کور / افغانستان او نړۍ / په قبايلي سيمو کښې اته شپېته روغتونونه تبا سوي دي

په قبايلي سيمو کښې اته شپېته روغتونونه تبا سوي دي

 

د وسله والو په ضد په  روان جنګ کښې په قبايلي سيمو کښې  اته شپيته د صحت مرکزونه(روغتونونه) تباه سوي اوپه قبايلي ډاکټرانو باندي سوي بريدونهimages د ذاتى دښمنۍ او يا د فرقه واريت په لړ کښې سوي دي

خبر يال ډاټ كام د يوه راپور ترمخه وايي چي په  تېرو ووه کالو په دوران كښېدوسله والو په ضد روان جنګ کښې په قبايلي سيمو کښې اته شپيته  (روغتونونه)يا د صحت مرکزونه تباه سوي دي په کومو کښې چې په  باجوړ ايجنسۍ  کښې  ديارلس ،په  مهمند ايجنسۍ کښې اتلس ،په خېبرايجنسۍ کښې دوه ،په اورکزۍ ايجنسۍ کښې ووه،په شمالى وزيرستان کښې شپږ ،په جنوبى وزيرستان کښې پينځه اوپه نيم قبايلي سيموکښې لس (روغتونونه)ياد صحت  مرکزونه شامل دي

په راپور کښې راغلي دي چي ويجاړ سوي(روغتونونه)يا د صحت  مرکزونه زياتره د بهرني هيوادونو  په مرسته  جوړ کړى  سوي دي

راپوردا هم وايي چي په قبايلي سيمو کښې چي په هسپتالونو کښې په ډاکټرانوكوم بريدونه سوي دي دا د فرقه واريت  او ذاتي  دښمنۍ  په لړ کښې سوي دي

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …