کور / مقالې / نه یې منو ، نه یې منو

نه یې منو ، نه یې منو

دې دریو کلمو ته هسې مه ګورئ ځکه چې ښکاري خو دا درې کلمې خو په دې کې یو ډیر ستر مفهوم پروت دی .د نه یې منو کلمې یوه ستره اغیزه لري او په روزمره ژوند کې به مو ډیره اوریدلي وي لکه پارلمان ، مظاهرو او ځینو رسمي او کلیوالو ناستو کې . که سړی هر څومره خوشاله او ورین تندي باندي یو ځای ته لاړشي او دخپل وړاندیز مقابل کې د دې دریو کلمو سره مخامخ شي نو په د تندي په وچه دشته یې د خولو څاڅکي بحر جوړوي او حیران او پریشان ودریږي.

ویل کیږي چې تیرکال زمونږه پارلمان ته وزیر باتدبیر کلنئ بودیجه د تصویب لپاره وړاندې کړه ، تشریحات یې په جزیاتو سره ورکړل خو یو دم په پارلمان کې چیغې شروع شوې چې نه یې منو ، نه یې منو دا بودیجه سمه نده سنجش شوې او په دې باندې دې یو ځل بیا کتنه وشي ، د پارلمان د همدغو استازو د جملې څخه د یو نه یې کوم مهربان پوښتنه کړې وه چې جناب وکیل صیب دې بودیجه کې څه ستونزه وه چې تاسو دومره په هیجاني شکل سره چیغې کړې چې نه یې منو او نه یې منو ، وکیل صیب باتدبیر ورته ځواب ورکړی و چې وروره خبر نه یم خو انډیوال مې راته وویل چې ووایه نه یې منو نو ما هم ورسره چیغې کړې چې نه یې منو ، اوس نه پوهیږو چې هغه انډیوال یې د احساس د ټکانونو نه مجبوره و او د تش جیب د تشویشونو نه .

عرش شوی دی چې په کومه مظاهره کې ټولو چیغې وهلې چې نه یې منو او نه یې منو او په ډیر جم و جوش او هیجاني حالت کې خلکو قرار درلوده ، یو ژورنالیست صیب د هغې لارې نه تیریده نو یو دم حیران شو چې دا خلک څه نه مني ، راغی د مظاهرې ګډونوالو کې داخل شو او یو ماشوم نه چې چیغې یې وهلې چې نه یې منو ، نه یې منو ترې پوښتنه وکړه چې بچیه دا مظاهره د څه حق کې ده او څه نه منئ ، ماشوم ځواب ورکړ کاکاجانه زه هم نه پوهیږم خو هغه مخکې خلک چیغې وهي چې نه یې منو نه یې منو نو مونږ هم ورسره غږ غبرګوو چې نه یې منو  او نه يې منو نور ترې خبر نه یم چې هغه مخکې خلک څه نه مني.

څو کاله مخکې د پاکستان یو تلویزوني چینل ته ناست و چې یو اشنا پکې د کالا باغ ډیم باره کې پوښتنو ته ځواب ویلې او ددولت د موقف څخه یې دفاع کوله ، یو کس ورته تیلیفون وکړ چې په اغلب ګومان سره د پاکستان د عوامي نیشنل پارټي د حمایت کونکو د ډلې څخه وو چې په هیڅ صورت مونږه کالاباغ ډېم نه منو او دې کې صوبه سرحد ته ډیر تاوان دی ، تلویزون کې ناست کس ترینه پوښتنه وکړه چې وروره ته پوهیږې چې کالاباغ ډیم کومې سیمې لاندې کوي ، د کومو نقطو څخه تیریږي او څومره ځای نیسي ، د تیلیفون په لیکه کس ورته وویل چې نه صیب خبر نه یم خو زمونږه مشران وایي چې دا ډېم سرحد ته تاوان رسوي نو ځکه یې زه هم نه منم نور خبر نه یم او زما یې کار هم ورسره څه چې له کومه ځایه تیریږي خو بس نه یې منو.

دامریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو په ورځو کې یو منقول شخص په تلویزون باندې د یو میز شاته ناست وو او په ډیرو جدي کلمو سره یې دا خبره کوله چې دا ټړون مونږه نه منو ، دې کې د افغانستان شان ته تاوان رسیږي ، ژورنالیست صیب ترې پوښتنه وکړه چې که د تړون په جزیاتو لږ نظر واچوئ ترڅو لیدونکي پوه شي چې کومو نقطو کې دا زمونږه ملي ګټو سره په خطر کې واقع کیږي نو په سړي باندې یو دم خوله راغله او خبرې یې تاو راتاو کړې ، ګډوډ شو او اخر کې یې یو ځل بیا وویل چې ګورئ دا تړون سراسر زمونږه په تاوان دی او افغان ملت دا هیڅکله هم نه مني او نه یې مونږ منو .

بنده هذا په ډیره عاجزه ژبه دا عرض کوي چې که د یو موضوع د منلو او نه منلو خبره وي نو اقلا دومره زحمت بامشقت خو سړی وباسي چې د موضوع په جزیاتو باندې ځان پوه کړي او بیا تصمیم ونیسي چې منو یې او که نه یې منو او داسې خوند نه کوي چې څوک درته ووايي چې غوږ دې پیشو ویووړ او مونږ پیشو پسې مخکې له دې چې خپل غوږ وګورو منډې کړو .

لیکوال : تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …