کور / افغانستان او نړۍ / په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له لوري ادبي غونډه روانه ده

په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ له لوري ادبي غونډه روانه ده

 

په كوټه كې د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري د دغې ټولنې د دوې مياشتنۍ مجلې"لمبې" د لس کلن جشن DSCF3899په ملتيا د درانه "وياړ" افغان تاريخ پوه "استاد احمدعلي کهزاد" د ياد غونډې په پلمه يوه ورځنۍ غونده پيل سوه.

په دغه غونډه كې د دغې ټولنې له لوري دوو شخصياتو مولانا واصل واسطي ته د لمبه غوره ليكوال جايزه وركړى سوه او د دې ترڅنګ د غورځنګ علمي جايزه كهزاد چې له كنړ څخه راغلي شمس جلال تر لاسه كړه، چې وروسته به دا جايزه په علومو اكاډمۍ كابل كې د استاد كهزاد ارشف ته ورسېږي.

په دغه غونډه كې به د افغان تاريخ پوه احمدعلي كهزاد او لمبې مجلې په اړه په زړه پوري مقالي واورول سي، خو د مقالو له لوستلو سره سره په دغه غونډه كې د دغې ټولنې له لوري تازه چاپ سوي كتابونه هم د غونډې په ګډونوالو ووېشل سول.

ياده دي وي چې خبريال ډآټ كام به د دغې غونډې ټولي برخې په راتلونكي كې د ګرانو لوستلو كه مخې ته ږدي له خبريال سره اوسئ.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …