کور / مقالې / ژوند يو ستر ښوونځی دی

ژوند يو ستر ښوونځی دی

ژوند يو څومره خوندور توری دی کله چي يې په خوله راوړو او په خوشالي اوډاډه زړه يې تېروو خو دژوند ستومانیوي مو پخپل حال نه پرېږدي او ژوند ته يې تل ديوه داسي مېلمانه بڼه ورکړي ده چي مونږ ته نوي معلوم چي هغه پخپله کڅوړه کي مونږ ته خوښۍ او که خواشېنۍ له ځان سره راوړي . 

ژوند یو داسي ښوونځی دی چي انسان ډېر داسي څه پکي زده کوي چي روزونکي او استادان يې نشي ورزده کولای، که يوڅوک دژوند درسونه په یاد وساتي او دخپل راتلونکي وخت لپاره يې په کار واچوي دنېکمرغي لورته يې سوق کوي اوله بدمرغیواوناخوالو څخه يې راګرزوي، رښتيا هم چي دژوند سبقونه ډېر ارزښتمن او د انسان دراتلونکي وخت په تګلاره کي دپام وړ سمون او بدلون راوستلای شي .

ژوند يو ستر ښوونځی دی اومونږ يې زده کوونکي يو چي ډېري ځوروونکي ستونزي او کړاوونه ورڅخه زده کوو، زه فکر نکوم چي په مونږ کي دداسي يو څوک وي چي هغه ته دي دژوند دناخوالو غشي نه وي لګېدلي او یا دې د هغه ددردونکو درېځونو له لاسه ساړه اسوېلي نه وي اېستلي ، سره لدې چي مونږ یو هم دا هېڅکله نه خوښوو چي غمونه راباندي پېڅول وغوړوي، مونږ هریو داخوښوو چي خوشالي، هوسايي، نېکمرغي او ډاډمنتوب مو دژوند په هر پړاو کي هرکلی وکړي خو دژوند ښوونځی پیره دار اودېوالونه نلري هرڅوک يې استاد او مونږ ټول يې په لاسونو اوپښو تړلي شاګردان یو.

ژوند دهغه لنډ او ټاکلي وخت نوم دی چي انسان يې دزمکي په مخ تېروي او پدې نه وي خبر چي کله به يې له ناخوالو څخه سترګي دتل لپاره پټي کړي .

ماله ژونده ډېر څه زده کړل هغه دا راوښودل چي کله له يوه ازمېيښت سره لاس او ګرېوان شم نو دابه نه وايم چي اې ربه څومر ستر ازمېيښت دی؟ بلکه داباید ووايم چي اې ازمېيښته زما څومره ستر رب دی او پدې ډول باید خپل اېماني عنصر ځواکمن کړم او دازمېيښت په مېړانه مقابله وکړم .

دامي هم زده کړل چي څه ډول خپلي اوښکي وچي کړم او دستونزو دحل لپاره مټي راونغاړم .

دامي زده کړل چي څه ډول خپل ارادي ځواک، خپل ځان او خپل شخصیت خوندي کړم ترڅو خپل شتون جوته کړم او لاسته راوړني ولرم.

دامي زده کړل چي ژوند يو تش لوښی دی دا زما دنده ده چي هغه له هېلو ډک کړم او له محرومیتونو يې وساتم .

دامي زده کړل چي تل بايد دنېکمرغۍ نغمې وغږوم، داېمان ځواک پیاوړی کړم او خپل رب ته په هرڅه کي مخ واړوم ژوند تل ما له داسي واقعیتونو سره مخامخ کوي چي په بري یا ماتي پایته رسېږي يوازي زما زيار او هڅي دواقعیتونو وروستی منزل ټاکلای شي . 

دا مي زده کړل چي تل بايد دشنه او صاف اسمان په فضاء کي دیوه الوتونکي مرغه په څېر په خواږه ترنم کي خوږې سندري ووايم او خپل زړه پخپله خوشاله وساتم . 

ماته ژوند راوښودل :

چي نورو ته هم هغه څه خوښ کړم کوم چي د ځان لپاره يې خوښوم او خپل زړه ته دأنانیت د ننوتلو لاره په کار ده نوره وتړم 

تر وسه وسه دنورو مرسته وکړم او مخ ته لاړ شم او ددې انتظار ونکړم چي نور مي وستايي او یا راڅخه مننه وکړي .

د رېښتوني دوست په مفهوم خبر شوم چي هرڅوک چي راسره مخامخ کېږي باید دا تمه ورڅخه ونکړم چي هغه دي زما مخلص دوست وي او هر خیر دي راباندي پېرزو کړي ځکه چي دوست د تنګي او ځور په وخت کي پېژندل کېږي .

پوه شوم چي ځیني کسان دروغجني څېرې خپلوي ترڅو خپله بده څېره پټه وساتي، خبري يې خوږې وي تر څو نور ورباندي دوکه کړي مینه او خپلوي څرګندوي خو که وخت په لاس ورشي بې له کومه انتظاره دي له مېنځه وړي او ځان درنه خلاصوي .

زه باید په هغه څه خوشاله شم کوم چي په قسمت کي راته لیکلي وي او په واک کي يې لرم او کوم څه چي مي په لاس کي نه وي باید خپل يې ونه ګڼم ولو که يې دخپلولو لپاره ټول امکانات په کار واچوم .

باید دخپل پرهار پخپله درملنه وکړم او دنورو دمرستي انتظار ونه باسم او په ژوند کي باید پخپلو پښو ودرېږم نه داچي د نورو داوږو پېټی شم ځکه چي په پردیو مټو څوک نه ځواکمن کېږي .

که څوک راته شاکړي باید ورته غصه نشم او دهغوی لپاره اویا عذرونه تلاش کړم او دغصې په وخت کي دسمدستي پرېکړي په ځای زیات وخت سوچ کولوته ورکړم ترڅو له خپلو مېنه والو سره اړېکي روغي وساتم .

له دوستانو سره په اخلاص باید مینه وساتم او دهغوی تېروتني په پام کي ونه نیسم او که بښنه راڅخه وغواړي څرنګه چلند باید ورسره وکړم .

نورله تېروتنوڅخه باید لاس په سر شم ترڅو بیا تکرار نشي یوه داسي نوي لار خپله کړم چي ځما مخګېنۍ تېروتني جبران کړي .

باید له خپلو ټاکلیو هدفونو څخه په شانشم او مایوسي ته تسلیم نشم، داهیله دتل لپاره باید په کوګل کي زرغونه وساتم چي کوم څه چي مي ونشو کړای نن يې لاس ته راوړم سبا به يې لاس ته راوړم ان شاء الله تعالی .

ژوند یو داسي ښوونځی دی چي هغه څوک پکي بریالي کېږي څوک چي خپل درسونه په بشبړ وېښتابه تعقیبوي، هره شېبه چي په مونږ تېرېږي دخپلو هغو ستونځو دهوارولو لپاره ژوندۍ تجربې ورڅخه ترلاسه کوو کوم چي مونږ په راتلونکي وخت کي ورسره مخامخ کېږو.

ژوند ډېر ښکلی نعمت دی چي مونږ يې باید خوږې او ترخې ټولي وګالو، خوږې يې مونږ نېکمرغه کوي او ډاډېینه راکوي او ترخې يې د ناخوالو په وړاندي مونږ ته صبر او ثبات را زده کوي، مونږ باید ژوندي واوسو او دژوند دنېکمرغه کولو لپاره پخپله هڅي پیل کړو.

ژوند یوداسي ستر ښوونځی دی چي موڼږ ټول ورسره مښتي يو دهغه له درېځونو، حکمتونو او تجربو څخه دراتلونکي وخت لپاره ډېر څه زده کوو .

مونږ کله هم باید د الله تعالی له رحمت څخه مایوس نشو ژوند دداسي تجربو نوم دی چي واک يې له مونږ سره دی، یواځي مونږ کولای شو چي خپلي ستونزي پخپله هواري کړو. 

په زړونو کي دژوند له ستومانیو او ناخوالو سره سره باید مینه وساتو، د یوه ستر هدف دلاسته راوړلو لپاره باید ژوندي واوسو او دهغه دتحقق لپاره بشپړ زیار په کار واچوو . 

کوم اهداف چي مونږ يې ټاکو باید داسي وي چي مونږ او زمونږ چاپېریال اوټولنه نېکمر کړي او د مسلمان په هرکار کي ترهرڅه دمخه دالله تعالی رضا هدف وي .

مأخذ: دأبوخليل قدوسي دکتاب (پیغام ) له درېیم ټوک او اوم فصل څخه .

لیکوال :ابو خلیل قدوسي‌

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …