کور / مقالې / نو بيا شجاعې بن خليلي څه ملامت دی؟

نو بيا شجاعې بن خليلي څه ملامت دی؟

څوکۍ ساتل او پالل هم يوه ځانګړې وړتيا غواړي. خو افغانان يې بيا د ساتلو لپاره هره ممکنه لاره کاروي. که يې لاره په زيان وي او که په ګټه، که يې په هغه لاره کې ملت وږی کېږي، تباه کېږي او د نړۍ له نقشې يې نوم او نښان ورکېږي. خو دوی يې په کيسه کې هم نه دي هڅه کوي همغه لاره پلې کړي ځکه چې بيا خو د دوی له لاسه سملاسي ګټه وزي. دوی سملاسي ګټې ته ډېره ترجيع ورکوي.

زما عمر اوس له دېرشو اوښتی خو په دې ټول عمر کې مې له افغانانو د خپل غيرت کليمه اورېدلې، انګرېز مو مات کړ، روس مو مات کړ، په هند مو واکمني وکړه، اصفهان مو ونيو. خو دا نه وايي چې پايله يې څه شوه او کومه لاسته راوړنه مو درلوده. خو زه چې په ښه او بده پوه شوی يم. تر اوسه مې د خپل قضاوت له مخې کوم د غيرت کار نه دی ليدلی چې افغانانو دې کړی وي. بس ما په خپل دېرش کلن عمر کې يوازې ليدلي چې افغانانو د څوکۍ لپاره يو بل حلال کړي، د يو بل وينې يې زبېښلې او يو د بل په مالونو او ملکيتونو يې ګونډې وهلې دي. آن تر دې چې زموږ په پخواني معاصر تاريخ کې مو هم لوستي چې د تيمورشاه زامنو او نورو واکمنو د يو بل سترګې ويستلې او د حکمرانۍ لپاره يې د يو بل اولادونه وژلي دي. کله چې موږ د واک او ځواک لپاره د خپل ورور سترګې وباسو او خپل ورور ته کندې باسو اولادونه يې وژنو نو پر بل افغان به مو کله زړه وسوزي. بل افغان خو هسې هم د بلې کورنۍ او پردۍ راته ښکاري.

نو که اوس موږ له خپل ځان سره قضاوت وکړو، چې زموږ ټول غيرت په څه کې دی، که چېرې تاسې ته نه وي مالومه زه يې درته وايم. زموږ ټول غيرت په څوکۍ ساتلو کې دی، هغه هم د خپل ځان لپاره او بس. نور د ملت، ولس، بېوزلو او مظلومو وطنوالو په کيسه کې نه يو. زموږ ټول غيرت همدومره دی.

ځينې افغانان مو په پارلمان کې چيغې وهي چې جهاد کوم، ځينې له کوټې او هېرا منډيي چيغې را وهي چې افغانستان کې جهاد کوم او ځينې بيا په دولت کې د ننه د خپلو پخوانيو جګړو امتياز د جهاد په نوم اخلي. موږ خو جهاد هم وشرماوهموږ خو مقدساتو ته هم درناوی ونه کړ، د هغې په کيسه کې هم نشوو، له مقدساتو مو هم سوء استفاده وکړه.

نو کله چې په موږ کې دا ټولې نيمګړتياوې شته نو بيا شجاعې بن خليلي څه ملامت دی چې ارزګانيان قتل عام کوي. هغه ځکه له کومې وېرې پرته پښتانه وژني چې پوهېږي اوس يې د مخنيوي لپاره څوک نشته. څوک نشته چې سترګه يې ترې وسوزي او يا هم لږ وېره احساس کړي. له چارواکو خو ګيله نشته ځکه چې هغوی خو يوازې د څوکۍ په ساتلو بوخت دي. مخکې مې وويل چې څوکۍ ساتو که هغه په هر قېمت وي او د ساتلو لپاره يې خپل دوست او دښمن هم نه پېژنو. د خليلي د نه خپه کولو لپاره شجاعي آزاد پرېږدو، په هره ناروا يې ځان کوڼ اچوو، چې ګويا په هېڅ هم نه یو خبر. ځکه نه چې مرستيال خپه شي او راتلونکې واکمني چې د ترلاسه کولو په درشل کې يې يم له لاسه ووزي

نو اې چارواکيه! اې ولسمشره! اې وزيره! اې وکيله! دا څوکۍ خو به قبر ته نه درسره وړې آخېر دې ملت رايه درکړي، دې ملت ټاکلی يې، ولې د خپل ملت د ډوبېدو وېره درسره نشته.  

اې پلورل شويه پښتونه، اې د پرديو ډول ته ګډېدونکيه افغانه، پښتونه، تر څو به خپل لاس په خپله پرېکوې، ترڅو به په سرو وينو لړلې څوکۍ لپاره هرې قربانۍ ته حاضرېږې، ترڅو به شجاعي بن خليلي ته ټنډه هم نه تروه کوې. خو په دې پوه شه چې يو څوک به پيداشي چې د غبار په څېر پياوړی تاريخ به وليکي او د تاريخ په زرينو کرښو کې به دې نوم د يوه خاين په ډول وليکي. بيا به دې خپله کورنۍ هم په نوم شرمېږي

 

لیکوال : سيد حبيب

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …