کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دپاکستان نوی حکومت او افغانستان ! میرویس افغان

دپاکستان نوی حکومت او افغانستان ! میرویس افغان

نوازشریف په داسي حال کې دپاکستان دحکومت واګي ترلاسه کوي چې هغه هیواد تر بل هروخت په سیمه کې دیوه ناخوښه او دګاونډیانو لپاره دسردرد بلل کېږي . نوموړي دنورو پاکستاني‌سیاستوالو په څېر دخپل ټاکنیز پروګرام په لړ کې همېشه پر امریکا باندي سختي نیوکې کړې او دامریکا متحده ایالات یې په پاکستان کې په ډرون بریدونو ،‌ او دده په خبره په ناسمه پالیسي پړه بللي دي . میرویس افغان

داقتصادي پلوه محتاج پاکستان له یوې خوا په سیمه او نړۍ کې یوازي‌ شوی او له بله لوري دبې شمېره کورنیو او بهرنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دی . 

دا چې نوازشریف به دپاکستان را پرېوتی اقتصاد پرپښو دروي نو دامریکا هراړخیزه ملاتړ ته هم ضرورت لري ، دمسلم لیګ ګوند که څه هم په لوی اکثریت بریالی شوی خو دنړۍ وال بانګ دمالي مرستو پرته ددغه هیواد پر پښو درول ناشوني برېښي او داسي ښکاري چې نړۍ واله ټولنه یا په بله معنا نړۍ وال بانک به له پاکستان سره هغه مهال مرسته کوي چې پاکستان دافغانستان په سوله کې یو ریښتونی رول ولوبه وي . 

که څه هم دپاکستان دمسلم لیګ ګووند بریاته په سیمه کې ګاونډي هیوادونه او آن تر دې چې له افغانستان ، هند ،چین او ایران سره سره تاجکستان، ازبکستان، کرغستان، کزاکستان اور ترکمانستان هم خوښ ښکاري ،خو دا یوه لویه ننګونه ده چې دپاکستان دمسلم لیګ ګوند دي ددغو ټولو هیوادونو غوښتنو او هیلو ته په پوره معنا ځواب ووايي . 

دپاکستان دتېر حکومت پر مهال چې مشري یې دپیپلز ګوند کوله دسیمي هیوادونه له پاکستان څخه خوښ نه وو. په افغانستان کې ښکاره لاس وهنه ، له هند سره تربورګلوي خو دپاکستان په میراث کې پاتې څه وو، ځو په دې وروستیو کې دپاکستان تر ټولو نېژدې خواخوږي هیواد چین هم له پاکستان نه ګیلې زیاتي کړې وې . چین ادعا لرله چې ددوی په سینکیالګ ایالت کې مسلمان توندلاري په پاکستان کې دترهه ګري زدکړي کوي‌او هلته بریدونه کوي . 

دتاجکستان، ازبکستان، کرغستان، کزاکستان اور ترکمانستان وېره داده چې که نړۍ وال ځواکونه له افغانستان نه وزي نو ترهه ګري به ددوی سیمو ته په پراخه پیمانه لار پیدا کړي او ددوی دا ګیله دپاکستان له پوځ نه ده چې دترهه ګري په مخ نیوي کې مهم رول نه دی لوبه ولی . 

اوس که له یوې خوا پاکستان ته دسیمي او نړۍ دځینو هیوادونو امیدونه زیات شوي دي ،له بله لوري دپاکستان دمسلم لیګ ګوند ته دخپل پوځ سره جوړجاړی هم یوه لویه ننګونه ده . 

دپاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند تل له خپل همېشني تربور هیواد هند سره داړیکو دښه کولو هڅه کړې ده ،خو ددوی پوځ هیڅ کله هم دمسلم لیګ دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی . آن تر دې چې تېر ځل په نیوي یمه لسیزه کې پوځ دکارګل مسئله یوه بهانه کړه او په اساني سره یې دپاکستان دمسلم لیګ ګوند حکومت ړنګ کړ. 

دا ځل چې څنګه دپاکستان دمسلم لیګ ګوند خپل بری اعلان کړ، سمدستي دهند له لوري نواز شریف ته بلنه ورکړل شوه چې دهند سفر وکړي ، دافغانستان ولسمشر کرزي ورته تلیفون وکړ او دسیمي دهیوادونو سره سره  دنړۍ ځواکمنو هم خپلي دامید سترګي یو خل بیا دترهه ګري په ځاله دنومول شوي هیواد (پاکستان) لورته ورواړولې . 

که څه هم نواز شریف ته په پاکستان کې دننه او ددغه هیواد دګاونډیانو په شمول په نړۍ کې دیوه مثبت شخص په سترګه کتل کېږي ،خو ترکومه ځایه چې دنوازشریف دشخصیت خبره ده نوموړی دپاکستان ګټو ته ژمن ،تر ډېره مرموز او دډبلو پالیسیو څېښتن دی . دخپل ټاکنیز کمپاین په اوږدو کې تل دطالبانو په خلاف دکوم جدي غبرګون دښودلو هڅه نه کوله ،خو دا یې همېشه ویل چې په سیمه کې به دترهه ګري لمنه ټولوي . اوس هم دپاکستان دچارو کارپوهان په دې اند دي چې نواز شریف به تر بل هر ګوند په کلکه دطالبانو په خلاف ګام اوچت کړي . 

که څه هم تر نواز شریف وړاندي دپیپلز ګوند یوازي پر کورني سیاست راڅرخېده او دپیپلزګوند مشر اصف علي زرداري دخپل حکومت دبچاو په خاطر هیڅ کله هم دا هڅه نه ده کړې چې دبهرني سیاست واګي له پوځ څخه تر لاسه کړي ،خو ښايي نواز شریف داسي نه وي . هغه کېدای شي دروان ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري له پوځ سره ګوزاره وکړي او دخپلو پالیسیو په جوړولو بوخت وه اوسي ،خو دروان کال په پای کې چې کله دپاکستاني پوځ مشر پرویز اشرف کیاني خپله وظیفه پای ته رسوي نو بیا کېدای شي چې دنواز شریف دخوښي کوم کس دپوځ لومړۍ څوکۍ تر لاسه کړي ،او دا چاره نوموړي ته په بهرني سیاست کې لار ورپیدا کړي ، او دمسلم لیګ ګوند دخپلو جوړو شویو تګلارو عملي کول پیل کړي .  

نواز شریف په افغاسنتان کې په دې تورن دی چې دافغانستان دملي پوځ په ماتولو کې مهم رول لوبولی دی ، هغه دا خبره کړې ده چې افغانستان ېې خپله پنځمه صوبه جوړه کړې ،خو داسي ښکاري چې دوخت ټکانونو او دسیمي حالاتو په نواز شریف کې لوی بدلون راوستلی دی ،ښايي اوس هغه پوهېږي چې دواړه هیوادونه په یوه اور کې سوځي او که دا لمبې کنټرول نشي نو هیڅ عجبه نه ده چې دپښتانه پر خاوره بل اور به دهغه تر پلارني ټاټوبي ریونډ پوري رسېږي . 

په وروستي ځل چې ما نواز شریف سره په لندن کې ولیده ،هغه دافغانستان په تړاو بدل شوی وو،نوموړي دیوه آزاد ،خپلواک او سوله یز افغانستان خبره کوله ،خودا هغه وخت وو چې دده ګوند یوازي په پنجاب ایالت کې حکومت کاوه . زما ښه یاد دي‌چې ده ویل په سوله یز افغانستان کې دسیمي دټولو هیوادونو ګټه ده . دلته یوه خبره دیادولو وړده چې نواز شریف دنورو پاکستاني سیاستوالو برخلاف دافغانستان او پاکستان طالب ته په یوه سترګه ګوري .‌ دا هغه نظر دی چې په ټوله کې په افغانستان کې شتون لري چې «طالب په افغانستان کې هم طالب او په پاکستان کې هم طالب دی » خو ځیني پاکستاني کړۍ او سیاسي ګوندونه ددواړو هیوادونو طالبان سره بېلوي . دوی په افغاسنتان کې طالب مجاهد او په پاکستان کې ترهه ګر بولي چې دا یوه ناسمه پالیسي ده .

نوکه دپاکستان اوسنی نوی واکمن نواز شریف هم دخپلو تېرو سیاسیانو پر پله قدم کښېږدي او ددواړو هیوادونو طالبان سره بیل کړي ،نو نه یوازي دا چې په ګاونډیانو کې به پاکستان هم دا ډول یوازي پاتې شي ،بلکه په نړۍ واله کچه به هم داقتصادي پلوه راپرېوتی پاکستان پر پښو ونه درېږي . 

اوس چې دامریکا ،بریتانیا ، ناټو غړو هیوادونو ،او دسیمي هیوادونو چین ، ایران ، هند ، تاجکستان، ازبکستان، کرغستان، کزاکستان اور ترکمانستان دپاکستان دسیاسي دریځ او بهرني سیاست انتظار باسي ،افغانستان ته هم په کار دي چې دپاکستان دنوې تګلاري لپاره له انتظاره کار واخلي او ترډېره هڅه وکړي چې دلفظي بریدونو مخه ډب کړي . په دې کې شک نشته چې دافغانستان په سوله کې مهم رول لرونکی هیواد پاکستان دی او دافغانستان خیني کورني او بهرني دښمنان ښايي دپاکستان له نوي حکومت سره دافغانستان دښېکلولو هڅه وکړي‌ خو دافغانستان حکومت ته په کار دي چې دګاونډي پاکستان سره یوځل بیا دښو اړیکو لاره خپله کړي ، په دغه کار سره کېدای شي موږ دپاکستان له ګوتو دافغانستان دسولي‌کیلي راوباسو ،ځکه پاکستان هم تر بل هر وخت دجګړې او ترهه ګري په سختو لمبو سوځي او موږ هم په جګړه کې زیات زیانونه لیدلي دي . 

نواز شریف چې په لویه کې پر اقتصادي سیاست عقیده لري هیڅ کله هم دافغانستان ستراتېژیک موقعیت له پامه نشي غورخولای ، دوی که له یوې خوا له هند سره دسوداګري لارپرانیستلو ته ژمن دي ،نو منځنۍ اسیا ته یې لاره پر افغانستان سپره ده . که په افغانستان کې سوله وي ،نو ددوی ګتي به هم خوندي وي او که په افغانسان کې سوله نوي ،نو بیا نه یوازي داچې پاکستان دترهه ګري نه نشي خلاصېدای بلکي په اقتصادي ډګر کې به هم پرمختګ ورته اسانه نه وي . 

لیکوال : میرویس افغان /لندن 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …