کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهار:وسلوال خلک د پېسو په بدل کې جنګ ته هڅوې

ننګرهار:وسلوال خلک د پېسو په بدل کې جنګ ته هڅوې

د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې وسلوال اوس ځاي ميشتې د پېسو په بدل کې جنګ ته هڅوې ، او په پاکستان کې د مدرسو د بنديو او په دوحه کې د طالبانو د دفتر له DSC00308پرانستل کيدو  وروسته په افغانستان کې جګړو زور اخستې چې په دې سره وسلوال غواړې يوه لاسته راوړنه ولري.

دغه څرګندونې د افغانستان لوي درستېز او د ننګرهار امنيه قوماندان نن په ٢٠١ سيلاب قل اردو کې په يوې جوړې  شوې امنيتې غونډه کې وکړي.

د ننکرهار امنيه قوماندان محمد شريف امين وايې طالبانو که څه هم پخوا د جهاد پر نوم خلک جنګ ته هڅول خو دا چې اوس مهال يې د جنګ په ډګر کې ماته خوړل خلک د پېسو په بدل کې جنګ ته هڅوي

نوموړې وايې وسلوال اوس مهال د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې خلک د ٩٠٠٠ افغانيو معاش د ورکړي په بدل کې جذبوې چې دا خپله د دوې د ماتې يو بيلګه بلل کيداي شي.

د افغانستان لوي درستيز شيرمحمد کريمې وايې په دې وروستيو کې په ګاونډې هيواد پاکستان کې د مدرسو تړل کيدل او په دوحه او قطر کې د وسلوالو مخالفينو لپاره د سياسي دفترونو په پرانيستل کيدو سره په هيواد کې جنګ جګړو زور اخستې چې په دې سره وسلوال غواړې  په هيواد کې دننه يوه لاسته راوړنه ولري

نوموړې وايې افغان ځواکونو پياوړې شوې دې او ډير کله يې د وسلوالو ډير ستر پلانونه هغوې ته د درنې مرګ  ژوبلې په اړولو سره شنډ کړي دي .

دا په داسې حال کې ده چې په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قل اردو چارواکي وايې په پسرلې کې په ختېځ کې ٧٩ بيلابيل ډولو عملياتو په ترسره کيدو سره څلور څلوېښت وسلوال وژلې او ٢٠ نور يې ټپيان کړې او يو شمير وسلې او مهمات يې هم د ځواکونو لاسته ورغلې دي.

 

 

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …