په کراچۍ کې په يو وسله والو بريد كې د سند ايالت د ايالتي اسامبلۍ غړی ساجد قريشي وژلى دى، د ځآيي پوليسو په وينا چې وايي: پېښه د دغه ښار د ناظم اباد په سيمه کې رامنځ ته سوې ده، د پوليسو په وينا چې په دغه پېښه كې له ساجد قريشي سره د ده زوى هم وژل سوى دى.
د متحده قامي مومنټ ګوند ويلي دي چې وژل سوی تن ساجد قريشي د دوی د ګوند غړى او د دغه ښار له نارتهـ ناظم اباد پي ايس ۱۰۳ حلقې څخه سند اسمبلۍ ته بريالى سوى وو.
دا په پاكستان كې د نوي دولت د جوړېدو له پيل څخه تراوسه پوري ايالتي اسامبلۍ دريم غړى دى چې وژل كېږي، چې تر دې وړاندې په خيبرپښتونخوا كې هم دوه تنه د ايالتي اسامبلۍ غړى وژل سوى دى چې دواړه يې د پاكستان تحريك انصاف ګوند غړي وو.
ياده دي چې وي چې د ساجد او د هغه د زوى د وژل كېدوه پړه تراوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې، كه دا په سند ايالت كې په دا وروستيو كې مخې ته راځي خو تر دې وړاندې هم د په دغه ايالت كې د متحده قامي مومنټ د اسمبلۍ دوه تنه منظر امام او رضا حيدر وژل سوي وو.