کور / مذهب / په روژه کی دورځې ډیرخوب کول:

په روژه کی دورځې ډیرخوب کول:

                                                                            پوښتنه

محترم مولوي صاحبه، سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ. که زحمت نه وي راته زما دغه سوال جواب کړئ نو به مو ډېر منندوی يم. الله دي درته اجرونه درکړي. زما سوال دا دی چي زيات خلک په روژه کي اوږد خوب کوي او صرف لمونځونو ته راکښېني. پدوی کي بعضي وايي چي روژه ډېره اوږده ده او يا ډېره ګرمي ده او که داسي ونه کړي نو ښايي بيا ډېر په عذاب سي. په شرعي توګه د دې اجازه سته؟                                 دین محمد کويټه 

                                                                            لارښوونه:

 حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،

بلی ! په مبارکه روژه کی دورځې خوب روادی،ډیرخوب هم روادی،خودفرضولمونځونوپرخپل وخت دادأکولوپه شرط ، دځینوخلګولپاره بیابیخي ښه دی چی: په ویښ والی کی په غیبت،درواغ ،یاخدای مکړه دسترګوپه زناله اخته کیدلوڅخه ویریږي،خومناسبه اوبهتره داده چی په روژه کی له مسجدسره مینه وساتله شي، دعظیم الشان قرآن تلاوت ډیروکړي،اولمونځونه ډیروکړي،خوټوله ورځ په خوب له دی وهمه تیرول چی:روژه به ورباندی وغمیږي له مروت (میړانې) څخه خلاف کاردی البته روژه نه ورباندی مکروه کیږي: شهر رمضان شهر عبادة ليلا ونهارا ، أما بالليل فبالقيام بصلاة التراويح وقراءة القرآن وأما بالنهار فبالصيام ، والجزاء على ذلك وردت فيه نصوص كثيرة، وفى حديث واحد جمع ثواب الصيام والقرآن فقال صلى الله عليه وسلم "الصيام والقرآن يشفعان للعبد يوم القيامة، يقول الصيام : يا رب منعته الطعام والشهوة بالنهار فشفعنى فيه ، ويقول القرآن : منعته النوم بالليل فشفعنى فيه ، فيشفعان " رواه أحمد والطبرانى والحاكم وصححه ، ولو نام الصائم طول النهار فصيامه صحيح ، وليس حراما عليه أن ينام كثيرا ما دام يؤدى الصلوات فى أوقاتها ، وقد يكون النوم مانعا له من التورط فى أمور لا تليق بالصائم ، وتتنافى مع حكمة مشروعية الصيام ، وهى جهاد النفس ضد الشهوات والرغبات التى من أهمها شهوتا البطن والفرج ، ويدخل فى الجهاد عدم التورط فى المعاصى مثل الكذب والزور والغيبة فقد صح فى الحديث "من لم يدع قول الزور والعمل به فليس لله حاجة فى أن يدع طعامه وشرابه " رواه البخارى .هذا ، ولم يصح عن النبى صلى الله عليه وسلم أنه قال : نوم الصائم عبادة /فتاوی الازهر/ج/۹/ص/۲۷۶/.  والله اعلم.

                      والسلام /مفتی ابوحماد/۷/۷/۱۴۳۴/ه ق

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …