کور / افغانستان او نړۍ / بل ګېټس دګوزڼ په مخنيوي كښې د اولس مشر زرداري دكاركردګي ستاينه وكړه

بل ګېټس دګوزڼ په مخنيوي كښې د اولس مشر زرداري دكاركردګي ستاينه وكړه

 

د بل اېنډ ملېنډا ګېټس فاونډېشن شريك چېرمېن بل ګېټس په پاكستان كښې دپوليو(ګوزڼ) د مخنيوي لپاره د اولس مشر اصف علي زرداري په ستاينه كولوimages سره وېلي دي چې د اولس مشر په مشرۍ كښې پاكستان څخه د د ګوزڼ د مخنيوي لپاره كوټلې نېشنل اېمرجنسي اېكشن پلان تيار كړى سوى چې په نتيجه كښې يې د دې رنځ په مخنيوي كښې په ډاګه پرمخ تګ سوى دى د دې خيالاتو څرګندونه بل ګېټس د نهې په ورځ د خپل خاص استازي د لارې اولس مشر ته په رسول سوي خط كښې كړې ده د ګوزڼ په ختمېدو  او د معمول وېكسينېشن كښې د اولس مشر له خوا د پرله پسې ملاتړ جاري ساتلو په حاجت زور راوړو۔ده وويل چې د تېر كال په نسبت سږكال تر اوسه د ګوزڼ په مريضانو كښې ۶۲ فيصده كمې راغلې او د ګوزڼ وايرس ټايپ تهري د كېس كومه اطلاع نه ده ترلاسه يوي

بل ګېټس په  پاكستان كښې دګوزڼ په  ختمولو  كښې د ډاكټر عذرا فضل پیچوهو او اصفه بهټو زرداري د هلو ځلو ستاينه هم وكړه

ده په خپل خط كښې وېلي چې ډاكټر عذرا فضل پیچوهو د قامي اسمبلۍ غړې او د ګوزڼ د ختمولو په اړه د اولس مشر دمعلوماتي كمېټۍ چېرپرسن په حېث فاټا غوندې سيمو كښې د وېكسينېشن په اړه مهم كردار تر سره كړې

ده وويل چې د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام كښې بوخت كارمندانو ته دې تحفظ او په ډلو د كېدونكو بريدونو دې مخنيوى وكړي سي

ده دګوزڼ دكارمندانو د حفاظت په لړ كښې د اولس مشر په ملاتړ زور راوړولو سره وويل چې د بيا لپاره د اولس مشر ذاتي جاج ته اړتيا ده چې له دې سره به د پاكستان څخه دګوزڼ د مخنيوي هلې ځلې باوري كړې سي

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …