کور / افغانستان او نړۍ / پښتو ادبي غورځنګ له پښتنو څخه غوښتنه كوي.

پښتو ادبي غورځنګ له پښتنو څخه غوښتنه كوي.

 

پښتو ادبي غورځنګ، كوټه يو ځل بيا له ټولو درنو پښتنو او لر او بر افغانانو څخه غوښتنه كوي، چې له laptopدوى سره د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه په كوټه كې په جوړېدونكې غونډه كې برخه واخلي.

د دغه ټولنې مطبوعاتي څانګې خبريال ډاټ كام ته په استولې خبرپاڼه كې ليكلي دې چې: پښتو ادبي غورځنګ د دوې مياشتنۍ مجلې"لمبې" د لس کلن جشن په ملتيا د درانه "وياړ" افغان تاريخ پوه "استاد احمدعلي کهزاد" د ياد غونډې تابيا کړې ده.

پښتو ادبي غورځنګ د دې خبرې يادونه هم كړې ده چې: له ادبي ادارو څخه هيله کېږي، چي د استاد "کهزاد" او "لمبې" مجلې په اړه خپل ليكلي پيغامونه راولېږي او کوم ملګري چي کولای سي په دې غونډه کي ګډون وکړي، له هغوی څخه په ډېر درنښت هيله کېږي، چي: له موږ سره په دې درنه او پرتمينه غونډه کې برخه واخلي.

د پښتو ادبي غورځنګ د مطبوعاتي څانګې په خبره چې وايي: ستاسو پيغامونه اوګډون به د پښتني ادب د استازيتوب درناوی او زموږ لپاره د وياړ وړ وي، ستاسو راتګ ته سترګي په لار، پښتو ادبي غورځنګ کوټه، پښتونخوا.

ياده دي وي چې دغه غونډه به د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه چې د يكشنبې له ورځې سره سمون خوري د كوټي په مطبوعاتي مرګز كې د سهار له نهو بيا تر مازيګر پورې دوام وكړي.

پښتو ادبي غورځنګ يواځيني هغه اداره ده چې په سيمه كې تر بل هر چا زيات يې د پښتني او افغاني كلتور ودې او خدمت ته ملاتړلې ده او نه ستړې كېدونكې مبارزه يې روانه كړې ده.

چې په تېرو لسو كلونو كې يې يو شمېر كتابونه او مجلې چاپ كړې، ډېرى غونډې او مشاعرې يې كړې او د لر او بر افغان وطن د خلګو د ذهني او فكري يووالي له پاره يې زيات كار كړى دى.

 

محمد صادق ژړک ۰۳۰۰۹۳۸۸۱۵۰

خپل پيغامونه او ليکني پر دې ادرس رالېږلی شی:

sadiqzharak@gmail.com

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …