کور / څېره / ټیټ مي مه بوله غورځنګ راباندي‌مه کړه

ټیټ مي مه بوله غورځنګ راباندي‌مه کړه

زمونږ ګران هېواد افغانستان د خپل اوږد او زرين تاريخ په هره پاڼه كې داسې افسانې لري، چې په لوستو او لېدو سره يې سړى حيران پاتې شي. د دې هېواد هر بچى پر خپلو خلكو، خاورې او دين مين دى. د دوي ميړانه او سرښندنې له هيچا هم پټې نه دي او تاريخ پرې هر وخت قضاوت كړى. پر خپل هېواد، خلكو او دين مينو څخه يو هم وتلی جهادی څیره ديني عالم شيخ الحديث الحاج مولوي محمد مير طلم دى. مولوى صاحب مير طلم د لوګر ولايت د بركي برك ولسوالۍ د ميرغلام په دینداره كورنۍ كې نړۍ ته سترګې رڼې كړي دي، دى د ستانكزيو له ستر قوم سره تړاو لري

ده خپلې ديني زدكړې په لوګر، ميدان وردګ او بغلان ولايتونو كې سرته رسولي، د سردار محمد داوود خان له شهادت وروسته چې كله كمونستي رژيم را منځته شو، د نورو ميليونونو هېوادوالو تر څنګ مولوي صيب هم جهاد ته مخه كړه. د نوموړي پر مشرۍ مجاهدينو د شمال په كچه د كمونستي رژيم پر وړاندې د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ كې چې هغه مهال علاقه داري وه،  لومړنى او بريالى بريد پلان كړ. تر يوې ورځې سختې جګړې وروسته دهنه غوري ولسوالۍ د مجاهدينو له خوا ونيول شوه.

 په هېواد مين ديني عالم مولوي مير طلم له دغه بريالي بريد وروسته د كمونستي رژيم تر تعقيب لاندې راغى. د كمونستي رژيم له تعقيب سره سم دى اړ شو چې خپل پلرني ټاټوبي لوګر ته ستون شي، په لوګر كې يې له يوې مودې تم كېدنې وروسته د پاكستان پر لور هجرت وكړ او د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جبهه نجات اسلامي تنظيم كې شامل شو. مولوي صيب په ورته وخت كې د دې تنظيم د مشر سلاكار او د لوګر د ولايتي امير په توګه وټاكل شو.

لوګر ته يې د وسلو او مهماتو په ليږدولو سره د كمونستي رژيم پر وړاندې جهاد پيل كړ، او خپل مشر زوى مولوي عبدالحكيم يې د پوځي مرستيال په توګه وټاكه.  د مولوي صيب تر امر لاندې مجاهدينو په سيمه كې دښمن ته درانه زيانونه واړول او په لږ وخت كې يې نوم د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېد. ده به خپل تر امر لاندې مجاهدين تقوا، خلكو سره په ښه سلوك او عبادت ته را بلل او تر څنګ يې نورو ته د خپل تر لاسه كړي علم په رڼا كې ديني درسونه وركول. مولوی صیب محمد میرطلم  یو له هغو وتلو جهادی څیرو څخه ده چی د هیواد په کورنیو جګړو کی  یی برخه نه درلوده

د مولوي صيب د جهاد او نورو ته د زدكړو بهير همداسې روان و او په دې لار كې يې هڅو ډيرې ښې پايلې درلودې. مولوي صيب د لوګر د څرخ ولسوالۍ په اړوندو كې  د پخواني شوروي له لاسپوڅو سره په يوې مخامخ جګړه كې خپل ښى لاس  قربان كړ، هغه كه څه هم  له هېواده د ساتنې په لار كې خپل ښى لاس قربان كړ، خو جهاد ته يې انګيزه  مړه نه شوه، بلكې نوره هم ژوندى شوه. د ده په اړه  د شاعر دا شعر ښه صدق كوي چې وايې:

ټيټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه كړه       زه په دې افتادګي كې لوى ګړنګ يم.

د كمونستي لاسپوڅي رژيم پر وړاندې د مولوي صيب مبارزه روانه وه او په همدې لړ كې يې خپل مشر زوى مولوي عبدالحكيم قرباني كړ. د مولوي  عبدالحكيم شهادت مولوي صيب مير طلم ته لوى ګوزار و، خو نوموړي بيا هم له وسلوالې مقدسې مبارزې لاس وانخيست. مولوي صيب مير طلم تر هغو پورې خپله مبارزه روانه وساتله څو پورې چې كمونستي رژيم په ګونډو شو. 

د مجاهدينو په واكمني كې د ټولو جهادي تنظيمونو په هوكړې سره مولوي صيب مير طلم د والي د مرستيال په توګه وټاكل شو، خو د مجاهدينو تر منځ د نظر اختلافاتو ته په پام ده پريكړه وكړه چې خپله ور سپارل شوې دنده تر سره نه كړي. د ډاكټر نجيب تر مشرۍ لاندې د كمونستي رژيم له پرځېدو وروسته مولوي صيب په افغانستان كې جهاد ختم اعلان كړ او د خپلې كورنۍ ټولو غړو، خپلو لاس لاندی مجاهدینودوستانو او نورو سره يې چې پيژندګلوي درلوده، ده سپارښتنه وكړه چې د بيت المال څخه شخصي استفادې ونه كړي.

ډيرو مجاهدينو همدا لار تعقيب كړه او د هېواد په بيلابيلو سيمو كې خلكو او د مجاهدينو كورنيو داسې انګيرله چې جهاد نور ختم شوى او افغانانو تر زياتو قربانيو وروسته كمونستي رژيم نسكور كړ.

 له بده مرغه مجاهدين د سيمې او نړۍ د هېوادونو د استخباراتي معاملو قرباني شول او ونه توانېدل چې د افغانستان د  خلكو له هيلو سره سم اسلامي دولت جوړ كړي. په هر حال مولوي مير طلم د جهاد په سنګرونو كې تر فعال حضور وروسته خپل  تر لاسه كړى علم په  بيلابېلو ديني مدرسو كې له نورو سره شريك كړ. مولوي  صيب ته په كور دننه او پاكستان كې د يوه ستراو وتلی ديني عالم په سترګه كتل كيږي او د ديني عالمانو په غونډو كې  ده ته د استاذ العلما، مولوي صاحب استاذ ګل . مشر مولوی صاحب او نور علمي القاب وركول كېدل، ټولو عالمانو ده ته ځانګړى درناوى درلود او اوس يې هم لري. 

مولوي صيب كه څه هم د حضرت صبغت الله مجددي په تنظيم  كې و، خو د نورو تنظيمونو له غړو سره يې نيكې اړيكې درلودې نو ځكه ټولو ته د منلو وړ و او درناوى يې ورته درلود. 

مولوي صيب به د قران كريم له لارښونو سره سم خلكو ته ويل، چې انسانانو كې توپير نشته الله تعالى ته هغه څوك نږدې دى چې تقوا او پرهيز ګاري ولري. مولوي صيب مير طلم خلك تقوا او پرهيز ګاري ته را بللي او اوس يې هم تر خپله وسه په دې لار كې هڅې كړي دي.

 د مولوي صيب عمر اوس نوي كلونو ته رسيږي، د ده د واده ثمره شپږ اولاده دي چې  مشر زوى يې له كمونستانو سره د جهاد پرمهال شهيد شوى دى. د ده ټولو اولادونو ديني او غير ديني زدكړې كړي. مولوي صيب په لوګر، ننګرهار، كابل او بغلان ولايتونو او پاكستان كې په بيلابيلو ديني مدارسو كې سلګونه ځوانان روزلي او اوس يې هم په دې لار كې خپلې هڅې نه دي سپمولي. مولوي صيب ته د هېواد والو په ښې روزنه كې د فعالې ونډې له امله كور ودانى وايو او ورته د اوږده عمر  د دعا لپاره لاسونه لپه كوو.  شيخ الحديث مولوي ميرطلم كه څه هم پاخه عمر ته رسيدلى خو د ۲۴ ساعتونو په لړ كې يواځې دوه ساعته خوب لري او نور د الله تعالى په عبادت كې وختونه تيروي. له ده څخه د دعا اخيستو لپاره ګڼ هېواد وال راځي او ور سره ليدنې كتنې لري  

محمد زمان ستانکزی

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …