کور / افغانستان او نړۍ / تازه خبر: په كوټه كې بمي چاودنې پنځو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تازه خبر: په كوټه كې بمي چاودنې پنځو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله، د تازه مالوماتو په اساس چې وايي: د دغه يالت د مركز كوټي په قمبراني سړك باندې د ريموټ كنټرول بمي بريد له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

كه څه هم تر اوسه پوري پوره مالومات نه دي وركول سوي خو خبريال ډاټ كام ته د وركول سويو مالوماتو په اساس چې وايي درې تنه يې وژلي دي او دوه نور ټپيان دي.

د خبر په حواله چې وايي: دا بريد د پوليسو د ګزمې په موټر باندې ترسره سوى دى، چې ياد موټر په بشپړه توګه له منځه تللى دى، تر اوسه پوري دا نه ده څرګنده چې په پېښه كې وژل سوي كسان پوليس او كه عام وګړي دي.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …