کور / مذهب / دکمیشن کارۍ په تړاو شرعي‌ حکم

دکمیشن کارۍ په تړاو شرعي‌ حکم

ا لسلا م علیکم و ر حمت الله و بر کا ته

په او ل قد م کی محتر م مفتی صا حب او ټو ل تیم ته دی الله(ج) جنتو نه نصیب کړ ی چه د مسلما نا نو مشکل یی تر ډیر ه ځا ی حل کړی دی .

زه در ی پو شتنی لر م خدا ی دی و کړی چه ځوا ب یی را ته و لیژی

اول- که یو ځو ک د صرا ف نه (۳۰۰۰۰۰۰) ا فغا نی وا خلی او ددی ډالرو د همدغی ورځی نر خ(۵۴) افغا نی وی یعنی یو ډالر په (۵۴) افغا نی وی او صرا ف ور ته ووایی چه یو ه میا شت بعد د غه ا فغا نی په (۵۲) بد لو م او ډالر ما ته را کړه که ډالر کشته وی او یا پورته شوی وی مشکل نه لری ایا دغسی معامله څه حکم لری؟ 

دوهم : کمیشن کا ری څه حکم لری په روا کار کی ؟ مسلا یو څو ک در ته ووایی دغه کا ر در ته کو م په مفا بل ددی دومره (…..) پیسو کی

دریم: ستا سو مخکینی فتو ا می لیدلی ولی یو سوال ما ته حل شو ی نه دی که چیر ی یو ښڅه پنځه اولا ده لری صر ف ددی لپا ره د اولاد د بندید هیله لری چه بد ن یی ضعیف ده او روانی مشکل ور سره پیدا کیژی نو ایا دغسی شځی ته د اولا د توقف حکم شته؟

په در نشت او ددی ټو ل ټیم د کا میا بی په هیله

ا یجینر او ل خا ن احمدزی 

                                                                      لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،،

انجینرصاحب! په ډیرادب درته عرض کوم چی لومړنۍ پوښتنې ته تفصیل ورکړه،زه دمسئلې په صورت نه پوهیږم،اوددوهمې پوښتنې په ځواب کی درته عرض کوم چی: بلي هو! کمیشن کاري داسی شی ده لکه دکوم کس وکالت کول چی: زه به ستاوکیل شم دغه فلانۍ موضوع به درته ستاپه ګټه خلاصه کړم،کوم ته چی مدافع وکیل ویل کیږی،یاپه آسانه ډول درته ووایم چی: کمیشن کاری مزدوری ده،هغه هم یوکاردی لکه نورکارونه چی: یوکس یئ په کوم دفترکی په مزدوری درته کوي،البته دکمیشن داجورې یعنی پیسواندازه به ددواړوپه خوښي سره معلوموي،قائمة هذه العمولات من قبيل الأجرة على الخدمات أو الوكالات والاستئجار على ذلك جائز بأجر معلوم سواء كان محددا بمبلغ مقطوع أو منسوبا للمبلغ دون ربطه بالمدة والأجل وبالنظر فيها يتبين أنه لا مانع من اعتمادها لأنها مطابقة لأحكام الشريعة الإسلامية .الفتاوی الاقتصادیة/ج/۱/ص/۹۰۵/.والسلام/مفتی ابوحماد/۷/۷/۱۴۳۴/ه ق

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …