کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دطالبانو دقطر دفتر او دکابل ادارې غوغا !

دطالبانو دقطر دفتر او دکابل ادارې غوغا !


عجبه اتفاق دی ، د۱۹۹۴ کال په اکتوبر کې دطالبانو یوه شاوخوا (۲۰۰) کسیزه ډله چې مشريې ملا اخترجان کوله، دډیورنډ دکرښي سره جوخت دکندهارپرسپین بولدک ولسوالي ورغلل. هغه وخت نه آن لین میډیا داسي تېزه وه لکه نن او نه هم درسنیو او خبریالانوشمېره دومري زیات وو لکه اوس چې په افغانستان او سیمه کې دی ، خو دد طالبانو دا خبر داسي‌ په زغرده دولس تر غوږونو ورسېدو چې هرې خواته داخبري کېدې چې د ټوپکیانو کمبله مخ په ټولېدو ده او نور به طالبان په افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنځ ته کړي .د هیواد له بیلا بیلوسیمو څخه ځايې اوسيدونکي دطالبانو ملاتړ ته راروان وواو په سپین بولدک کې چې هغه مهال دګلبدین حکمتیار دحزب اسلامي ځواکونه مېشت وواو د افغانستان په جنوب کې دحزب اسلامي دوسلو دیوه لوی زېرمتون په نوم یادېدله پخواني‌مجاهدین دتېښتي په حال کې وو. قطر

په قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانیستلو خبر هم همداډول په ټوله نړۍ کې په زغرده له افغانانو سره سره دنړۍ دلوی اکثریت تر غوږونو ورسېدواو د روان (۲۰۱۳) کال د جون میاشتې (۱۸) نېټه چې دسې شنبې ورځ کېږي دافغانستان په څه دپاسه لس کلنه جګړه کې یوه مهمه او تاریخي ورځ ثبت شوه . داسي ښکاري ‌چې ددې خبر په اورېدو سره هم په افغان حکومت کې دننه ځیني پخواني مجاهدین هم هغه ډول په غوغا سر شول . د ۱۹۹۴ او ۲۰۱۳ کال فرق دادی چې دا ځل طالبان هم سیاسي شوي دي، خو ددوی مخالیفین هم ښه سیاسي لوبه کوي . طالبانو په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې په لومړي ځل دپښې ایښودو ځای وموندو ،‌او مخالیفین یې هم هڅه کوي چې بېرته یې غرونو ته وخېژوي . 

تېره ورځ دولسمشر کرزي ‌په مشرۍ امنیت شورا په ناببره ډول دطالبانو دقطر له دفتر سره اختلاف اعلان کړ،دولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي وو چې :‌‌په داسې حال کې، چې پر جګړه ټینګار کېږي، افغان حکومت په خبرو کې ګډون نه کوي.

خبر پاڼه کې راغلي چې قطر کې د طالبانو د دفتر دپرانیستنې تر شا د بهرنیو قدرتونو لاس دی او تر هغې چې د سولې پروسه په بشپړه توګه افغاني نه شي، د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر خبرو کې برخه نه اخلي.افغان حکومت په قطر کې دطالبانو پر بیرغ او دا"د افغانستان اسلامي امارت"پرنوم هم تنقید کړی او دایې داسي کړنې بللي دي‌چې دسولي‌په پروسه کې دنه ګډون ګواښ یې کړی دی ‌. 

داسي فکر کېږي چې افغان حکومت ښايي خپلو غوښتنو ته ژور فکر نه وي کړی ، هغه په دې چې که طالبان له جګړې لاس واخلي‌ نو بیا په قطر کې ددفتر پرانیستلو ته حاجت څه دی ؟ دا دفتر خو پرانیستل شوی دهم دې له پاره دی چې له طالبانو سره خبري‌ وشي او هغوی دې ته جوړ کړي ‌چې له جګړې لاس واخلي‌. 

طالبان وايي ‌ددوی لپاره تر ټولو لوی چیلنج د«امارت» نوم دی . امارت خو دامیرالمومنین سره تړلی یوټکی دی ،نو که امارت ونه منل شي بیا خو طالبانو ته په کار ده چې دملا محمد عمر مجاهد پر ځای هم خپل ځانته بل مشر پیدا کړي . دطالبانو دواکمني بیاتر نن پوري دهغوی هره خبرپاڼه او هر عمل د«افغانستان داسلامي‌امارت» په نوم لیکلی دی‌. نو که دا ټکی له طالبانو څخه واخیستل شي‌ ددوی IDENTITY یا پیژندګلوي تر سوال لاندي راځي .

 خو افغانستان بیا وايي چې دامارت ټکی کارول دیوه بل هم مهاله حکومت معنا لري‌ ددوی لپاره دمنلو وړنه دی . دافغانستان حکومت وايي چې طالبان دي‌ دطالبانو په چوکاټ کې پاتې شي بیا خبرو ته لار هوارېدلای شي  

.دامارت تر ټکي راوروسته دطالبانو بیرغ داختلاف ټکی دی چې دلته  دبیرغ په تړاو  دافغان حکومت بهانه یو څه ځکه ناسمه برېښي چې په ټوله نړۍ کې سیاسي ګوندونه خپل بیرغونه لري‌او دطالبانو بیرغ راځوړندول په دې معنا نه دي ‌چې هغه دافغانستان ملي ‌بیرغ شو . 

بله عجبه خبره په قطر کې د طالبانو د دفتر دپرانیستنې تر شا د بهرنیو قدرتونو دلاس ده، په دې کې څه شک شته چې بهرني قوتونه لاس نه لري . دا هرڅه خو دبهرنیو قوتونو په هڅو کېږي‌. امریکا ، پاکستان ،قطر او ځیني نور پټ اوښکاره هیوادونه خو څه افغانان نه دي‌. دا دخدای ټکه خو پرموږ رالوېدلې ده چې روغه مو بهرنیان راکوي . کاشکي‌ دافغانستان په حکومت کې داوړتیاوای چې په تېرو لسو کلونو کې دسولي‌ یوه ریښتونې هڅه کړې وای . تېر لس کاله افغان حکومت پردې ضایع کړل چې طالبان مات کړي او دهغوی له منځه دطالبانو یوه نوې ډله ایجاد کړي . په همدغه پلمه افغان حکومت امریکا او دافغانستان په جګړه کې ښکیل نور هیوادونه هم تېرایستل . نن چې دسولي پروسې ته یوه لاره موندل شوې ده نو په ۲۴ ساعته کې دنظرونو بدلیدل راپیل شول . 

طالبانو په قطر کې د دفتر له پرانیستلو سره سم  وویل، چې قطر کې د سياسي دفتر جوړولو يوازېنى هدف يې له "اشغال" څخه د افغانستان خلاصول دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وويل چې د دفتر يوازې د سياسي فعاليتونو لپاره دى او د قطر له حکومت سره چې په دې لړ کې څه شرطونه منل شوي، هغې طالبان ته ژمن دي.خو ښايي افغان حکومت په دې باور نه وي کړی ځکه ولسمشر کرزي دپنج شنبې په شپه دامریکا دبهرنیو چارو له وزیر جان کیري سره تلیفوني ‌خبري وکړې او خپله غوښتنه یې تکرار کړه .‌ دولسمشر ددفتر په وینا چې جانکیري ښاغلي‌ کرزي ته ډاډ ورکړی دی چې هغه ټولي‌ ژمني‌ به عملي کوي چې دقطر ددفتر په تړاو شوې دي .هم دا خبره دسه شنبې په ورځ دطالبانو له لوري هم وشوه .  کاشکي چې حامد کرزي‌ خپلي‌اندېښنې تر لومړني‌بیان وړاندي ښودلې وای . 

کرزي دقطر ددفتر له پرانیستلو سم دستي وروسته وویل، غواړي راتلونکو ورځو کې د افغانستان د سولې عالی شورا استازي دوحې ته له طالبانو سره د خبرو لپاره ولېږي. ایا دافغانستان دولسمشرۍ دفتر په دې نه وو خبر چې طالبانو هلته خپل بیرغ ځوړند کړی دی ؟

 نه، دولسمشرۍ دفتر خبر ووخو ښايي دا به دښاغلي‌کرزي خپلي خبري وې ،خو چې کله ځیني نوري ‌کړۍ دولسمشر په نظر ورګډي شوې نو دولسمشر نظر هم دیوې ورځي ‌په تېرېدو باندي بدلون وموند . عجبه خبره خوداده چې دافغانسان حکومت دماشومانو دلوبو په څېر غبرګونونه وښودل . که ولسمشر کرزي پرېکړه کوله نو لومړنۍ وینا یې وکړه اوس به ورباندي درېدلی وای ، او که پرېکړه بل ځای او په بله بڼه کېده نو افغان حکومت به یوه ورځ انتظار کړی وای او دخپل نظر ترپخېدو وروسته به یې اعلان کړی وای . 

داډول پرېکړي دلویو شخصیتونو او هم دا ډول دحکومتونو پر اعتبار باندي منفي‌اغېز ښندي . ښايي دداډول ناببره او بدلېدونکو پرېکړو علت به وي ‌چې نن نه نړۍ او نه هم په افغانستان کې په جګړه بوخت وسله وال طالبان دکرزي په ادارې باور لري ،آن تر دې چې طالبان له خپل سخت دښمن امریکا سره خبرو ته تیار دي ‌خو له افغان حکومت سره خبري نه کوي . 

دافغانستان ډېری وګړي په دې باور دي‌ چې دطالبانو دواکمني له ړنګېدو راهیسته بیاتر اوسه افغان حکومت په یوه قوي او غوڅه کړنلاره دسولي پرلورګام نه دی اخیستی . 

نن هم خبره دطالبانو او افغان حکومت نه ده ، لوبه دامریکا او دکرزي دادارې ترمنځ روانه ده چې دواړه لوري یې په خپله ګټه دپای ته رسېدو هڅه کوي . په دغه لوبه کې دامریکا يي چارواکو غوښتنې دامریکا دګټولپاره دي خو له بده مرغه  دافغان حکومت غوښتنې تر ډېره بریده تر اشخاصو پوري محدوده برېښي . نو که طالبان له هوښیاري نه کار وانخلي‌ داسي نه چې هغوی ددې خطر ناکې لوبي ښکارشي .  

اوس وېره داده که دواړه لوری پر خپلو غوښتنو ټینګ شي خدای مکړه داسي ونه شي‌ چې دسولي دا نیمه لګېدلې شمعه بیا مړه شي او پر افغان خاوره دتیارې یو ټغر راونه غوړېږي‌. 

که څه هم دافغان حکومت دنظر په بدلولو ډېروخت نه وزي او پرېکړي یې کوټلې او پر منطق ولاړي نه وي‌ نو ځکه موږویلای شو چې افغان حکومت به ډېر ژر دخبرو اعلان وکړي‌ او دا پروسه به ونه درېږي ،خو بیا هم له طالبانو داهیله کېدای شي چې دافغانستان دسولي‌ او دکړېدلي‌ ولس دارامي او سوکالي ‌لپاره ترخپلو ځینو غوښتنو ورتېر شی . داکار به له یوې خوا په نړۍ واله کچه دطالبانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او له بله لوري به دافغانستان دهغو ازلي‌ دښمنانو غوښتنې به خاورو سره خاوري کړي چې دڅوکیو دساتلو او ترلاسه کولو لپاره یې همېشه افغانستان اورته ورټېل وهلی دی .

لیکوال : میرویس افغان 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر …

دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

سیمه په دې وروستیو کې دځینو جغرافیايي سیاسي بدلونونو شاهده وه . په دې کې …