروکړي اوله شیطان ملعون څخه پناه وغواړي ؟ لوی الله دی موږاوتاسی دانسی اوجنی شیطانانوله دامونوڅخه خلاص کړي (آمین) 

اوس همدومره : والسلام /مفتی ابوحماد/۱۸/۸/۱۴۳۴/هـ ق) 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …