کور / افغانستان او نړۍ / جان کیري:طالبان به دامارت نوم او خپل بیرغ د قطر له دفتره لیري کړي‌

جان کیري:طالبان به دامارت نوم او خپل بیرغ د قطر له دفتره لیري کړي‌

جانکیري کرزي ته ډاډ ورکړی چې دطالبانو بیرغ او دامارت نوم به دطالبانو له لوري دقطر ددفتر څخه لیري کړي . 

دولسمشر کرزي‌دفتر خبریال ډاټ کام ته خبر ورکړو چې دا ډاډ دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ولسمشر کرزي ته تېر ماښام په یوه تلیفوني تماس کې ورکړ. جانکیري ویلي دي‌چې دامریکا متحده ایالات پر هغو ټولو ژمنو ولاړ دي‌چې دقطر ددفتر په تړاو یې له افغان حکومت سره کړې دي‌. 

ښاغلي کيري ولسمشر کرزي ته ويلي چې د قطر حکومت اوس داسې گامونه اخيستي چې دغه دفتر يوازې د خبرو اترو لپاره وکاريږي.

ولسمشر کرزي ته دا هم ويل شوي چې د قطر د بهرنيو چارو د وزارت له خوا اعلاميه خپريږي چې د طالبانو د دفتر د نامه په باب به سپيناوى کوي.

ولسمشر کرزي‌هم دا غوښتنه کړې ده چې دطالبانو دبیرغ او عمارت نوم دقطر له دفتره باید په ډله یزو رسنیو کې نشر شی .

کرزي‌ویلي دي چې دطالبانو ددفتر پرانیستلو په افغانستان کې منفي‌ اثر کړی دی ،خو دا په داسي‌حال کې ده چې په افغانستان کې ډېری کسان بلکه لویه برخه وګړي دطالبانو دقطر دفتر ته په یوه ښه نظر ګوري او خورا خوښ دي‌‌آن تر دې چې تېره ورځ دولسمشر کرزي‌په پلارني ټاټوبي کندهار کې هم فعالینو په ټینګار سره دطالبانو ددفتر ملاتړ اعلان کړ. 

ددي سره سره چې د افغانستان د امنيت شورا له لوري پريکړه سوي چې د سولي پروسه افغاني سوي نه وي د امنيتي تړون په اړه به خبري نه کوي ور سره هم مهاله د کندهار ولايت فعالين وايې چې د قطر هېواد د وسله والو طالبانو د سياسي نمايندګى پرانيستل کيدو ته زياتخوښ دي.

هغوى وايې چې په افغانستان کې د سولي کولو پرته بله لاره نسته او که چېري دا هڅه هم ناکامه سي نو په دي هېواد کې به جګړه نور هم زور واخلي.

دافغانستان ډېری وګړي اوس په دې باور دي چې په اصل کې طالبان دسولي‌هري هڅي ته غاړه ږدي خو په حکومت کې داسي‌کړئ شتون لري چې دهیواد سوله نشي زغملای . 

داسي اټکل کېږي چې ښايي دافغان حکومت ددغې غوښتنې سره سم دسولي داپروسه خدای مکړه ناکامه شي ،خو په لویه کې به ددغې پروسې مسئولیت هم دافغان حکومت وي . خو دطالبانو له لوري داسي ګامونه اخیستل شوي دي چې ښايي داځل په هر امکان سولي‌ته لار هواره کړي . 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …