کور / افغانستان او نړۍ / داورګون د ملکي روغتون مراجعین ددي روغتون له خدماتو شکایتونه کوي

داورګون د ملکي روغتون مراجعین ددي روغتون له خدماتو شکایتونه کوي

داورګون سیمه آیزوګړي او دملکي روغتون مراجعه کوونکي د یاد روغتون د ناسمو خدماتو او د موظفو ډاکټرانو له ناوړه چلند څخه سر ټکوي او د خدماتو د معیاري کولو غوښتني کوي .

ددي روغتون یو تن پخوانی کارکونکی او په اورګون کي د سادات خصوصي روغتون مسول عزیز آغا هم ددي روغتون په ستونزو تاکید کوي او وایی چي د یاد روغتون ناسمه اداره او دمسولو کسانولخوا دي روغتون ته نه پاملرني په دي روغتون کي ستونزي لا پراخي کړي دي .

عزیز اغا وویل چی دروعتون چاپیریال اوپاکوالی ته هم هیڅ پاملرنه نه کیږی اوبستری ناروغانوته هم ټاکل شوی اومناسبه غذا نه ورکول کیږی نوموړی له چارواکو وغوښتل چی دخونی پاکوالی اودناروغانو خوراک ته ځانګړی پام وکړی .

دی وایی چی دادری ضعف له وجی هغه عاجل ناروعان چی دجنګ پر مهال ټپیان شوی وی اوبیړنی مرستی ته اړتیا لری دمرکزی روعتون پرځای یی په خصوصی روغتونونوکی درملنه کیږی 

دي روغتون ته راغلی یوبل ناروغ حاجي مرجان وایی چي  څوورځی وړاندی یاد روعتون ته دهیرنیا (چورا)دعملیاتو په خاطرورغلم خود روعتون داداری لخوا ځواب اوعملیات می په یو خصوصی روعتون کی ترسره شول .

ده وویل چی په یوه شل بستریز روعتون کی دومره کوچنی عملیات ترسره نه شی نوولس او خلکوته به یی ګټه څه وی  

دسیمی خلک وایی چی دغه ستونزی دوی په باربار دمسولو چارواکو سره شریکی کړی خوتراوسه کوم ګام نه دی اخیستل شوی دپکتیکا دولایتی شوراریس عبد المبین فقیرزاده وایی چی دوی ته تراوسه چا ددی ستونزوپه اړه څه نه دی ویلی نوموړی وویل چی ددی ستونزی دهواری لپاره به ولایتی شورا دعامی روعتیا دریاست سره په کډه کار وکړی  فقیرزاده وایی …

نوموړی په پکتیکا دعامی روعتیا ریاست اود ای .ایم.سی دفتر چاری ښی وارزولی ده زیاته کړه چی ددی ستونزی دهواری لپاره به جدی هڅی وکړی

ددی روعتون سرطبیب داکټررحیم شاه هم په روعتون کی ځینی ستونزی منی خو وایی چی په دومره کچه نه دی لکه چی خلک وایی

داکټرشفیق وفا دیادروغتون جراح دی هغه وایی چی دخلکو ډیری داسی غوښتنی وی چی د دوی  دصلاحیتونو اوامکاناتو څخه لوړی دی ده وویل چی زموږامکاناتو ته په کتو اودعامی روعتیا وزارت دلایحی پر بنسټ موږدری ډوله عملیاتو اجازه لروده دی وایی ..وفا هم دشفا خانی دنظافت اوناروغانوته دخوراک په اړه دمعلوماتو له ورکړی څخه ډاډه وکړه 

هڅه مو وکړه چی دعامی روعتیا ریس نظرهم ولر خوبریالی نه شوو

داپه داسی حال داچی له دی وړاندی هم دچارواکولخواددروعتون دستونزو دهوارولو ژمنی شوی خو دسیمی خلک وایی چی له هم ټولی ستونزی په خپل ځای پاتی دی چی خلک د ژر هواری غوښتنه کوی

 

 

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …