کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهار : ٢٥ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار : ٢٥ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزې خبريال ډاټ کام ته وويل چې د اچين او سپن غر ولسواليو په مربوطاتو کې پېل شوو چاڼيزو عملياتو پرمهال نږدې ٢٥ تنو وسله والو41593_351604410558_5965638_n مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د نوموړې په خبره د ننګرهار ولايت مقام ته د امنيتي ادارو لخوا د ورکړ شوو معلوماتو له مخې دغه عمليات د شډل ، بټن ، کټه قلعه ، کرکڼۍ او مامند تنګي کې ترسره شوي.

عبدالزې زياتوي د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې چې په چاڼيز شکل ترسره شوي ، دوه و لويو سرګروپانو لعل جان او ديدار او څو تنو نورو وړو سرګروپانو په ګډون ١٨ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٧ تنه ټپيان  شوي دي.

د هغه په خبره د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې افغان کمانډوى ځواکونو ، سرحدي ځواکونو ، کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو پرضد مبارزې وزارت ځانګړې قطعې او ايتلاف ځواکونو ګډون کړى وو ، چې کوم تلفات ورته ندي اوښتي.

د والي وياند وايې دغه راز د عملياتو څخه را وروسته تراوسه پورې ځايي خلکو لخوا ولسوالۍ ، ولايت او امنيتي ادارو ته په عملياتو کې د ملکي خلکو تلفاتو په اړه کوم ګذارش نه دى ورکړ شوى.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …