کور / افغانستان او نړۍ / د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري يوه ورځنۍ غونډه وسوه

د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري يوه ورځنۍ غونډه وسوه

 

په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري د دغې ټولنې د دوې مياشتنۍ مجلې"لمبې" د لس کلن جشن په ملتيا د درانه DSCF3899"وياړ" افغان تاريخ پوه "استاد احمدعلي کهزاد" د ياد غونډې په پلمه يوه ورځنۍ غونډه وسوه، په دغه غونډه كې له ټولې پښتني سيمې څخه شاعرانو، ليكوالانو، سياسي مشرانو، د قلم خاوندانو، مينه والو او ولسي وګړو ګډون وكړى.

د غونډې په پيل كې د علومو اكاډمۍ، سيمه ييزو مطالعاتو مركز، خوشال ادبي يون كوټه، استاد عبدالله بختاني خدمتګار ترڅنګ د ډېرى نورو شخصياتو او ټولنو له لوري د نوموړې غونډې په اړه رااستول سوي پيغامونه واورول سول.

په غونډه كې د استاد احمد علي كهزاد پر [اثارو] او د هغه د [لرغون پېژندنې] او پر [مسكوكاتو پېژندنه] د [لوى استاد عبدالحى حبيبي او استاد كهزاد سره ورته والي] باندې له كابل څخه د رالېږل سويو مقالو چې د درنو پوهانو اكاډمېسين سلېمان لايق، څېړندوى حبيب الله رفيع، څېړوندوى محمدنبي صلاحي، اغلې فايقې او ظاهر شكېب له خوا رااستول سوې وې د نوموړو مقالو د اورولو په ملتيا پوهانو خپلې ليكلې مقالې وړاندې كړې، د وړاندې سويو مقالو په څنګ كې له هشنغر څخه راغلي مېلمه ليكوال حيات روغاني لمبه و ارزوله او د لمبې د لس كلنې دورې منځ پانګه يې وستايله.

دغه غونډه چې په دوو برخو ويشل سوې وه او په لومړۍ برخه كې يې مقالې او د سياسي مشرانو ترڅنګ ليكوالانو ويناوې هم وكړې، چې د احمدعلي كهزاد په هر اړخيز ژوند او فن باندې يې رڼا واچوله.

خو په دوهمه برخه يې كې په زړه پوري پښتو مشاعره وسوه، شاعرانو په خپلو شعرونو كې د پښتنو د يووالي او ښه راتلونكي له پاره خپل په زړه پوري شعرونه ولوستل.

په دغه غونډه كې د دغې ټولنې له لوري دوو شخصياتو مولانا واصل واسطي ته د لمبه غوره ليكوال جايزه وركړى سوه او د دې ترڅنګ د غورځنګ علمي جايزه د استاد كهزاد په نامه كړې چې له كنړ څخه راغلي شمس جلال تر لاسه كړه، چې DSC00499وروسته به دا جايزه په علومو اكاډمۍ كابل كې د استاد كهزاد ارشف ته ورسېږي.

په غونډه كې وينا والو لمبه مجله هم وستايله او ويې وويل چې دغه مجله په ډېرو باريكو حالاتو كې خپلې يو پنځوس ګڼې تر پښتون ولسه پوري رسولې چې: پر دې زيار باندې پښتو ادبي غورځنګ د ډېرې ستاينې او مباركۍ وړ دى، چې: موږ د خپل ملاتړ په څنګ كې د هر ډول مرستې ژمنه ورسره كوو او مباركي وركوو.

په دغه غونډه كې د دغې ټولنې له لوري د غونډې په ګډون والو كې تازه چاپ سوي كتابونه او نوې لمبه مجله هم ووېشل سول، چې د دې غونډې په وياړ تر چاپه رسېدلي وو،

دغه غوڼده چې سهار په لس بجې پيل سوې وه ماښام ناوخته پاى ته ورسېده چې ګډون والو يې د پښتو او پښتنو د ښه سباوون له پاره ډېرې په زړه پوري هيلې له ځانه سره يووړې.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …