کور / مذهب / ترنکاح له مخه نجیلۍ لیدل

ترنکاح له مخه نجیلۍ لیدل

                                                                    پوښتنه:

مفتي صاحب محترمه سلام عليکم، زما پوښتنه دا ده چي کوم وخت چي يو ځوان واده کول غواړي نو ايا په شرعي توګه د دې حق لري چي د هوکړي څخه تر مخه انجلۍ وويني او خبري ورسره وکړي، د انجلۍ د ولي په حضور کي؟ له بل اړخه ايا انجلۍ هم دا حق لري؟ د کومو شرايطو له مخي يا په څه ډول؟

غلام محمد پکتیاوال 

                               لارښوونه:

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،

پکتیاوال صاحب! بلي کوژدن،اوکوژدنه ترکوژده له مخه محدوده اجازه لري چی: یودبل مخ ته وګوري،ځکه دلته له کتلوڅخه مقصدنکاح کول دی شهوت شړل نه دي، البته دشرعي پردې به بشپړخیال ساتي: ولو أراد أن يتزوج امرأة فلا بأس أن ينظر إليها وإن خاف أن يشتهيها لقوله عليه الصلاة والسلام للمغيرة بن شعبة حين خطب امرأة انظر إليها فإنه أحرى أن يؤدم بيتكما رواه الترمذي والنسائي وغيرهما ولأن المقصود إقامة النساء لا قضاء الشهوة اه 

 والأدوم الإيدام والإصلاح والتوفيق إتقاني /ردالمحتار/ج۶/ص/۳۷۰/ فصل فی النظروالمس. والله اعلم/والسلام/مفتی ابوحماد/۷/۷/۱۴۳۴/ه ق

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …