د پاكستاني پوځ مشر جنرل پروېز اشفاق كياني ويلي دي چې په جنوبي وزيرستان کي د اولس له مرستي سره امن راوستى سوى دى.
د ده په خبره: تر څو چې د جنوبي وزيرستان اولس غواړي تر هغه وخته پورې به پاکستاني ملېشه په ايجنسۍ کې شتون لري.
دا خبري په جنوبي وزيرستان كي د يوې غونډې په ترڅ كې كړې دي، هغه د متحده عرب اماراتو په مرسته د جنوبى وزيرستان له مركز واڼه څخه انګور اډې ته د پنځوس کلوميټره سړک د جوړېدو د پرانستنې پر وخت كړې دي.
په دې موقع قبايلي مشرانو ته په خپلو خبرو کې د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني وويل چې په جنوبى وزيرستان کې د اولس په مرسته راغلى دى، او په سيمه کې د امن لپاره د ځايي خلګو مرستې ته نور هم اړتيا ليدل كېږي.
جنرل اشفاق پروېز کياني وويل چي تر څو د سيمي خلګ نه وى مطمين سوي تر هغه پورې به د پاک پوځ ځوانان په ايجنسۍ کې د خلګو د حفاظت لپاره موجود وي او كار به كوي.
هغه دا هم وويل چې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د سړکونو په جوړولو لاس پورې کړى دى چې له دې سره به په سيمه کې امن او خوشحالي راسي او خلګ به ډېر له مشكلاتو خلاص سي.
هغه دا هم وويل چي په ايجنسۍ کې به د نهرونو نظام او خلګو ته به د صفا اوبو ورکولو سکمونه هم پيليېږي، چي له دې سره به په د ډېرى ناروغيو مخنيوى هم وسي.