کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دروحاني (۵) تلین او دقاتلانو آزادي‌ !

دروحاني (۵) تلین او دقاتلانو آزادي‌ !

دهلمند په نسبتآ شوخه ولسوالي نوزاد کې له نن څخه دېرش کاله وړاندي‌ دزېږېدلي ځېږه ،خو فطرطأ مینه ناک انسان روحاني پیدایښت که څه هم دیوه عام افغان دپیدایښت په څېروو، خو دهغه شهادت په افغانستان او سیمه کې یوه ځانګړې څپه خپره کړه . خدای بخښلی رروحاني ایله دژوند دثمر لومړی ګام اوچت کړو چې ناببره یې دوخت ظالم قوت پرغاړه چاړه ورکښېښوده .‌

هغه یو پر اصولو ولاړ خو بېباک ژورنالیسټ وو. نوموړي دخپلو خلکو او خاوري سره بې کچي مینه کوله او دا علت وو چې ډېر ژر یې ځان دخپلو خلکو، خاوري او هیواد دخدمت قرباني کړ. 

ما صمد روحاني له ډېره نېژدې څخه پېژانده ، هره ورځ به یې خوله له خندا ډکه او زړه به یې دهیواد دجګړو په اور سوځېده . نوموړي به همېشه دا یوه خبره کوله چې کاش یوځل ګل او ګلزار افغانستان ووینم .‌دهغه ګل او ګلزار افغانستان یو سوله ئیز افغانستان وو. داسي افغانستان چې په هغه کې د مافیا يي ډلو شتون قانوني جرم وي . داسي افغانستان چې په هغه کې دنشيي توکو کر او قاچاق نه وي . داسي افغانستان چې په هغه کې ناقانونه شخصي زندانونه نه وي . داسي افغانستان چې دټولو وګړو حقوق ورکي خوندي وي . داسي افغانستان چې جګړه ، ځانمرګی برید ، شپني عملیات ، ناقانونه وژنې ، دمذهب په نوم له مذهب سره دښمني او دجمهوریت په نوم دډیموکراسي اصول تر پښو نشي لاندي . صمد روحاني دیوه داسي افغانستان هیله لرله چې په هغه کې دبې ګناه افغانانو پر کورونو دشپې له لوري دالوتکو بمبارۍ نه وي . هغه په ټوله معنا یو بشپړ افغانستان غوښتو او دپورته یادو شویو ناخوالو په خلاف یې همېشه دخپل قلم په ژبه برملا جهاد کاوه . نوموړي هوډ کړی وو چې دی به دخپلو خلکو او دیوه «ګل او ګلزرافغانستان» لپاره له هیڅ ډول هڅو نه ځان ونه سپموي . هغه وو چې دخپل ارمان دپوره کولو لپاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شهید صمد روحاني‌چې له نن څخه پوره پنځه کاله وړاندي دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نېژدې خورا په بېرحمانه ډول وژل شوی وو او د جون پر ۷ یې مړی وموندل شو . هغه دنورو رسنیو دمرستي سره سره دپژواک خبري آژانس او بی بي سي راډیو سره کار کاوه . که څه هم نوموړی دبي بي سي دژورنالیزم قرباني بلل کېږي ،خو تر ډېره برېده یې دکورنۍ غړي دا ادعا کوي چې بي بي سي پښتو ورسره هغومره مرسته نه ده کړې څومره چې په کار وه . 

دروحاني قتل که له یوې خوا دیوه بې وسه افغان قتل وو اود لسګونو زره نورو افغانانو په څېر یې نن هم قاتلین ښکاره ګرزي خو له بله لوري یې له قتل سره سم افغان ژورنالیزم یوه داسي زوره وره ضربه ولیدله چې ښايي ډېر وخت وروسته یې لا هم اثر پاتې وي . دروحاني تر قتل وروسته ګڼ افغان ژورنالیستان له دندو پرشا شول او یا یې هم له سیمي څخه خپلي پښې سپکي کړې . 

دروحاني تر قتل وړاندي هرچا داسي فکرکاوه چې ګواکې دبي بي سي  زوره وره اداره ده او دهغوی خبریالانو ته څوک څه نشي ویلای ، البته که څوک ورته یوڅه هم ووايي نو ګواکې بي بي سي به یې په خپل زور سترګي وروباسي، خو دافغان ټولنې ډېری نالوستې برخه په دې نه پوهېده چې بي بي سي یو اجرایوي قوت نه دی او هغوی داسي هیڅ نه شي کولای  .

دشهید روحاني تر قتل وروسته بیا هم افغان حکومت او نړۍ والو خبري ادارو دافغان ژورنالیسټانو دخوندي توب لپاره هغه ګامونه اوچت نه کړل چې ورته په کار وو. د ۲۰۰۹ کال دسپتمبر میاشتي پر (۹) نېټه کندوز ته نېژدې دنیویارک ټایمز خبریال سلطان محمد مونادي ووژل شو . دهمدغه ۲۰۰۹ کال دډیسامبر میاشتي پر (۳۰) نېټه په هلمند کې د کیلګري هیرالډ او کنویسټ نیوز سرویس یو بل خبریال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا په سویل کې لومړی بهرنی خبریال وو چې دشهید روحاني ترمرګ وروسته وژل کېده ،خو یوازي ۱۱ ورځي وروسته په افغانستان کې دسنډې میرر روپیرټ هامر خپل ژوند له لاسه ورکړ.  نړۍ والي ټولنې او دژورنالیسټانو اتحادیو لا دهغه غم ژاړه چې د ۲۰۱۰ کال دجون میاشتي‌پر ۲۴ نېټه په کندهار کې دامریکا يي ځواکونو یوخبریال ووژل شو . بیا نو تقریبأ یوه څه کم ۱۳ میاشتي‌وروسته په اروزګان کې دځوان او تاند خبریال احمد امید خپلواک کورنۍ دخپل شهید خبریال دغم پر ټغر راغونډه شو . خپلواک د ۲۰۱۱ کال دجولای میاشتي‌پر ۲۸ نېټه په ترین کورټ کې دډله یزو ځانمرګو بریدونو پر مهال د نړۍ والو سوله ساتو ځواکونو له خوا ووژل شو .‌ او په همدې ډول فرهاد تقدسي دپریس تلویزون افغان خبریال وو چې په کابل کې د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر میاشتي‌پر ۲۰ نېټه ووژل شو.‌ څانګه اماج ،‌دتلوتلویزیون یوه خبریاله ،‌جاوید احمد ،‌دملي‌راډیو تلویزیون خبریال سامید خان په ارګون کې ، دملي راډیو تلویزیون بل خبریال سید حامد نوري  . 

تر روحاني ‌وړاندي په افغانستان کې دوژل شویو ژورنالیستانو لیسټ ډېر زیات دی .   

په ټوله کې موږ ویلای شو چې دډیموکراسي‌ په لسیزه کې یعني له ۵ سپتمبر ۲۰۰۱ راوروسته بیا تر نن ورځي یعني د ۲۰۱۳ کال دجون تر ۸ نېټې پوري موږ په افغانستان کې د (۲۷) کورنیو او بهرنیو خبریالانو دوژنو شاهدان یو چې په اوسط ډول په کال کې تردوه زیات خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي‌.خو له بده مرغه ددغو ۲۷ ژورنالیسټانو څخه دیوه قاتل ته هم جزا نه ده ورکول شوې . په کار خو دا وو چې ددغو وژل شویو ژورنالیستانو قاتلین په عام منظر کې جزاشوي وای ،یا لږ تر لږه دقانون منګولو ته سپارل شوي وای .

اوس خبره داده چې په افغانستان غوندي هیواد کې چې دیوه ژورنالیست قاتل نه نیول کېږي ،نو بیا ژورنالیسټانو ته په کار دي چې دخپل ځان ساتنه پخپله وکړي او دشهید روحاني یا نورو وژل شویو ژورنالیسټانو په څېر دیوه راپور ،یا دادارې دغوښتنو ځانونه قرباني نه کړي .‌که څه هم په افغانستان کې تر شعارونو پوري‌محدوده دژورنالیسټانو دحقوقو دملاتړ ادارې شته دي‌ ، خو اوس ژورنالیسټانو ته په کار دي‌چې دخپل ځان لپاره یوه بله چاره وکړي .  ‌ 

په جګړه کې دښکیلو غاړو سره یوشان چلند وکړي او دځان دخوندي توب په موخه دولایتي او سیمه یزو ژورنالیستیکو ټولنو سره سره داسي ټولنې جوړي کړې چې د دخپلو حقوقو دملاتړ په موخه وکړای شي‌چې پر حکومت او دحکومت پر وسله وال اپوزیسیون فشار واچولای شي . په دې ډول افغان ژورنالیسټان کولای شي‌چې تر یوه بریده ځانونه خوندي کړي . که چېرته افغان ژورنالیسټان په یوه خوله یا دخپلو ټولنو تر سیوري لاندي‌کار وکړي او دنړۍ والو ژورنالیسټانو په څېر ټولنې ولري ،دا کار به په ادارو کې ددوی دکار دخوندي کېدو سبب هم وګرزي .‌افغان ژورنالیسټان کولای شي‌چې دنړۍ دنورو خبریالانو په څېر په خپلو ټولنو کې دبسپنې یا چاندې یوه طرحه جوړه کړي‌چې دهغې په مټ وکولای شي چې دخدای مکړه له دغه ډګره دبیلو شویو نورو ژورنالیستانوله کورنیو سره مرسته او کومک وکړي او دوژل شویو ژورنالیستانو برخلیک د شهید روحاني دکورنۍ په څېر نشي . که څه هم دټولنو پرته دافرادو او ادارو له پامه تل په افغانستان کې وژل شوي‌ژورنالیسټان وتلي دي ،خو ټولنې بیا هم هڅه کوي‌چې دوژل شویو ژورنالیسټانو یادونه تازه کړي‌. ددې ښه مثال نن په هلمند کې دژورنالیسټانو غونډه ده چې له ټولو ننګونو سره سره دشهید صمد روحاني‌دشهادت یاد تازه کوي‌او له حکومته او نړۍ والي‌ټولنې غواړي چې دهغه قاتلان ونیسي . 

 

لیکوال : میرویس افغان 

دموضوع په تړاو وروستي‌مطالب 

خبر که ژوند / دروحاني‌دشهادت دورځي په ویاړ

یا به یو کېږو کنې ورکېږو/دروحاني‌ یاد/ منان ارغند

دصمد روحاني کورنۍ بي بي سي او پژواک اداره په نه پاملرنه تورنه کړه

خبریال ډاټ کام یوه وتلي ژورنالیسټ‌ ته دشهید روحاني ایوارډ ورکوي‌

هلمندي ژورنالیسټان دشهید روحاني (۵) تلین لمانځي

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر …

دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

سیمه په دې وروستیو کې دځینو جغرافیايي سیاسي بدلونونو شاهده وه . په دې کې …