کور / قطر / امریکا ماته شوه/ سیدعبدالله نظامي

امریکا ماته شوه/ سیدعبدالله نظامي

که هره پلمه وه او که هرډول موقع وه خو امریکايي دیکتاتور ته پکې دفوځ دمارش قومانده په لاس ورغله دیکتاتور جورج ډبلیو بوش دخیر په نوم خورې کړې لښکرې دشرلپاره عراق او افغانستان ته ولیږلې هغه وخت نه دسولې کوم ټکی یادیده او نه هم کومه ټیټه خبره کیده لودیځې رسنۍ ټولې دامریکا دزور په اړخونو او څرنګوالې لګیا وې له هوا څلوره انچه شي لیدلی شي داسې ټکنالوجي ده چې شکمن ترې نشي پټیدای دیوه وسلوال جنګیالي له خولې ده چې ویل يي کله چې مو دامریکایانو خلاف جګړه پیلوله نو داسې مو هم اوریدلي و چې کله امریکايي فوځیانو لورته ټوپک واړول شي نو شپیلۍ يي کږیږي هغه ویل یوه ورځ مو په همدي ګومان برید وکړچې مالوم کړو ټوپک څنګه کږیږي خو کله چې مو برید وکړ هاغسې نه وه ټوپک سم ډز وکړ بیا مو داسې وانګیرله چې ښايي دا ټوپک له نورو هغو سره په توپير وي نور به داسې نه وي خو .وروسته داخبره کره شوه چې دکږیدو ټکی یواځې ډنډوره وه 
دجګړو لپاره ډول ډول وسایل افغانستان ته ولیږدول شو خوالوتکويي د طالبانو پرځای ډیر ولسي کلي بمبار کړه له دومره ټکنالوجۍ سره سره بیاهم دامریکايي فوځ نښه ویشتونکي لکه دړندو سر په ټولوو ډز به پرې له یوې حوا کیده او دوئ به بله خوا ویشته یو وخت يي داسې ټانکونه افغانستان ته ولیږدول چې ویل کیده ماین چاودنه پرې اغیز نه شي کولی خو دملنډو خبره هغه وه چې ماین پاکونکې وسیلې يي هم دماینونو ښکار شوې دلته مې موخه دا نه ده چې دجنګیالیو لپاره کوم پروګاند وکړم خو هغه څه چې امریکایان پکې دروغجن وخته دریادوم 
له بلې خوا امریکایانو په هغه چا باور کاوه چې هم ناسم مالومات ورکول هم پیسې اخیستې او خپل شخصي سلیقې يي پاللې په دې ټس کې زرګونه بې ګنا وګړي دامریکایانو زندانونو ته لاړ د دوئ تاکتیکونه دومره ناکام و چې ډیر ولسي افغانان پکې ووژل شو په غرونو کې د دوئ الوتکوپه نښه کول او په ښارونو کې هغو بریدونو چې دطالبانو لخوا په امریکايي هدفونو کیده  ددغو دواړه مسول دامریکا ناکام ماموریت و 
په افغانستان کې دځان ساتنې لپاره په دننه او ګاونډ کې داسې انډیوالانوباندې خرچه وکړه چې ناسمو مشورو يي امریکاپه جګړه کې لاْښکیله او ګڼ شمیر فوځیان يي ووژل شو دغه ملګري يي کور دننه دشمالي ټلوالې اړوند وخت تیري جګړه مار او په ګاونډ کې دپاکستان لوبه ګرمونکي سیاستوال و چې له دغه ډلې يي فوځي واکمن پرویز مشر ستر سلاکار و دټلوالې او مشرف ډیرې مشورې امریکایانو ته دا وې په افغانستان کې دپښتنو په کمزوري کیدو تاسې لاس بري کیږئ څومره چې دوئ وژل کیږي هومره کار اسانیږي خو دا مشوره دومره ماشومانه وه چې دپښتنو په وژلو جګړه نوره هم توده شوه پنجاب ته هم ورسیده او په کابل کې دامریکا سفارت ته هم خو بیا هم امریکایانو دمشرف او ټلوالې خبرې اوریدې عامه وژنې يي وکړې زندانونه يي ډک کړه زورواکي يي چارواکي کړه او هغه هدف ته ورسیده چې پښتانه ماشومان يي هم دترهګرو په نوم ووژل له ښونځیو يي پاتې کړه او ورباندې يي نالوستي لنډغر ، ډریوران ،او قاچاقبر واکمن کړه فساد يي دې کچې ته ورساوه چې بډې په افغانیو نه په ډالرو اخستل کیدې 
خو د دولس کلنې جګړې په ورځو کې يي دسولې خبرې را په منډه کړې که څه هم دا خبرې ډیره ځله دتمثیل بڼه لري  خو دادی طالبانو ته يي په الدوحه کې سیاسي دفتر پرانیسته 
په قطر کې ددفتر له پرانستې وروسته په افغان رژیم کې دټلوالې او نورو مافیایی کړیو چې ډیرې په پاکستان کې ځالې لري اوربل شو دا وخت نو دغه کړۍ په کابل کې داسې وې لکه چې له ښارونو واکمن غره ته او له غره ښارونو ته کوچ کیږي وارخطايی دومره په لویه کچه وه چې ان لوړپوړو چارواکو هغوئ چې دامریکاپه زور واک ته رسیدلي په امریکایانو پسې سپکې سپورې ویلې داسې لکه چې څوک له نوکرۍ شړل کیږي او په بادار پسې له ځان سره پوس پوسک کوي 
نوله دې حالاتو ښکاري دا چې نور نو امریکاله خپلو لس کلنو سلاکارانو مایوسه وي او دباور تارونه سوځیدلي وي دغه بې باوري دامریکا نامي او دهغو مایوسي ده چې خپله روزي په امریکايي دور کې لټوي
طالبانو دجګړې له مورچې ګامونه وړاندې مزل وکړ او بلاخره په امریکایانو ځان ومانه اوس نو طالب یواځې جنګي ځواک نه بلکې دسیاست دډګر مورچې يي هم خپلې کړې  
داچې طالبان له دې ماتې وروسته څومره ځواکمن کیږي افغان ولس ورته پخپل سینه کې په خوښه ځای ورکوي که ورته په زوره راځي دا دراتلونکي خبرې دي خو یو حقیقت تکراریدونکی دی چې کله هم افغان ولس له چا نا خوښه وي واکمني له جنجالونو سره ملګرې وي.
لیکوال :سیدعبدالله نظامي
 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …