کور / مذهب / دروژې مبارکي په تړاو دخبریال ځانګړې تحفه

دروژې مبارکي په تړاو دخبریال ځانګړې تحفه

    بسم الله الرحمن الرحیم: 

روژه داسلام یومستقل رکن دی،ډیرمسائل اوفضائل ځان ته لري،چی ټول څه یئ بیانول په څوټوکه کتابونوکی نه ځاییږي،دضرورت له مخې په دی رساله کی مازیارایستلي ترڅوډیرې اړینې مسئلې راوسپړم،هغه مسئلې چی: هرروژاتی ورسره هرګړی مخامخ کیږي،دلته ماټولې مسئلې له ډیرومعتمدوکتابونوڅخه رااخیستي دي بیاهم انسان له نسیان څخه جوړاوله خطاووسره مل دی،که کومه غلطی په نظردرغله لطفاماپرې آګاه کړئ چی تدارک یئ کړم،اودلوستلوپروخت هیله کوم چی: راته دُعاءوکړئ،لوی الله دی موږاوتاسی ټولوته مبارکه روژه  نوره هم بختوره اواختردی راته له خوشالیوڅخه ډک کړي: Screen Shot 2013-07-08 at 00.45.56

                       آمین

                    ( مفتی ابوحماد/۲۲/شعبان المعظم/۱۴۳۴/. 

 

مبارکه روژه     رمضان کریم    درحمتونومیاشت    شهررمضان 

                            

                            بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (185) سورة البقرة      

دمبارکې روژې دراتلوپه ویاړدرنومسلمانولوستونکوته دزړه له کومی دمبارکی په ویلوسره دروژې مبارکې ځیني فضائل،مسائل،شرائط،مفسدات، مکروهات،مستحبات،آداب،اونوراړونداړین ټکي وړاندی کوو: ترڅودمبارکې میاشتې روژې په تمامه معنی سره په ښه قلبي حضور،بشپړبصیرت،اوپوره توجه سره په داسی ډول ونیسي چی هم یئ ټول اوصاف پرځای اوهم یئ سعی عبث لاړه نه شي،اوهمدارازیئ خپله لمن له برکتونو،رحمتونو،فضیلتونو، اوګڼوښې ګړوڅخه ډکه نیولي اومبارکه میاشت په ډیراحترام اوادب پای ته ورسوي،اوپه داسی ډول دخیراوبرکت میاشت رخصت کړي چی دی یئ پرفراق باندی اوښکې تویوي اومبارکه میاشت ورڅخه په دی ژمنه چی په لویه ورځ به دی حتماداخلاص،ښه عمل،ښه نیت،پاک زړه ، اورښتوني مینې ګواهي ورکوم دخدای په امانی اخلي،زه په دی لیکنه کی هڅه کوم چی په ډیره آسانه پښتودروژې مبارکې ډیرې ضرورې مسئلې ولیکم ،ستاسوددعاووپه هیله: 

                                                                   دروژې فرضیت:

۱/مسئله: روژه مبارکه له نبوی هجرت څخه اتلس میاشتې وروسته،اوله تحویل القبله څخه یوه میاشت وروسته په مدینه منوره کی فرض شوه: امام محمدابن الحسن شیبانی رحمة الله علیه داسی فرمایئ: فرض صوم رمضان بعد ما حولت القبلة إلى الكعبة بشهر في شعبان على رأس ثمانية عشر شهرا من الهجرة وأمر عليه السلام في هذه السنة بزكاة الفطر وأن يخرج عن الصغير والكبير والذكر والأنثى والحر والعبد صاعا من تمر أو صاعا من زبيب أو مدين من بر ( بهذا قال أبو حنيفة  / الموطأللامام محمدابن الحسن الشیبانی/ج/۲/ص/۱۵۰/. همدارازپرهمدی وخت باندی دروژې سرسایه هم واجب شوی ده،چی وروسته به زه دسرسایې په بحث کی انشاءالله تفصیل ورکړم  

                                            دروژې شرعی پیژندنه:

۲/مسئله: روژه په شریعت کی داسی تعریف کیږي:له دریوشیانو:خوړلو،څیښلو، اوجماع کولوڅخه ځان ساتل،اولغوی مانایئ امساک (ځان ساتل) دیوقول الله تعالى { يا أيها الذين آمنوا كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون } / البقرة 183 / 

 [ ش ( كتب ) فرض . ( الصيام ) هو لغة الإمساك وشرعا الإمساك عن الأكل والشرب والجماع وما هو ملحق بها من طلوع الفجر الصادق إلى غروب الشمس . ( كما كتب على الذين من قبلكم ) كما فرض على الأمم السابقة من حيث الكيفية لا القدر /صحیح البخاری /ج/۲/ص/۶۶۸/. 

                                       روژه په ټولودلائلوقطعی فرض ده

۳/مسئله: مبارکه روژه په عظیم الشان قرآن،نبوی احادیثو،دامت اجماع ،قیاس اوعقل ټولوباندی قطعی فرض ده: په عظیم الشان قرآن کی خوپه لومړی سرکی چی ماآیت شریف ذکرکړ،داسی نورهم ډیرآیتونه راغلی دي: په احادیثوکی بیشمیره نبوی احادیث موجوددي: دامت ټول علماءاوعام مسلمانان پردی اتفاق دی چی روژه فرض ده اوانکارورڅخه کفردی،قیاس اوعقل هم ددی ګواهی ورکوي چی : په دوولسومیاشتوکی یوه میاشت بایددژوندانه دسمون،روغتیاساتنې،روغتیاپالنې،حفظ الصحة،اوبدن تازه کولولپاره روژه ونیوله شي:

 23608- عليك بالصوم فإنه لا مثل له . (حم، ن، حب، ك عن أبي أمامة).

23609- عليك بالصوم فإنه محض (1) . (هب عن قدامة بن مظعون عن أخيه عثمان).

23610- عليكم بالصوم فإنه محسمة (2) للعروق ومذهبة للأشر . (أبو نعيم في الطب عن شداد بن عبد الله). کنزالعمال/ج/۸/ص/۴۸۰/.

 23605- صوموا تصحوا. (ابن السني وأبو نعيم في الطب عن أبي هريرة).کنزالعمال/پورته حواله/.

                                            روژه دبدن زکاة ده:

۴/مسئله:څرنګه چی پرهرشی باندی دهغه شی دپاکولو،تصفیې،تزکیې،اوښې ځلالپاره زکات شته نودبدن زکاة روژه ده: 23571- الصيام نصف الصبر وعلى كل شيء زكاة، وزكاة الجسد الصيام. (هب عن أبي هريرة).

23572- لكل شيء زكاة، وزكاة الجسد الصوم. (هـ عن أبي هريرة طب عن سهل بن سعد). کنزالعمال/ج/۸/ص/۴۸۰/. 

                       په روژه کی دجنت دروازې پرانستلې کیږي

۵/مسئله:دمبارکې روژې له پیل سره سم دجنتونواورحمتونو دروازې پرانیستلي کیږي،ددوزخ دروازې تړلې کیږي،اوشیطانان په ځنځیرونوتړل کیږي (بندیان کیږي) اوهره شپه لوی الله له اورڅخه ډیرخلګ آزادوي: 23663- إذا جاء رمضان فتحت أبواب الرحمة، وغلقت أبواب جهنم، وسلسلت الشياطين. (ن عن أبي هريرة) (1)

23664- إذا كان أول ليلة من شهر رمضان صفدت الشياطين ومردة الجن وغلقت أبواب النار، فلم يفتح منها باب، وفتحت أبواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادي مناد كل ليلة يا باغي الخير أقبل، ويا باغي الشر أقصر، ولله عتقاء من النار وذلك كل ليلة . (ت (2) هـ حب ك هق عن أبي هريرة). کنزالعمال/ج/۸/ص/۴۶۷/.

                                           روژه دګوناهونوکفاره ده:

۶/مسئله:روژه چی مسلمان ونیسي اودشپې تراویح (قیام لیل) هم ورسره دالله درضألپاره په ښه نیت،اخلاص،اودثواب په اراده وکړي نوداسی له ګوناهونوڅخه پاکیږي لکه لومړۍ ورځ چی له مورڅخه زیږیدلی وی: 2336) إن الله فرض صيام رمضان وسن لكم قيامه فمن صامه وقامه إيمانًا واحتسابًا خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه (أحمد ، والنسائى عن عبد الرحمن بن عوف)

أخرجه أحمد (1/191 ، رقم 1660) ، والنسائى (4/158 ، رقم 2210) . وأخرجه أيضًا : عبد بن حميد (ص 83 ، رقم 158) ، والشاشى (1/273 ، رقم 241) ، والبزار (3/256 ، رقم 1048)/الجامع الکبیرللامام السیوطی رحمة الله علیه /ج/۱/ص/۸۵۵۰/.

                                     دروژې دفرضیت شرائط:

۷/: مسئله: روژه چی پرچاباندی فرض کیږی دهغه لپاره درې شرطونه دي: ۱/اسلام،۲/عقل،۳/بلوغ، نوپرکافرباندی روژه نشته،پرلیونی باندی نشته،اوپرماشوم باندی نشته : شروط الصوم :أولا : شروط وجوب الصوم

 – 1 – الإسلام : لأنه عبادة فلا يجب على الكافر 

 – 2 – العقل : فلا يجب على الصغير والمجنون والمغمى عليه لما روى علي بن أبي طالب رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : ( رفع القلم عن ثلاثة : عن النائم حتى يستيقظ وعن الصبي حتى يحتلم وعن المجنون حتى يعقل  – 3 – البلوغ : فلا يجب الصوم على الصبي المميز لكن صومه صحيح ويؤمر به قياسا على الصلاة ويضرب على تركه لعشر . والتكليف هنا للأولياء 

 – 4 – العلم بالوجوب : لمن أسلم في دار الحرب ويحصل بإخبار عدل أو امرأتين . أما من نشأ في دار الإسلام فلا عذر له بالجهل./فقه العبادات/ج/۱/ص/۱۲۸/. 

۸/مسئله: دروژې لپاره نیت شرط دی،خودزړه ارادې اوقصدته نیت ویل کیږي نوپه خُله باندی ویل یئ ضروری نه دی خوبهتردی چی په خُله یئ هم ووایئ، نوپردی بناءکه یوڅوک له سهاره ترماښامه هیڅ شی ونه خوري خونیت یئ هم دروژې نه وی کړي نوروژه یئ نه ده صحیح.البته دروژې په میاشت کی فقط دروژې اراده لرل نیت ګڼل کیږياحسن المسائل والفضائل ص/۵

۹/مسئله: پرناروغ،نابالغ اومسافرباندی روژه نیول فرض خونه ده مګر: که یئ ونیسي روژه یئ صحیح ده،عالمګیریه. کتاب الصوم. 

                                                  دروژې مفسدات:

۱۰/مسئله:په روژه کی په قصدڅه شی خوړل،څیښل،یاجماع کول روژه ماتوي اوله قضأسره کفاره هم ورباندی لازمیږي

۱۱/مسئله: که یئ داوداسه په حالت کی دغرغرې پروخت اوبه ترستوني تیرې شوې نوروژه یئ ماته ده خو: قضاءورباندی لازمه ده،کفاره نشته ځکه چی په قصدسره نه دی په خطاءسره دی،اوکه یئ هیڅ شی هم پیادنه ووچی دده خوروژه ده په هیره سره یئ څه شی وخوړ،وڅیښی،یایئ په هیره سره جماع وکړه،نوپرده باندی نه قضألازمه ده اونه کفاره،بلکه روژه دی جاری وساتی نوردی په قصدسره کوم شی نه ورپسې خوري،عالمګیریه،فتح القدیر،شامی،بحر

۱۲/مسئله : که په چاباندی په زوراوجبرسره کوم شی وخوړل شویاوڅیښل شو،نوروژه یئ ماتیږي،البته: یواځي قضأورباندی لازمه ده،کفاره نشته.احسن المسائل والفضائل

۱۳/ مسئله : که دکوم مشین یاژرندې ګرزیاددواګانودند،یادوداودوړې یئ په ستونی ننوتې نوروژه یئ نه ماتیږي. احسن المسائل. البحرالرائق ج/۲/ص/۲۹۳/.

۱۴/مسئله:که یئ دغاښونوپه مینځ کی کوم شی بندوو،هغه دغاښونوله مینځ څخه راووت اوتیریئ شو: نوکه دغه شی دچڼي (نخود) ددانې په کچه یاتردی غټ ووروژه یئ ماته قضأورباندی لازمه ده خوکفاره نشته،اوکه دغه شی دچڼې تردانې وړوکی وو،بیاورباندی قضأهم نه ده لازمه خو:له خُلې څخه  دباندی هرشی که وخوړل شی وړوکی وی که غټ :روژه ماتوی.البحرالرائق ج/۲/ص/۲۹۴/. (  فتح القدیر.

۱۵/مسئله: که یئ دبل چاناړې تیرې کړې: که هغه بل څوک دده ښځه یایئ بل کوم دزړه څوک ووچی ورسره یئ مینه وه،اودناړوتیرول یئ ورباندی بدنه لګیدل،په زړه کی یئ بدنه ورڅخه کیدل:ورباندی قضأاوکفاره دواړه لازم دی،اوکه یئ دپردې کس ناړې تیرې کړې چی: ورسره یئ مینه نه وه نویواځي قضأورباندی لازمه ده : وفي فَتْحِ الْقَدِيرِ لو ابْتَلَعَ رِيقَ غَيْرِهِ أفطرو ( ( ( أفطر ) ) ) لا كَفَّارَةَ عليه وَلَيْسَ على إطْلَاقِهِ فَسَيَأْتِي في آخِرِ الْكِتَابِ في مَسَائِلَ شَتَّى أَنَّهُ لو ابْتَلَعَ بُزَاقَ غَيْرِهِ كَفَّرَ لو صَدِيقَهُ وَإِلَّا لَا وأقره ( ( ( أقره ) ) ) عليه الشَّارِحُ الزَّيْلَعِيُّ /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۴/. 

۱۶/مسئله: که یئ خُله وینې شوه اوناړې یئ تیرې شوې،که ناړې ورباندی غالبې اووینه لږوه نوروژه نه ده ماته،اوکه وینه ورباندی ډیره وه نوروژه یئ ماته اوقضأورباندی لازمه ده اوکه وینه اوناړې سره برابرې وې نوهم احتیاطاقضأ ورباندی لازمه ده : وفي الْوَلْوَالِجيَّةِ الدَّمُ إذَا خَرَجَ من الْأَسْنَانِ وَدَخَلَ الْحَلْقَ إنْ كانت الْغَلَبَةُ لِلْبُزَاقِ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ وَإِنْ كانت لِلدَّمِ فَسَدَ وَكَذَا إنْ اسْتَوَيَا احْتِيَاطًا /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۴/. 

۱۷/مسئله:که یئ خپله خوله یااوښکې تیرې کړې:نوکه یئ ورباندي خوندواخیست نوقضأاوکفاره دواړه ورباندی لازم دی اوکه یئ خوندنه ورباندی واخیست نوهم روژه یئ ماته اویواځی قضألازمه ده: وفي الْفَتَاوَى الظَّهِيرِيَّةِ وإذا نَزَّلَ الدُّمُوعَ من عَيْنَيْهِ إلَى فَمِهِ فَابْتَلَعَهَا يَجِبُ الْقَضَاءُ بِلَا كَفَّارَةٍ 

 وفي مُتَفَرِّقَاتِ الْفَقِيهِ أبي جَعْفَرٍ إنْ تَلَذَّذَ بِابْتِلَاعِ الدُّمُوعِ يَجِبُ الْقَضَاءُ مع الْكَفَّارَةِ وَغُبَارُ الطَّاحُونَةِ كَالدُّخَانِ /البحرالرائق/ج/۲۹۱/. 

۱۸/مسئله: دکوم شی چی خوړل یئ مقصوداومعمول نه وی اونه هم ورڅخه ځان ساتل آسانه وی اوپه ستونی ننوزي تیرشی نوروژه نه ماتوي لکه مچ: قَوْلُهُ ( أو دخل حَلْقَهُ غُبَارٌ أو ذُبَابٌ وهو ذَاكِرٌ لِصَوْمِهِ ) يَعْنِي لَا يُفْطِرُ لِأَنَّ الذُّبَابَ لَا يُسْتَطَاعُ الِامْتِنَاعُ عنه فَشَابَهُ الدُّخَانُ وَالْغُبَارُ لِدُخُولِهِمَا من الْأَنْفِ إذَا طَبَّقَ الْفَمَ /.البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۰/. 

۱۹/مسئله: که چاته ارږمۍ ورغله خُله یئ وازه کړه اوسریئ پورته کړ:په خُله کی یئ له پاس خواناوې څخه داوبوڅاڅکی ولویداوتیریئ شو: نوروژه یئ ماته ده اوقضأورباندی لازمه ده،همداډول واوره اوباران هم روژه ماتوي،که یئ اوښکې په خُله کی ننوتې نوپه دوواودریوڅاڅکیوروژه نه ماتیږي خوکه زیاتې وې روژه ماتوي،همداحکم دروژه داردمخ دخولوهم دی: احسن المسائل والفضائل/للعلامة المفتی : محمدزرولی خان دامت برکاتهم /ص/۶/. : وَإِنْ سَبَقَ الذُّبَابُ إلَى حَلْقِهِ لَمْ يَفْسُدْ صَوْمُهُ وَإِنْ تَثَاوَبَ فَرَفَعَ رَأْسَهُ فَوَقَعَ فِي حَلْقِهِ قَطْرَةٌ مِنْ الْمَطَرِ فَسَدَ صَوْمُهُ /الجوهرة النیرة/ج/۲/ص/۲۴/. 

 

۲۰/مسئله: له مخه موهم یادونه کړی وه چی: دټول امت دعلماؤپه اتفاق سره په دریوشیانوپرروژاتی باندی قضاءاوکفاره دواړه لازمیږي یعنی: یوشپیته روژې به نیسی،۱/که یئ په قصدسره خوراک وکړ،۲/که یئ په قصدسره څیښاک وکړ،۳/که یئ په قصدسره جماع وکړه: دجماع په اړه څوخبرې بایدواضحې شي: که یئ له دووفرجونو( مخ خوا،دشاخوا) څخه پرته په بل ځای کی انزال وکړ،مثلاله ښځې سره یئ بازۍ کولې انزال شو،یایئ ځان ورسره موښووه اوانزال شونو: پردغه روژاتی باندی یواځي قضاءلازمه ده ځکه چی په جماع کی داشرط دی چی: حشفه به په فرج کی پوټیږي : ( قَوْلُهُ وَمَنْ جَامَعَ فِيمَا دُونَ الْفَرْجِ فَأَنْزَلَ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ ) أَمَّا الْقَضَاءُ فَلِوُجُودِ الْجِمَاعِ مَعْنًى وَهُوَ الْإِنْزَالُ وَلَا كَفَّارَةَ لِانْعِدَامِهِ صُورَةً وَهُوَ الْإِيلَاجُ /الجوهرة النیرة ج/۲/ص/۲۶/. 

۲۱/مسئله: که دوې ښځې بازۍ سره کوي نوروژه یئ نه فاسدیږي،اوکه یئ انزال وشونوروژه یئ ماته ده خویواځي قضاءبه راوړي کفاره ورباندی نشته،ځکه چی: دحشفې غیبوبت نه دی راغلی،بلکه له سره حشفه نشته: قوله ( ولم ينزل ) أما لو أنزل قضى فقط كما سيذكره المصنف أي بلا كفارة 

 قال في الفتح وعمل المرأتين كعمل الرجال جماع أيضا فيما دون الفرج لا قضاء على واحدة منهما إلا إذا أنزلت ولا كفارة مع الإنزال اه /ردالمحتار/ج/۲/کتاب الصوم/. 

۲۲/مسئله: په سترګوکی ددوایئ اچولویارانجه استعمالولوله امله روژه نه ماتیږي که څه هم دهغې خوندپه ستونی کی محسوس کړای شی ځکه چی: هغه یئ اثردی بعینه دوانه ده اودسترګواودماغ ترمینځ منفذنشته : ( وَلَوْ اكْتَحَلَ لَمْ يُفْطِرْ ) لِأَنَّهُ لَيْسَ بَيْنَ الْعَيْنِ وَالدِّمَاغِ مَنْفَذٌ وَالدَّمْعُ يَتَرَشَّحُ كَالْعَرَقِ /فتح القدیر/ج/۴/۲۶۷/. 

۲۳/مسئله: په ستن لګولوروژه نه ماتیږي،علماؤپردی موضوع باندی له ډیروتحقیقاتوڅخه وروسته متفقه فتواورکړی ده چی په هرډول پیچکارۍ لګولوباندی روژه نه ماتیږي هغه پیچکاری که په رګ کی ولګوله شی که په غوښه کی وی ځکه چی دپیچکارۍ په واسطه دوایئ بدن ته رسول داسی مثال لري لکه یوڅوک چی په سړواوبوکی ولمبیږي چی: اثرپربدن باندی کوی خوپه عین شکل نه اوبه بدن ته داخلیږی اونه هم مستقیماپه پیچکاری باندی دوایئ معدې اودماغ ته رسیږي بلکه تأثیریئ رسیږي.لنډه داده چی: که اړتیاوی روژه لرونکی ناروغ وی نوپیچکاری لګول ورته روادی دروژې قضایئ ورباندی نشته: وَلَوْ اكْتَحَلَ لَمْ يُفْطِرْ ) لِأَنَّهُ لَيْسَ بَيْنَ الْعَيْنِ وَالدِّمَاغِ مَنْفَذٌ وَالدَّمْعُ يَتَرَشَّحُ كَالْعَرَقِ وَالدَّاخِلُ مِنْ الْمَسَامِّ لَا يُنَافِي كَمَا لَوْ اغْتَسَلَ بِالْمَاءِ الْبَارِدِ /فتح القدیر/ج/۴/ص/۲۶۷/.قَوْلُهُ ( أو ادَّهَنَ أو احْتَجَمَ أو اكْتَحَلَ أو قَبَّلَ ) أَيْ لَا يُفْطِرُ لِأَنَّ الِادِّهَانَ غَيْرُ مُنَافٍ لِلصَّوْمِ لعدم ( ( ( ولعدم ) ) ) وُجُودِ الْمُفْطِرِ صُورَةً وَمَعْنًى وَالدَّاخِلُ من الْمَسَامِّ لَا من الْمَسَالِكِ فَلَا يُنَافِيهِ كما لو اغْتَسَلَ بِالْمَاءِ الْبَارِدِ وَوَجَدَ بَرْدَهُ في كَبِدِهِ /البحرالرائق /ج/۲/ص/۲۹۳/. احسن المسائل/ص/۷/.  

۲۴/مسئله: پرسراوویښتانوباندی تیل لګول روژه نه ماتوي که څه هم په خُله کی یئ دتیلوخوندراشي ځکه چی داغه عین تیل نه بلکه اثریئ دی : ( أو ادهن ) لم يفسد صومه كما لو اغتسل ووجد برد الماء في كبده /مراقی الفلاح ج/۱/ص/۲۴۶/. 

۲۵/مسئله: که دچاخواوګرزیدله اوباکۍ یئ ووهلې نوروژه یئ نه ماتیږي که څه هم خله یئ ورڅخه ډکه شي،اوکه یئ په قصدباکۍ ووهلې یایئ تیرکړپه قصدسره نوروژه یئ ماته ده اوقضأورباندی لازمه ده: ( وَإِنْ ذَرَعَهُ الْقَيْءُ وَخَرَجَ ) وَلَمْ يَعُدْ ( لَا يُفْطِرُ مُطْلَقًا ) مَلَأَ أَوْ لَا ( فَإِنْ عَادَ ) بِلَا صُنْعِهِ ( وَ ) لَوْ ( هُوَ مِلْءُ الْفَمِ مَعَ تَذَكُّرِهِ لِلصَّوْمِ لَا يَفْسُدُ ) خِلَافًا لِلثَّانِي ( وَإِنْ أَعَادَهُ ) أَوْ قَدْرُ حِمَّصَةٍ مِنْهُ فَأَكْثَرَ حَدَّادِيٌّ ( أَفْطَرَ إجْمَاعًا ) وَلَا كَفَّارَةَ ( إنْ مَلَأَ الْفَمَ وَإِلَّا لَا ) هُوَ الْمُخْتَارُ ( وَإِنْ اسْتِقَاءٌ ) أَيْ طَلَبَ الْقَيْءَ ( عَامِدًا ) أَيْ مُتَذَكِّرًا لِصَوْمٍ ( إنْ كَانَ مِلْءَ الْفَمِ فَسَدَ بِالْإِجْمَاعِ ) مُطْلَقًا ( وَإِنْ أَقَلَّ لَا ) عِنْدَ الثَّانِي وَهُوَ الصَّحِيحُ ، لَكِنَّ ظَاهِرَ الرِّوَايَةِ كَقَوْلِ مُحَمَّدٍ إنَّهُ يَفْسُدُ كَمَا فِي الْفَتْحِ عَنْ الْكَافِي ( فَإِنْ عَادَ بِنَفْسِهِ لَمْ يُفْطِرْ وَإِنْ أَعَادَهُ فَفِيهِ رِوَايَتَانِ ) أَصَحُّهُمَا لَا يُفْسِدُ مُحِيطٌ ( وَهَذَا ) كُلُّهُ ( فِي قَيْءِ طَعَامٍ أَوْ مَاءٍ أَوْ مِرَّةٍ ) أَوْ دَمٍ ( فَإِنْ كَانَ بَلْغَمًا فَغَيْرُ مُفْسِدٍ ) مُطْلَقًا خِلَافًا لِلثَّانِي وَاسْتَحْسَنَهُ الْكَمَالُ وَغَيْرُهُ . /ردالمحتار/ج/۷/ص/۴۲۹/. 

۲۶/ مسئله:په غوږکی که یئ اوبه ننوتلې نوروژه یئ نه ماتیږي اوکه یئ دوایئ یاتیل ورکی واچول نوروژه ماتوي همدارازپه پوزه کی دوایئ اچول روژه ماتوي خوکفاره ورباندی نشته یواځی قضأبه راوړي : ( وَمَنْ احْتَقَنَ أَوْ اسْتَعَطَ أَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ أَفْطَرَ ) لِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ { الْفِطْرُ مِمَّا دَخَلَ } وَلِوُجُودِ مَعْنَى الْفِطْرِ ، وَهُوَ وُصُولُ مَا فِيهِ صَلَاحُ الْبَدَنِ إلَى الْجَوْفِ ( وَلَا كَفَّارَةَ عَلَيْهِ ) لِانْعِدَامِهِ صُورَةً .( وَلَوْ أَقْطَرَ فِي أُذُنِهِ الْمَاءَ أَوْ دَخَّلَهُ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ ) لِانْعِدَامِ الْمَعْنَى وَالصُّورَةِ .ِخِلَافِ مَا إذَا دَخَلَهُ الدُّهْنُ ( وَلَوْ دَاوَى جَائِفَةً أَوْ آمَّةً بِدَوَاءٍ فَوَصَلَ إلَى جَوْفِهِ أَوْ دِمَاغِهِ أَفْطَرَ ) عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ ، وَاَلَّذِي يَصِلُ هُوَ الرَّطْبُ ، وَقَالَا : لَا يُفْطِرُ لِعَدَمِ التَّيَقُّنِ بِالْوُصُولِ لِانْضِمَامِ الْمَنْفَذِ مَرَّةً وَاتِّسَاعِهِ أُخْرَى ، كَمَا فِي الْيَابِسِ مِنْ الدَّوَاءِ /فتح القدیر/ج/۴/ص/۳۲۴/. 

۲۷/مسئله: که چاته په روژه کی شیطان بازی ورکړه (احتلام شو) نوروژه یئ نه ماتیږي: ( قَوْلُهُ لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { ثَلَاثٌ لَا يُفْطِرْنَ الصِّيَامَ } ) رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ { ثَلَاثٌ لَا يُفْطِرْنَ الصَّائِمَ : الْحِجَامَةُ ، وَالْقَيْءُ ، وَالِاحْتِلَامُ } فتح القدیر/ج/۴/۳۲۵/. 

۲۸/مسئله: که یئ دشپې جماع وکړه اوغسل یئ لانه ووکړی ورباندی سهارشو:روژه یئ نه خرابیږي البته داسی کول نامناسب کاردی: وَأَشَارَ إلَى أَنَّهُ لو أَصْبَحَ جُنُبًا لَا يَضُرُّهُ كَذَا في الْمُحِيطِ /البحرالرائق ج/۲/ص/۲۹۳/. احسن المسائل/ص/۹/. 

۲۹/مسئله: که یئ خپلې ښځې ته کتل( یایئ دهغې فرج ته کتل) اوانزال شو: روژه یئ نه ماتیږي،البته که یئ خپله دتناسل آله په لاس نیولی اوښوروله یئ موښله یئ ترڅوچی انزال شو:نوورباندی قضألازمه ده: قَوْلُهُ ( أو احْتَلَمَ أو أَنْزَلَ بِنَظَرٍ ) أَيْ لَا يُفْطِرُ لِحَدِيثِ السنن لا يُفْطِرُ من قَاءَ وَلَا من احْتَلَمَ وَلَا من احْتَجَمَ وَلِأَنَّهُ لم يُوجَدْ الْجِمَاعُ صُورَةً لِعَدَمِ الْإِيلَاجِ حَقِيقَةً وَلَا مَعْنَى لِعَدَمِ الْإِنْزَالِ عن شَهْوَةِ الْمُبَاشَرَةِ وَلِهَذَا ذَكَرَ الْوَلْوَالِجِيُّ في فتاواه بِأَنَّ من جَامَعَ في رَمَضَانَ قبل الصُّبْحِ قلما ( ( ( فلما ) ) ) خشى أَخْرَجَ فانزل بَعْدَ الصُّبْحِ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ وهو بمنزله الِاحْتِلَامِ لِوُجُودِ صُورَةِ الْجِمَاعِ مَعْنًى قالوا الصَّائِمُ إذَا عَالَجَ ذَكَرَهُ حتى أمني يَجِبُ عليه الْقَضَاءُ وهو الْمُخْتَارُ كَذَا في التَّجْنِيسِ والولوالجية وَبِهِ قال عَامَّةُ الْمَشَايِخِ /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۵/. 

 

۳۰/مسئله: که یئ جماع کوله اوورباندی سپیدورڼاوکړه،نوروژه یئ نه ماتیږي چی فی الفورځان ورڅخه لیري کړي،اوس نو: که یئ انزال نه ووشوی وروسته بیاانزال شونو:هم روژه یئ نه ده ماته،البته دَی دیِ دانزال کوشش نه کوي لکه حرکت کول،حرکت ورکول،یانورداسی افعال چی دهغوی په واسطه یئ انزال وشی ،پخپله انزالیدل یئ روژه نه ورته فاسدوی: وَلِهَذَا ذَكَرَ الْوَلْوَالِجِيُّ في فتاواه بِأَنَّ من جَامَعَ في رَمَضَانَ قبل الصُّبْحِ قلما ( ( ( فلما ) ) ) خشى أَخْرَجَ فانزل بَعْدَ الصُّبْحِ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ وهو بمنزله الِاحْتِلَامِ لِوُجُودِ صُورَةِ الْجِمَاعِ مَعْنًى /البحرالرائق/ج/۲/ص۲۹۵/. 

۳۱/مسئله: که څوک ویده وواوله خوبه یئ اوبه وڅیښلې یایئ یوشی په خوب کی وخوړنوروژه یئ ماته اوقضأورباندی لازمه ده،ددی صورت اودهیرې دصورت فرق شته خوکه یوڅوک له خوبه پوسه حلال کړي نودده دلاس دغه مذبوحه نه ده حلاله،اوکه دچابسم الله،،،،،هیره شي اوپوسه حلال کړی نودده دلاس دغه مذبوحه حلاله اوخوړل یئ روادیوفي فَتَاوَى قاضيخان النَّائِمُ إذَا شَرِبَ فَسَدَ صَوْمُهُ وَلَيْسَ هو كَالنَّاسِي لِأَنَّ النَّائِمَ ذَاهِبُ الْعَقْلِ وإذا ذَبَحَ لم تُؤْكَلْ ذَبِيحَتُهُ وَتُؤْكَلُ ذَبِيحَةُ من نَسِيَ التَّسْمِيَةَ /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۴/. 

 

                               هغه چی مکره دی اوهغه چی نه دی مکروه:

۳۲/مسئله: په روژه کی دکوم شی خوندڅکل مکروه دی،البته علماءفرمایئ:که دکومې ښځې میړه بداخلاقه ووکه کتغ تریو،بلمنګه،تریخ،یابل څه وی نودی ورسره جګړه کوي یایئ وهي اوټکوي :نودغې ښځې ته دکتغ خوندڅکل پروانلري،خوبیرته دی ژرتوکي چی ورڅخه ترستونی تیرنه شي: وَكُرِهَ ذَوْقُ شَيْءٍ وَمَضْغُهُ بِلَا عُذْرٍ ) لِمَا فيه من تَعْرِيضِ الصَّوْمِ لِلْفَسَادِ وَلَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ لِعَدَمِ الْفِطْرِ صُورَةً وَمَعْنًى قُيِّدَ بوله ( ( ( بقوله ) ) ) بِلَا عُذْرٍ لِأَنَّ الذَّوْقَ بِعُذْرٍ لَا يُكْرَهُ كما قال في الْخَانِيَّةِ فِيمَنْ كان زَوْجُهَا سيء ( ( ( سيئ ) ) ) الْخُلُقِ أو سَيِّدُهَا لَا بَأْسَ بِأَنْ تَذُوقَ بِلِسَانِهَا وَلَيْسَ من الْأَعْذَارِ الذوق ( ( ( والذوق ) ) ) عِنْدَ الشِّرَاءِ لِيُعْرَفَ الْجَيِّدُ من الرَّدِيءِ بَلْ يُكْرَهُ كما ذَكَرَهُ في الْوَلْوَالِجِيِّ وَتَبِعَهُ في فَتْحِ الْقَدِير وفي الْمُحِيطِ يَجُوزُ أَنْ يُقَالَ لَا بَأْسَ بِهِ كَيْ لَا يُغْبَنَ /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۴/. 

 

۳۳/مسئله: په خُله کی ناړې جمع کول بیاتیرول مکروه دي: احسن المسائل /ص/۹/.: ( و ) كره له ( جمع الريق في الفم ) قصدا ( ثم ابتلاعه ) تحاشيا عن الشبهة /مراقی الفلاح /ج/۱/ص/۲۴۶/. 

۳۴/مسئله: په روژه کی ژاولې ژوول مکروه دی: قَوْلُهُ ( وَمَضْغُ الْعَلْكِ ) أَيْ وَيُكْرَهُ مَضْغُهُ في ظَاهِرِ الرِّوَايَةِ لِمَا فيه من تَعْرِيضِ الصَّوْمِ على الْفَسَادِ وَلِأَنَّهُ يُتَّهَمُ بِالْإِفْطَارِ /البحرالرائق/ج/۲/ص/۲۹۴/. 

۳۵/مسئله: په اوبوسرلامدول،لوندکالی پرځان تاوول،لامبیدل،پروانلري روژه نه مکروه کوي پرهمدی قول باندی فتواده : وفي الْمُحِيطِ عن أبي حَنِيفَةَ أَنَّهُ يُكْرَهُ لِلصَّائِمِ الْمَضْمَضَةُ وَالِاسْتِنْشَاقُ لِغَيْرِ الْوُضُوءِ وَلَا بَأْسَ بِهِ لِلْوُضُوءِ وَكُرِهَ الِاغْتِسَالُ وَصَبُّ الْمَاءِ على الرَّأْسِ وَالِاسْتِنْقَاعُ في الْمَاءِ وَالتَّلَفُّفُ بِالثَّوْبِ الْمَبْلُولِ لِأَنَّهُ إظْهَارُ الضَّجَرِ عن الْعِبَادَةِ  وقال أبو يُوسُفَ لَا يُكْرَهُ وهو الْأَظْهَرُ لِمَا رُوِيَ أَنَّ النبي (صلی الله علیه وسلم ) صَبَّ على رَأْسِهِ مَاءً من شِدَّةِ الْحَرِّ وهو صَائِمٌ /البحرالرائق/. پورته حواله؛ 

 

۳۶/مسئله: که سړی دشپې جماع کړی وی ،پیشلمی دجنابت په حالت کی وکړي ،ورباندی سهارشي اوغسل دسپیدوله چاودیدلووروسته وکړي پروانه لري روژه یئ نه مکروه کیږي:احسن المسائل /ص/۹/. 

۳۷/مسئله: دښځې داسی مچول اوورسره بدې بازۍ کول چی: ورڅخه دجماع کولووهم وي: مکروه دي البته ترهغه وخته پوري روژه نه ماتیږي چي انزال یئ شوی نه وي: ( و ) كره له ( القبلة والمباشرة ) الفاحشة وغيرها ( إن لم يأمن فيهما على الإنزال أو الجماع في ظاهر الرواية ) لما فيه من تعريض الصوم للفساد بعاقبة الفعل ويكره التقبيل الفاحش بمضغ شفتها كما في الظهيرية  /مراقی الفلاح /ج/۱/ص/۲۴۶/. 

۳۸/مسئلهمسواک وهل هروخت ښه سنت اونبوی عمل دی په روژه کی هم ښه دی دمازیګرخواته هم که څوک مسواک کوي نوښه عمل دی پروانلري: لا يكره له ( السواك آخر النهار بل هو سنة كأوله ) لقوله عليه الصلاة و السلام " من خير خلال الصائم السواك " وفي الكفاية كان النبي صلى الله عليه و سلم " يستاك أول النهار وآخره وهو صائم /مراقی الفلاح /ج/۱/ص/۲۴۶/. 

                                      

                                               دروژې مستحبات:

۳۹/مسئله: پیشلمی کول سنت اودخیروبرکت لپاره ډیرزیات غوره عمل،اوددعاګانودقبلیدلولپاره ښه فرصت دی.ځینی خلګ پیشلمی نه کوي سم کارنه دی،بلکه دایونبوی عمل هم دی اوپه ډیرواحادیثوکی پردی باندی امرشوی دی،په ځینوروایاتوکی راځی چی په پیشلمی کولوکی له اهل کتابوڅخه مخالفت دی نوتاسی پیشلمی کوئ،په ځینوکی راځي چی په پیشلمی کی برکت دی یوڅوروایات په عددسره دغه دی : 192) تسحروا فإن فى السحور بركة (الطيالسى ، وأحمد ، والبخارى ، ومسلم ، والترمذىحسن صحيحوالنسائى ، وابن ماجه ، والدارمى ، وابن خزيمة عن أنس . النسائى ، وأبو نعيم فى الحلية عن ابن مسعود . النسائى عن أبى هريرة . أحمد عن أبى سعيد . الخطيب ، والضياء عن جابر)حديث أنس : أخرجه الطيالسى (ص 268 ، رقم 2006) ، وأحمد (3/215 ، رقم 13268) ، والبخارى (2/678 ، رقم 1823) ، ومسلم (2/770 ، رقم 1095) ، والترمذى (3/88 ، رقم 708) وقال : حسن صحيح ، والنسائى فى الكبرى (2/75 ، رقم 2456) ، وابن ماجه (1/540 ، رقم 1692) ، والدارمى (2/11 ، رقم 1696) ، وابن خزيمة (3/213 ، رقم 1937)حديث عبد الله بن مسعود : أخرجه النسائى فى الكبرى (2/75 ، رقم 2454) ، وأبو نعيم فى الحلية (9/34) .حديث أبى هريرة : أخرجه النسائى فى الكبرى (2/76 ، رقم 2457) .حديث أبى سعيد الخدرى : أخرجه أحمد (3/32 ، رقم 11299) .حديث جابر : أخرجه الخطيب (13/465) الجامع الکبیرللسیوطی/. 

۴۰/مسئله:پیشلمی ترښه ناوخته پوري وراوږدول مستحب دی خوداسی نه وی چی :سپیدې درباندی رڼاوکړي: (2)- عن أنسرضي الله عنه، قَالَ : قَالَ رسولُ اللهصلى الله عليه وسلم – : (( تَسَحَّرُوا ؛ فَإنَّ في السُّحُورِ بَرَكَةً )) متفقٌ عَلَيْهِ .

(3)- وعن زيدِ بن ثابتٍرضي الله عنه، قَالَ : تَسَحَّرْنَا مَعَ رسولِ اللهِصلى الله عليه وسلم، ثُمَّ قُمْنَا إِلَى الصَّلاَةِ . قِيلَ : كَمْ كَانَ بينهما ؟ قَالَ : قَدْرُ خَمْسين آيةً . متفقٌ عَلَيْهِ.ریاض الصالحین /ج/۲/ص/۷۱/. 

۴۱/مسئله: په روژه ماتی کی چی هسی ماښام شي اووریځ نه وی نودستی دی روژه ماتوي همداډول سنت دی،ځیني خلګ یئ له اړتیاپرته ځنډوي داډول کول ښه کارنه دی بلکه له سنت څخه خلاف دی په ډیرواحادیثوکی راغلی دي چی: په روژه مات کی تلوارکول ،وختی کول،پیشلمی ترناوخته پوري کول،اوپه لمانځه کی ښی لاس پرکیڼ لاس باندی ترنامه لاندی نیول دانبیاؤله اخلاقواوعاداتوڅخه دي : 33148- عن على قال : ثلاثة من أخلاق الأنبياء تعجيل الإفطار وتأخير السحور ووضع الأكف على الأكف تحت السرة فى الصلاة (ابن شاهين ، وأبو محمد الإبراهيمى فى كتاب الصلاة ، وأبو القاسم بن منده فى الخشوع) [كنز العمال 44271] جامع الاحادیث للسیوطی /ج/۳۰/ص/۲۲۸/. العددالمسلسل/۲۳۱۴۸/. 

 

                                                                              پیشلمی

۴۲/مسئله: پیشلمی لکه له مخه چی وویل شول دخیراوبرکت کاردی ،څوک چی روژه نیسی که بل شی ونلري،یایئ خوړلوته زړه نه کیږي هم بایدلږترلږه داوبویوغوړپ وکړي،یایوه دانه خورمادپیشلمی په نیت وخوري،داسرارواواذکارولپاره اوددعاګانودقبولیت لپاره بهترین وخت همداغه دی ،بایدمسلمانان ورڅخه ګټه واخلي: 4176 – حدثناه عن سهل بن السري ، ثنا محمد بن حريث ، ثنا الأشج أبو سعيد ، ثنا عقبة بن خالد ، ثنا أسامة بن زيد ، ثنا محمد بن إبراهيم الأنصاري ، حدثني عبد الرحمن بن معمر الأنصاري ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « تسحروا فنعم غذاء المسلم ، تسحروا فإن الله يصلي على المتسحرين ، تسحروا ولو بشق تمرة ، ولو بكسرة » : عن عبد الله بن عمرو ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « تسحروا ولو بجرعة ماء » : معرفة الصحابة لابی نعیم/ج/۱۲/۲۸/. 

 

 

                                                                         روژه مات:

۴۳/مسئله: روژه مات ډیروختی کول پکاردی،کله چی لمرولویږي نورنوډیرانتظارکول تقوانه ده،بلکه داهسی وسوسه ده چی: پرخلګوباندی ناوخته کوي ،اوروژه مات کول سنت عمل دی،ترلمانځه له مخه کول یئ هم صحیح دی اوله لمانځه څخه له فراغت وروسته هم هیڅ فرق نه کوي: 363 – أخبرنا مالك حدثنا أبو حازم بن دينار عن سهل بن سعد : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : لا يزال ( 1 ) الناس ( 2 ) بخير ( 3 ) ما عجلوا الإفطار 

 قال محمد : تعجيل الإفطار وصلاة المغرب أفضل من تأخيرهما ( 4 ) وهو قول أبي حنيفةرحمه اللهوالعامة ( 5 ) 

 _________ 

 ( 1 ) لأبي داود من حديث أبي هريرة : لا يزال الدين ظاهرا 

 ( 2 ) أي الصائمون من المسلمين 

 ( 3 ) أي مصحوبين ببركة في متابعة سنة دون موافقة بدعة . وعين في حديث أبي هريرة علة ذلك فقال : لأن اليهود والنصارى يؤخرون ولابن حبان والحاكم من حديث سهل : لا تزال أمتي على سنتي ما لم تنتظر بفطرها النجوم 

 ( 4 ) روى عبد الرزاق وغيره بإسناد صحيح عن عمرو بن ميمون الأودي قال : كان أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم أسرع الناس إفطارا وأبطأهم سحورا ( قال ابن عبد البر : أحاديث تعجيل الإفطار وتأخير السحور صحاح متواترة فتح الباري 4 / 199 ) ( 5 ) قوله : والعامة أي جمهور علماء أهل السنة خلافا للشيعة المبتدعة حيث لم يفطروا حتى تشتبك ( في الأصل : " يشتبك " وهو خطأ ) النجوم / الموطأللامام محمدابن الحسن الشیبانی رحمة الله علیه/ج/۲/ص/۱۸۴/. 

۴۴/مسئله: روژاتی ته روژه مات وربرابرول،خیراوخیرات کول په هروخت کی ډیرغوره کاردی خو:په مبارکه روژه میاشت کی ډیرزیات اجراوعلاحده برکتونه لري په ډیرواحادیثوکی راځي څوک چی روژاتی ته روژه مات ورکړي نودهغه دروژې په اندازه دده ثواب دی دهغه ثواب هم نه کمیږي ،همدارازپه نورواحادیثوکی راغلی دي چی څوک چی له حلال مال څخه روژاتی ته روژه مات ورکړي نودروژې په ټولوساعتونوکی پرداغه روژه مات ورکوونکی باندی دلوی الله پرښتې درودونه،رحمتونه وایئ اوسیدناجبرائیل علیه السلام ورباندی دقدرپه شپه (شب قدر) کی درودونه وایئ اودعاوې ورته کوي : حدثنا هناد حدثنا عبد الرحيم عن عبد الملك بن أبي سليمان عن عطاء عن زيد بن خالد الجهني قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم * من فطر صائما كان له مثل أجره غير أنه لا ينقص من أجر الصائم شيئا قال أبو عيسى هذا حديث حسن صحيح \803\

الترمذي في سننه ج3/ص171 ح807 /:

 حدثنا محمد بن يحيى بن منده الأصبهاني ثنا أبو حفص عمرو بن علي ثنا الفضل بن قرة عن الحسن بن أبي جعفر عن علي بن زيد عن سعيد بن المسيب عن سلمان رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم * من فطر صائما على طعام وشراب من حلال صلت عليه الملائكة في ساعات شهر رمضان وصلى جبريل عليه السلام في ليلة القدر/ الطبراني في معجمه الكبير ج6/ص262 ح6162

۴۵/مسئله: دروژه مات پروخت باندی ډیرې دعاګانې رانقل شوی دي خوډیرې چی ویلې کیږي اومستندې اومختصرې دي دغه دوې دعاګانې دي یادې کړای شي اوروژه ماتوونکی دی دروژه مات پروخت وایئ : عاجزانه سوال کوم چی: ما(ددی رسالې لیکوال) هم پردی وخت باندی مه هیروئ(۱اللهمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ /اتحاف الخیرة المهرة /ج/۳/ص/۱۰۳/. : (۲/ الحمد لله الذي أعانني فصمت و رزقني فأفطرت /. : 3902 – أخبرنا أبو عبد الله الحافظ حدثني علي بن حمشاذ أخبرني يزيد بن الهيثم أن إبراهيم بن أبي الليث حدثهم نا الأشجعي عن سفيان عن حصين بن عبد الرحمن عن رجل عن معاذ قال : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا أفطر قال : الحمد لله الذي أعانني فصمت و رزقني فأفطرت/: شعب الایمان للبیهقی/ج/۳/ص/۴۰۶/.: 2293- وروي من حديث علي بن أبي طالب : يَا عَلِيّ فَإِذَا كُنْتَ صَائِمًا فِي شَهْرِ رَمَضَانَ فَقُلْ بَعْدَ إِفْطَارِكَ : اللهمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ ، يُكْتَبُ لَكَ مِثْلُ مَنْ كَانَ صَائِمًا مِنْ غَيْرِ أَنْ يَنْقُصَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْءٌ / اتحاف الخیرة المهرة/ج/۳/ص/۱۰۳/. 

 

 

                                      هغه عذرونه چی روژه خوړل رواکوي:

۱/سفر:

۴۶/مسئله: که یوڅوک مسافرشی روژه ورته رواده چی ویئ خوري کله چی مقیم شی بیادی قضاءراوړي

۴۷/مسئله: دسفراندازه بایدلږترلږه اته څلویښت میله وی،ډیره که هرڅومره وي پروانه لري خوتردی چی لږه وی نوروژه خوړل ورته نه دی روا

۴۸/مسئله: دګناه سفراودثواب سفرپه دی رخصت کی سره برابردی: مثلایوکس په دینی علم پسې سفرکوي هم روژه ورته رواده چی دسفرپروخت یئ وخوري،اوبل کس العیاذبالله په کومه عیاشی یافحاشی پسې سفرکوي،یاپه سود،یاپه غلاپسې سفرکوي هم ورته روادی چی روژه وخوري همدارازکه څه هم اوس دسهولت سفرونه دی لکه په طیارو،ښوښوموټرونو،کښتیو،اوبتلونو،اورګاډیو،اونوربلاووکی خوبیاهم حکم یئ هغه حکم دی چی روژه خوړل ورته روادي

۴۹/مسئله: که یئ په سفرکی وس کارکاوه اوروژه یئ نیولای شوه،اوویئ نیوله نوډیراجریئ دی،خولمونځ پوره کول مسافرته نه دی رواچی هسی سفرپیل شونورنودده لمونځ دوه رکعته دی:

۵۰/مسئله: که یئ په ډیرغټ مشقت،اوسختۍ سره روژه نیولای شوه اوبیایئ نیوله دسفرله سختیوسره سره یئ پرځان دغه تکلیف هم تیراوه نو: دغه سړی ګنهکاردی،بایدروژه وخوري،بیادی قضاءراوړي ،اوپرځان دی ظلم نه کوي ددی پنځه سره مسائلوحوالې په لاندی ډول دي : قوله ( وللمسافر ) أي سفرا شرعيا وهو الذي تقصر فيه الصلاة ولو لمعصية لأن القبح المجاور لا يعدم المشروعية وأشار باللام إلى أنه مخير بين الصوم والفطر لكن الفطر رخصة والصوم عزيمة فكان أفضل إلا إذا خاف الهلاك فالإفطار واجب كما في البحر/ قوله ( إذ لا يباح له الفطر بإنشائه الخ ) لكن إذا أفطر لا كفارة عليه قاله السيد وقد تقدم/ قوله ( فعدة من أيام أخر ) أي فأفطر فعليه عدة الأيام التي أفطرها من أيام أخر/ قوله ( ولما رويناه ) أي من قوله صلى الله عليه وسلم إن الله وضع عن المسافر الصوم / قوله ( إن لم يضره ) أراد بالضرر الضرر الذي ليس فيه خوف الهلاك لأن ما فيه خوف الهلاك بسبب الصوم فالإفطار في مثله واجب لا أنه أفضل بحر/ قوله ( لقوله تعالى وأن تصوموا خير لكم ) ولأن رمضان أفضل أفضل فكان الأداء أفضل وأما قوله صلى الله عليه وسلم ليس من البر الصيام في السفر فمحمول على مسافر ضره الصوم زيلعي قال في الدرر والخير بمعنى البر لا أفعل تفضيل أي لاقتضائه أن الإفطار فيه خير مع أنه مباح وفيه نظر ذكرته في حاشية الدر / قوله ( وهذا إذا لم تكن عامة رفقته مفطرين ) قيد بالعامة فأفاد أن القليل لو أفطر لا يكون الفطر أفضل / قوله ( فإن كانوا مشتركين ) أي وأفطروا أي وإن لم يكونوا عامتهم وقيد المسئلة في الدر بمشقة إفطاره على رفقته قوله ( أو مفطرين ) أي وإن لم يكونوا مشتركين في النفقة  قوله ( موافقة للجماعة ) عدل إليه عن قول صاحب البحر إذا كانت النفقة مشتركة فالفطر أفضل لما أن ضرر المال كضرر النفس لما قاله في النهر إن التعليل بموافقة الجماعة أولى وأما لزوم ضرر المال بضياعه بصومه فممنوع أفاده في تحفة الأخيار أي لجواز أن يأخذ نصيبه ويبقيه أو يكون سمحا يتجاوز عن نصيبه قوله ( لفوات ) علة لقول المصنف لا يجب  قوله ( قضوا ما قدروا ) ينبغي أن يستثني الأيام المنهية لأنه عاجز عن القضاء فيها شرعا برجندي فلو فاته عشرة أيام فقدر على خمسة أدى فديتها فقط وفائدة لزوم القضاء وجوب الوصية بالإطعام وينفذ ذلك من الثلث بشرط أن لا يكون في التركة دين من ديون العباد حتى لو كان ينفذ ذلك من ثلث الباقي إلا إذا لم يكن له وارث فحينئذ ينفذ من جميع ما بقي ولو أوصى ولم يترك ما لا يستقرض نصف صاع ويعطيه لمسكين ثم يتصدق /حاشیة الطحطاوی علی مراقی الفلاح/ج/۱/ص/۴۵۲/

 

   ۲/مرض:

۵۱/مسئله: که یوکس ډیرناروغ وو،اوحاذق طبیب (ماهرډاکټر) ورته وویل چی :که ته روژه ونیسې نودرباندی دمړکیدلووهم دی ،یاخو:به دی کوم یواندام کارپریږدي،اویاهم ناروغی به دی ډیره سخته شي نو: دغه ناروغ ته رواده چی روژه وخوري،که جوړشوقضاءبه یئ راوړي اوکه همداغسی وونوبیابه فدیه ورکړي

۵۲/مسئله: ناروغ دخپل مرض اندازه په دووڅیزونومعلومولای شي:۱/په خپله تجربه،اویقین:چی که دی روژه ونیسي نو:ناروغی یئ زیاتیږي،یایئ کوم اندام کمزوری کیږي،یاداچی له ورپیښې ناروغۍ څخه به ډیرپه سستی سره جوړیږي:۲/چی کوم ماهر،تجربه لرونکی،مسلمان،عادل،رښتونی ډاکټرورته ووایئ چی: پرتاباندی وهم دی چی :نوربه سخت ناروغ شې یابه دی کوم اندام کارپریږدي : نودغه ناروغ ته روادی چی روژه وخوري :

 ( فَصْلٌ ) هَذَا الْفَصْلُ فِي الْعَوَارِضِ وَهِيَ حَرِيَّةٌ بِالتَّأْخِيرِ/الْأَعْذَارُ الْمُبِيحَةُ لِلْفِطْرِ : الْمَرَضُ .وَالسَّفَرُ ، وَالْحَبَلُ ، وَالرَّضَاعُ إذَا أَضَرَّ بِهَا أَوْ بِوَلَدِهَا ، وَالْكِبَرُ إذَا لَمْ يَقْدِرْ عَلَيْهِ .وَالْعَطَشُ الشَّدِيدُ وَالْجُوعُ كَذَلِكَ إذَا خِيفَ مِنْهُمَا الْهَلَاكُ ، أَوْ نُقْصَانُ الْعَقْلِ ، كَالْأَمَةِ إذَا ضَعُفَتْ عَنْ الْعَمَلِ وَخَشِيَتْ الْهَلَاكَ بِالصَّوْمِ ، وَكَذَا الَّذِي ذَهَبَ بِهِ مُتَوَكِّلُ السُّلْطَانِ إلَى الْعِمَارَةِ فِي الْأَيَّامِ الْحَارَّةِ ، وَالْعَمَلُ الْحَثِيثُ إذَا خُشِيَ الْهَلَاكُ أَوْ نُقْصَانُ الْعَقْلِ .وَقَالُوا : الْغَازِي إذَا كَانَ يَعْلَمُ يَقِينًا أَنَّهُ يُقَاتِلُ الْعَدُوَّ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ وَيَخَافُ الضَّعْفَ إنْ لَمْ يُفْطِرْ ، يُفْطِرُ قَبْلَ الْحَرْبِ مُسَافِرًا كَانَ أَوْ مُقِيمًا .( قَوْلُهُ هُوَ يَعْتَبِرُ خَوْفَ الْهَلَاكِ ) الظَّاهِرُ مِنْ كَلَامِ أَصْحَابِهِمْ أَنَّهُ كَقَوْلِنَا.وَجْهُ قَوْلِنَا أَنَّ قَوْله تَعَالَى { فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ } يُبِيحُ الْفِطْرَ لِكُلِّ مَرِيضٍ ، لَكِنَّ الْقَطْعَ بِأَنَّ شَرْعِيَّةَ الْفِطْرِ لَهُ إنَّمَا هُوَ لِدَفْعِ الْحَرَجِ ، وَتَحَقُّقُ الْحَرَجِ مَنُوطٌ بِزِيَادَةِ الْمَرَضِ أَوْ إبْطَاءِ الْبُرْءِ أَوْ فَسَادِ عُضْوٍ ، ثُمَّ مَعْرِفَةُ ذَلِكَ بِاجْتِهَادِ الْمَرِيضِ ، وَالِاجْتِهَادُ غَيْرُ مُجَرَّدِ الْوَهْمِ ، بَلْ هُوَ غَلَبَةُ الظَّنِّ عَنْ أَمَارَةٍ أَوْ تَجْرِبَةٍ أَوْ بِإِخْبَارِ طَبِيبٍ مُسْلِمٍ غَيْرِ ظَاهِرِ الْفِسْقِ ، وَقِيلَ عَدَالَتُهُ شَرْطٌ/.فتح القدیر/ج/۴/ص/۳۷۷/.

 

۳/جهاد

۵۳/مسئله: مجاهدکه په دی اندیښنه کی ووچی: په جګړه کی به کمزوری شی،اوجنګ پیلیدونکی وو،نوورته رواده چی روژه وخوري: که یئ روژه په خُله وه اوجګړه پیل شوه نوهم ورته رواده چی دغه روژه وخوري ورباندی کفاره نشته یواځي قضاء به هغه وخت راوړي چی فارغ شي

۵۴/مسئله: مجاهدکه مسافروی که مقیم وی دجګړې دسختۍ پروخت روژه ورته خوړل روادی: البته په عادی حالاتوکه مسافرنه وو:روژه دی نیسي

 

۴/حمل:

۵۵/مسئله: که ښځه حامله وه اوپردی باندی ویریدله چی روژه نیول ددې یادهغه ماشوم چی ددې په لړمانه کی دی روغتیاته تاوان کوي ،نوروژه ورته خوړل روادي: دابه هم دماهر،مسلمان،عادل اوتجربه کارډاکټرپه مشوره وي

 

۵/تی ورکول:

۵۶/مسئله: که کومې ښځې دتی ماشوم په غیږدرلود،اوله تی ورکولوپرته بله لاره چاره نه وه:مثلاماشوم ډوډۍ یابل خوراکی شی نه شوای خوړلای اوهمدارازدې ته په پورته صورت کی داثبات په ډول ثابته وه چی :که داروژه ونیسي نوماشوم یاددې روغتیاته خطردی نو:روژه ورته خوړل روادي

 

۶/زوړوالی:

۵۷/مسئله: که څوک دډیرعمروي اوله بدن څخه کمزوری شوی وي اوروژه ورته نیول مشکل وی اوقدرت یئ دروژې دنیولونه وی: روژه دی خوري،،،،،،،،،،،،،،،،اوفدیه دی ورکوي،،،،،،،،،،،

 

۷/سخته تنده یاسخته لوږه:

۵۸/مسئله : که دومره سخته تنده یاسخته لوږه روژاتی ته ورلاحقه شوه چی: دده دهلاکت ورڅخه یقین وو،یاداچی عقل به یئ ورڅخه سلب شی : نوپه دی صورت کی هم روژه ماتول ورته روادي

 

همدغه اووه هغه عذرونه دی چی مسلمان ته روژه خوړل رواکوي،ددی ټولومسائلولپاره دسندپه ډول حواله دفقهې دمعتبرکتاب/فتح القدیردغه توري دي: ( فَصْلٌ ) هَذَا الْفَصْلُ فِي الْعَوَارِضِ وَهِيَ حَرِيَّةٌ بِالتَّأْخِيرِ .الْأَعْذَارُ الْمُبِيحَةُ لِلْفِطْرِ : الْمَرَضُ .َالسَّفَرُ ، وَالْحَبَلُ ، وَالرَّضَاعُ إذَا أَضَرَّ بِهَا أَوْ بِوَلَدِهَا ، وَالْكِبَرُ إذَا لَمْ يَقْدِرْ عَلَيْهِ .وَالْعَطَشُ الشَّدِيدُ وَالْجُوعُ كَذَلِكَ إذَا خِيفَ مِنْهُمَا الْهَلَاكُ ، أَوْ نُقْصَانُ الْعَقْلِ ، كَالْأَمَةِ إذَا ضَعُفَتْ عَنْ الْعَمَلِ وَخَشِيَتْ الْهَلَاكَ بِالصَّوْمِ ، وَكَذَا الَّذِي ذَهَبَ بِهِ مُتَوَكِّلُ السُّلْطَانِ إلَى الْعِمَارَةِ فِي الْأَيَّامِ الْحَارَّةِ ، وَالْعَمَلُ الْحَثِيثُ إذَا خُشِيَ الْهَلَاكُ أَوْ نُقْصَانُ الْعَقْلِ .

وَقَالُوا : الْغَازِي إذَا كَانَ يَعْلَمُ يَقِينًا أَنَّهُ يُقَاتِلُ الْعَدُوَّ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ وَيَخَافُ الضَّعْفَ إنْ لَمْ يُفْطِرْ ، يُفْطِرُ قَبْلَ الْحَرْبِ مُسَافِرًا كَانَ أَوْ مُقِيمًا/.فتح القدیرج/۴/ص/۳۷۷/.

 

                                                                اعتکاف:

۵۹/مسئله:اعتکاف بهترین عبادت ،نبوی سنت اوپه عظیم الشان قرآن باندی ثابت دی: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِأُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآَنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آَيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (187) سورة البقرة/. 

 په احادیثوکی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دروژې آخري لس ورځې اعتکاف کاوه،اوداعمل یئ ترهغه وخته کاوه ترڅوچی: له دنیاڅخه یئ رحلت وفرمایه،له هغه څخه وروسته امهات المؤمنین رضی الله عنهن داسنت ژوندی ساته،اواعتکاف یئ کاوه: عن ابن عمر رضي الله عنهما ، قَالَ : كَانَ رسولُ اللهِصلى الله عليه وسلميَعْتَكِفُ العَشْرَ الأوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ . متفقٌ عَلَيْهِ .

(5)- وعن عائشة رَضِيَ اللهُ عنها : أنَّ النبيَّصلى الله عليه وسلمكَانَ يَعْتَكِفُ العَشْرَ الأوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ ، حَتَّى تَوَفَّاهُ اللهُ تَعَالَى ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ . متفقٌ عَلَيْهِ . أخرجه : البخاري 3/62 (2025) ، ومسلم 3/174 (1171) (1) 

۶۰/مسئله: اعتکاف درې ډوله دی: ۱/واجب اعتکاف :چی پرځان یئ نذرکړي چی: که الله تعالی یئ ورته دغه یاهغه مرادپوره کړي،یافلان کاروشي،یاناروغي جوړه شي،،،،،،،نودی به دومره ورځې اعتکاف کوي: دانونذرشوورباندی واجب دی،چی :هغه کاریئ وشي دی به هم دغه اعتکاف کوي: ۲/سنت اعتکاف: دروژې له شلم څخه وروسته داختردشپې ترماښامه پورې لس ورځې په مسجدکی په خلوت کی تیرول سنت اعتکاف دی: ۳/نفلی اعتکاف: په مسجدکی یوګړی کیناستل،حتی که له یوې دروازې څخه داخل شی له بلې څخه وزي اوپه دی مینځ کی دنفل اعتکاف نیت وکړي هم اعتکاف ګڼل کیږي،دایوه شیبه هم کیدلای شی اوددی اعتکاف لپاره کوم شرائط هم نشته،البته اجرددی اعتکاف هم شته: وفي الِاخْتِيَارِ وهو من أَشْرَفِ الْأَعْمَالِ إذَا كان عن إخْلَاصٍ  قَوْلُهُ ( سُنَّ لَبْثٌ في مَسْجِدٍ بِصَوْمٍ وَنِيَّةٍ ) أَيْ وَنِيَّةِ اللُّبْثِ الذي هو الِاعْتِكَافُ  وقد أَشَارَ الْمُصَنِّفُ إلَى صِفَتِهِ وَرُكْنِهِ وَشَرَائِطِهِ أَمَّا الْأَوَّلُ فَهُوَ السُّنِّيَّةُ وَهَكَذَا في كَثِيرٍ من الْكُتُبِ وفي الْقُدُورِيِّ الِاعْتِكَافُ مُسْتَحَبٌّ وَصَحَّحَ في الْهِدَايَةِ أَنَّهُ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ وَذَكَرَ الشَّارِحُ أَنَّ الْحَقَّ انْقِسَامُهُ إلَى ثَلَاثَةِ أَقْسَامٍ وَاجِبٍ وهو الْمَنْذُورُ وَسُنَّةٍ وهو في الْعَشْرِ الْأَخِيرِ من رَمَضَانَ وَمُسْتَحَبٍّ وهو في غَيْرِهِ من الْأَزْمِنَةِ  وَتَبِعَهُ الْمُحَقِّقُ في فَتْحِ الْقَدِيرِ وَالْأَظْهَرُ أَنَّهُ سُنَّةٌ في الْأَصْلِ كما اقْتَصَرَ عليه في الْمَتْنِ تَبَعًا لِمَا صَرَّحَ به في الْبَدَائِعِ وَهِيَ مُؤَكَّدَةٌ وَغَيْرُ مُؤَكَّدَةٍ 

 وَأَطْلَقَ عليها الِاسْتِحْبَابَ لِأَنَّهَا بِمَعْنَاهُ وَأَمَّا الْوَاجِبُ فَهُوَ بِعَارِضِ النَّذْرِ وفي الْبَدَائِعِ إنه يَجِبُ بِالشُّرُوعِ أَيْضًا/. البحرالرائق/ج/۲/ص/۳۲۲/. 

۶۱/مسئله: هراعتکاف په نیت کولواوپیل کولوسره پرسړی لازمیږي،دروژې دآخرنیولسوورځواعتکاف که یئ پیل بیایئ بیرته فاسدکړنو:هم قضاءورباندی لازمه ده

۶۲/مسئله: چیرته چی پنځه وخته لمونځ په جماعت سره کیږي په هغه مسجدکی اعتکاف هم صحیح کیږي

۶۳/مسئله: معتکف به له شرعی ضرورت ( لکه دجمعې لمونځ،چی نژدې جامع جومات وی هغه ته دی ورځي ، ) څخه پرته یاله طبیعی ضرورت ( لکه داودس مات،اودس تازه کولو،ضروری غسل کولو،لپاره وتلڅخه پرته هسی خوشی چټي نه راوزي،اونه به هم ګرزي،اونه به جنازې ته ځي،نه به دناروغ پوښتنې ته ورځي،نه به دبدن سړولولپاره غسل کولوته راوزي،اونه به نورپالتوګرزیدل راګرزیدل کوي

۶۴/مسئله: ذکر،دقرآنکریم تلاوت،اولمونځ ډیرکول په اعتکاف کی غوره اعمال دی،داسی خو:مطالعه هم کولای شی اوهمدارازنورښه اعمال

۶۵/مسئله: پرمعتکف باندی جماع،ښځه مچول،ورسره بازۍ کول،مسه کول حرام دي: اوپټه خُله کیناستل مکروه دی ،بایدکوم ښه ذکرجاری وساتي: وهو اللبث في المسجد مع الصوم ونية الاعتكاف ويحرم على المعتكف : الوط واللمس والقبلة ولا يخرج من المسجد إلا لحاجة الإنسان أو الجمعة ولا بأس بأن يبيع ويبتاع في المسجد من غير أن يحضر السلع  ولا يتكام إلا بخير ويكره له الصمت فإن جامع المعتكف ليلا أو نهارا بطل اعتكافه ومن أوجب على نفسه اعتكاف أيام لزمه اعتكافها بلياليها وكانت متتابعة وإن لم يشترط التتابع/.الفقه الحنفی/باب الاعتکاف/ج/۱/ص/۱۲۸/. 

۶۶/مسئله: ښځه هم کولای شی دخپل خاوندپه اجازه اومرییئ یامینځه دخپل بادارپه اجازه اعتکاف وکړي:ښځې دی دکورپه کومه بیغمه خونه کی یاپه هغه ځای کی داعتکاف لپاره کیني چیرته چی لمونځ کوي : ، ثُمَّ الِاعْتِكَافُ لَا يَصِحُّ إلَّا فِي مَسْجِدِ الْجَمَاعَةِ لِقَوْلِ حُذَيْفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ " لَا اعْتِكَافَ إلَّا فِي مَسْجِدِ جَمَاعَةٍ " وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ : أَنَّهُ لَا يَصِحُّ إلَّا فِي مَسْجِدٍ يُصَلَّى فِيهِ الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ ، لِأَنَّهُ عِبَادَةُ انْتِظَارِ الصَّلَاةِ فَيَخْتَصُّ بِمَكَانٍ تُؤَدَّى فِيهِ ، أَمَّا الْمَرْأَةُ فَتَعْتَكِفُ فِي مَسْجِدِ بَيْتِهَا لِأَنَّهُ هُوَ الْمَوْضِعُ لِصَلَاتِهَا فَيَتَحَقَّقُ انْتِظَارُهَا فِيهِ /العنایه شرح الهدایه/ج/۳/ص/۳۶۶/. 

                      

                                                                                   تراویح:

۶۷/مسئله: په روژه مبارکه کی هره شپه دماخوستن له لمانځه څخه وروسته شل رکعتونه تراویح موکدسنت دی،له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داشل رکعتونه ثابت دی اودصحابه کراموپردی باندی اتفاق ،دڅلورومذهبونودامامانوپردی باندی عمل اودټول اسلامی امت اجماع اومتواترتعامل دی : ( على ذلك ) يرجع إلى ما ذكره بقوله لا بأس إلى آخره فليس غرضه الإجماع على المباشرة بل الإجماع على أنه لا بأس بذلك وعلى أنه حسن وبالجملة المواظبة التشريعية ثابتة من الصحابة فمن بعدهم على حسن أداء التراويح عشرين ركعة بالجماعة ( قال الكساني : إن عمر رضي الله عنه جمع أصحاب رسول الله صلى الله عليه و سلم في شهر رمضان على أبي بن كعب فصلى بهم كل ليلة عشرين ركعة ولم ينكر عليه أحد فيكون إجماعا منهم على ذلك . اهـ . وفي المغني 1 / 803 : وهذا كالإجماع ) /الموطأللامام محمدابن الحسن الشیبانی/ج/۱/۳۵۵/: 7774- حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ ، قَالَ : أَخْبَرَنَا إبْرَاهِيمُ بْنُ عُثْمَانَ ، عَنِ الْحَكَمِ ، عَنْ مِقْسَمٍ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُصَلِّي فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَالْوِتْرَ/المصنف للامام ابن ابی شیبة رحمة الله علیه/ج/۲/ص/۳۹۴/.   

۶۸/مسئله: په تراویحوکی یووارعظیم الشان قران ختمول سنت دی

۶۹/مسئله: که له چاڅخه فرض لمونځ په جماعت تیرشونودغه کس هم تراویح په جماعت سره اداکولای شی ،اوکه تراویح ټولې ورڅخه تیرې شوې نودغه کس وترپه جماعت سره نه شی اداءکولای: احسن المسائل/ص/۱۶/.

۷۰/مسئله: ښځې دی هم خپلې تراویح کوي،البته په جلاجلاتوګه دی ادأکوي

                           

                                       دقدرشپه ( شب قدر): 

۷۰/مسئله: دقدرشپه دعظیم الشان قران په حواله ترزرومیاشتو( ۱۰۰۰) بهتره ده: په دی شپه کی هرعبادت ډیرزیات اجرلري،چی اجرونه یئ ترانسانی عقل لوړدي اویواځي لوی الله ته معلوم دي چي: په دی شپه دعبادت کوونکی به څومره درجې وي: ددی شپې په فضیلت کی یوبشپړسورت په عظیم الشان کتاب کی رانازل شوی اونومول شوی دی:

 

 سورة القدر

بسم الله الرحمن الرحيم

إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (1) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (2) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (3) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (4) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (5)/سورة القدر/. 

۷۱/مسئله: دلیلة القدرلپاره ډیرزیارایستل پکاردی ځکه چی له شک پرته هره دعاورکی قبلیږي خوادنی خبره داده چی مسلمان بایددومره خووکړي چی: دماخوستن اودسهارلمونځونه په جماعت سره اداءکړي نوګواکی دلیلة القدرله فضیلت څخه یومخ بې برخې نه شو،بلکه ښه غوښنه ونډه یئ لاس ته راوړه: 22811- من صلى ليلة القدر العشاء والفجر فى جماعة فقد أخذ من ليلة القدر بالنصيب الوافر (الخطيب عن أنس)أخرجه الخطيب (5/330).وأخرجه أيضًا : ابن عدى (4/83 ، ترجمة 931 صلت بن الحجاج) ./جامع الاحادیث/للامام السیوطی/ج/۲۱/ص/۲۳/. 

۷۲/مسئله: دلیلة القدرپه شپه که څوک په عبادت،اوقیام اللیل کی مصروف وي ټول هغه ګناهونه یئ چی کړی یئ دي ورته بخښل کیږي:دلیلة القدرپه شپه کوم ځانګړی عمل نه دی ثابت نو:څوک چی هرښه عمل یادعاءکولای شي کوي دي خوبدعات دی نه کويپه دی مورداودشوقدردشپې په فضیلت کی بیخې په سلګونواحادیث راغلي دی،دیوڅوحوالې دادي: 23295- من قام ليلة القدر إيمانًا واحتسابًا غفر له ما تقدم من ذنبه (أحمد ، والبخارى ، وأبو داود ، والترمذى ، والنسائى ، وابن حبان عن أبى هريرة . النسائى عن عائشة)أخرجه أحمد (2/347 ، رقم 8559) ، والبخارى (2/672 ، رقم 1802) ، وأبو داود (2/49 ، رقم 1372) ، والترمذى (3/67 ، رقم 683) وقال : غريب . والنسائى (8/118 ، رقم 5027) ، وابن حبان (8/437 ، رقم 3682) . وأخرجه أيضًا : مسلم (1/523 ، رقم 760) ، والبيهقى (4/306 ، رقم 8306) .حديث عائشة : أخرجه النسائى (4/155 ، رقم 2193) (۲۳۲۹۶) من قام ليلتى العيدين محتسبًا لله لم يمت قلبه يوم تموت القلوب (ابن ماجه عن أبى أمامة)/جامع الاحادیث/للامام السیوطی/ج/۲۱/ص/۱۹۸/. 

۷۳/مسئله: دشوقدرشپه په ټوله روژه کی لټول پکاردی،خوپه خاصه توګه له شلوڅخه وروسته،اوپه ځانګړی ډول په هغوی کی هم پر/۲۱/۲۳/۲۵/۲۷/۲۹/قمری تاریخ باندی یئ ډیراحتمال شته: 3226 –  أُرِيْتُ ليلةَ القدرِ فأنسيتُها فاطلبوها فى العشرِ الأواخر وهى ليلةُ ريحٍ ومطرٍ ورعدٍ (الطبرانى عن جابر بن سمرة)أخرجه الطبرانى (2/231 ، رقم 1962) . وأخرجه أيضًا : أحمد (5/98 ، رقم 20968) . قال الهيثمى (3/175) : رجال أحمد رجال الصحيح/. جامع الاحادیث/ج/۴/ص/۳۰۲/. 

                                                سرسایه:

۷۴/مسئله:دروژې پراختتام دروژې دنیولودشکرانې په ډول سرسایه ( صدقة الفطر) پرهرمسلمان،نراوښځه،لوی اوکم،روغ اولیونی ،آزاداومرییي ټولوباندی واجب ده: پلاریئ بایددخپل نابالغ اولادله طرفه څخه هم اداءکړي،همدارازدخپلومرییانوله طرفه یئ هم بایداداءکړي اوهمدارازدخپل لیونی له خوایئ هم ورکړي: البته که دماشوم خپل شخصی کوم مال وونودهغه له مال څخه ورکول یئ بهتردی: البحرالرائق /ج/۲/ص/۲۷۰/. 

۷۵/مسئله: سرسایه پاوکم دوه سیره( پاوکم دوې کیلو) غنم،یااوړه،یاددی قیمت پرهرنفرورکول واجب ده: باب صدقة الفطر  * 

 محمد عن يعقوب عن ابي حنيفة ( رضي الله عنهم ) في صدقة الفطر قال فيه نصف صاع من بر او دقيق او سويق او زبيب او صاع من تمر او صاع من شعير وقال أبو يوسف ومحمد ( رحمهما الله ) الزبيب بمنزلة الشعير وروى الحسن بن زياد ( رحمه الله ) في المجرد عن ابي حنيفة رضي الله عنه انه قال صاع من زبيب مثل قولهما./الجامع الصغیرللامام الجلیل محمدابن الحسن الشیبانی رضی الله عنه/ج/۱/ص/۱۳۶/. 

۷۶/مسئله: سرسایه دروژې میاشتې ترراتلوله مخه ورکول هم صحیح دی،دروژې په میاشت کی هم صحیح دی،خوداخترترلمانځه بایدوروسته نکړای شي: يَجُوزُ تَعْجِيلُهَا بَعْدَ دُخُولِ شَهْرِ رَمَضَانَ لَا قَبْلَهُ فَإِنَّهَا صَدَقَةُ الْفِطْرِ وَلَا فِطْرَ قَبْلَ الشُّرُوعِ فِي الصَّوْمِ .وَقَالَ نُوحُ بْنُ أَبِي مَرْيَمَ : يَجُوزُ تَعْجِيلُهَا فِي النِّصْفِ الْأَخِيرِ مِنْ رَمَضَانَ لِأَنَّ بِمُضِيِّ النِّصْفِ قَرُبَ الْفِطْرُ الْخَاصُّ فَأَخَذَ حُكْمَهُ ، وَمِنْهُمْ مَنْ قَالَ : فِي الْعَشْرِ الْأَخِيرِ مِنْ رَمَضَانَ ، وَوَجْهُ الصِّحَّةِ مَا ذَكَرَهُ فِي الْكِتَابِ بِقَوْلِهِ : لِأَنَّهُ أَدَّى بَعْدَ تَقَرُّرِ السَّبَبِ فَأَشْبَهَ التَّعْجِيلَ فِي الزَّكَاةِ .

وَعَنْ هَذَا قَالَ فِي الْخُلَاصَةِ : لَوْ أَدَّى عَنْ عَشْرِ سِنِينَ أَوْ أَكْثَرَ جَازَ .

وَقَوْلُهُ ( وَإِنْ أَخَّرُوهَا عَنْ يَوْمِ الْفِطْرِ لَمْ تَسْقُطْ ) يَعْنِي وَإِنْ طَالَتْ الْمُدَّةُ ( وَكَانَ عَلَيْهِمْ إخْرَاجُهَا ) وَقَالَ الْحَسَنُ : تَسْقُطُ بِمُضِيِّ يَوْمِ الْفِطْرِ لِأَنَّهَا قُرْبَةٌ اُخْتُصَّتْ بِيَوْمِ الْعِيدِ فَكَانَتْ كَالْأُضْحِيَّةِ تَسْقُطُ بِمُضِيِّ أَيَّامِ النَّحْرِ ، وَلَنَا مَا ذَكَرَهُ أَنَّ وَجْهَ الْقُرْبَةِ فِيهَا مَعْقُولٌ لِأَنَّهَا صَدَقَةٌ مَالِيَّةٌ وَهِيَ قُرْبَةٌ مَشْرُوعَةٌ فِي كُلِّ وَقْتٍ لِدَفْعِ حَاجَةِ الْفُقَرَاءِ وَلِلْإِغْنَاءِ عَنْ الْمَسْأَلَةِ ( فَلَا يَتَقَدَّرُ وَقْتُ الْأَدَاءِ فِيهَا ) بَلْ يَجُوزُ أَنْ يَتَعَدَّى إلَى غَيْرِهِ فَلَا تَسْقُطُ بَعْدَ الْوُجُوبِ إلَّا بِالْأَدَاءِ كَالزَّكَاةِ/.العنایة شرح الهدایة/ج/۳/ص/۲۴۹/. 

۷۷/مسئله: سرسایه پرهغه چاواجب ده چی :دنصاب مالک وي،نصاب یئ دزکات نصاب دی،اوهمدارازسرسایه هغه چاته ورکول روادی چاته چی :زکات ورکول رواوي: وجب عليه صدقة الفطر في ماله كما تجب الزكاة فاذا لم يكن له مال فقد وضع الله تعالى عنه زكاة المال وصدقة الفطر لانها انما تجب في المال على من تجب عليه الزكاة/.الحجة/ج/۱/ص/۵۳۰/: ( ولا يبعث الإمام على صدقة الفطر ساعيا ) لأنه عليه الصلاة والسلام لم يفعله/ بدائع ( وصدقة الفطر كالزكاة في المصارف ) وفي كل حال ( إلا في ) جواز ( الدفع إلى الذمي ) وعدم سقوطها بهلاك المال وقد مر ( ولو دفع صدقة فطره إلى زوجة عبده جاز ) وإن كانت نفقتها عليه عمدة الفتاوى للشهيد خاتمة واجبات الإسلام سبعة الفطرة ونفقة ذي رحم ووتر وأضحية وعمرة وخدمة أبويه والمرأة لزوجها ( حدادي /.الدرالختار/ج/۲/ص/۳۶۹/.  

 

                                                                       داخترلمونځ:

۷۸/مسئله:داختردلمانځه لپاره دعیدګاه پرلاره باندی په تلوتلوکی بایدتکبیرونه وویل شي، ترڅوچی دلمانځه ځای ته رسیږي :داخترلمونځ دوه رکعتونه دی،واجب دي،په جماعت سره اداءکیږي،نورترتیب یئ آسان دی فقط نابلده ورکی داځای دی چی: په شپږوزیاتوتکبیرونوسره اداءکیږي چی په هغوتکبیرونوکی لاسونه هم غوږونوته پورته کیږي بیرته ایله کیږي،لومړی نیت په دی ډول کیږي: نیت کوم داختردلمانځه له شپږوزائدوتکبیرونوسره ددی امام په اقتداء،مخ پربیت الله شریف: الله اکبر: داخوتکبیرتحریمه دی،لاس به ترنامه لاندی ونیسي،بیابه سبحانک اللهم،،،،،،ووایئ،بیابه تکبیرووایئ،لاسونه به غوږونوته ورسوي بیرته به یئ ایله کړی،بیابه تکبیرووایئ،بیابه لاسونه غوږونوته یوسی بیابه یئ ایله کړي بیابه دریم ځل الله اکبرووایئ لاسونه به غوږونوته یوسي بیابه یئ ترنامه لاندی ونیسي،نوررکعت لکه نورلمونځونه داسی اداءکیږي،په دوهم رکعت کی دغه درې زائدتکبیرونه له قرائت څخه وروسته ویل کیږي لاس ایله کیږي پرڅلورم تکبیرلاس پرځنګنونونیول کیږي اورکوع کیږي.نورورپسې التحیات دنورولمونځونوپه ډول دي :السلام علیکم ورحمة الله. سلام به  دواړوخواووته وګرزوي.له دی څخه دستی وروسته امام منبرته خیژي خطبه وایئ

۷۹/مسئله: له سلام څخه وروسته امام دوې خطبې وایئ چی اوریدل یئ ضروری دی خلګ دی په پټه خُله واوري،له هغه وروسته دبیرته ستنیدلوپرلاره باندی هم تکبیرونه ویل ښه عمل دی:

۸۰/مسئله: داخترپه ورځوکی ډیرپام کول ضروری دی ځکه چی دشیطان دومره غټي لاسته راوړنې،ثوابونه،نیک کارونه اوغوره اعمال پرخپلودښمنانو(مسلمانانو) باندی نه لوریږي نو:په هره حیله اوچل ول کوشش کوي چی :مسلمان بې لارې کړي،یایئ په جنګ جګړواخته کړي،یایئ په کبراوغرورکی مست کړي،یایئ په ناروامیلو،اتڼونو،ډول وډمامواخته کړي،یایئ په نوروفاحشواونالائقه کارونوکی لتاړکړي،ترڅوثوابونه یئ هم له لاسه ووزي اوژوندیئ ورته بیخونده شي.نوداختردخوشالیواونورونارواکارونو سره توپیرکول پکاردي،ترڅولوی رب هم راضی وي اوژوندانه ته موهم خیروی

نورنو: درته دزړه له کومي داخترمبارکي وایم،لوی الله موروژې قبولې،اواختربختورکړه،دسولې،ورورولۍ،سوکالۍ،اوآرامۍ په فضاءکی درته عزتمن ژوندغواړم: ددُعاووپه هیله

                                     مفتی ابوحماد/۲۲/شعبان المعظم/۱۴۳۴/هـ ق

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …