کور / مذهب / دخپل قانونی کارداجراءکولولپاره رشوت ورکول

دخپل قانونی کارداجراءکولولپاره رشوت ورکول

                                                                                  پوښتنه: 

محترم او فاضل مفتي صاحبه سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ. زه په کم عمر يو لوېديځ هيواد ته راغلی وم. زه تر خپل وس پوري د اسلام د اصولو سره د برابر ژوند کولو هڅه کوم. کله چي زه د خپل هيواد پاکستان څخه تلم هغه يو ډول ؤ. زه په اروپا کي نه سوم بدل بلکه د کلنو په اوږدو کي خپل دين او دود ته تر امکان تر حده ژمن پاته سوم. خو کله چي پاکستان ته ولاړ سم نو هلته خلک او ماحول راته بدل بدل ښکاري. ما په پاکستان کي يو کال ژوند وکړی او هغه بد کارونه مي وليدل او واورېدل چي په 18 کلنو کي مي په اروپا کي نه وه ليدلي. ما ته د خپل اولاد د اخلاقو په هکله اندېښنه راپيدا سوه چي خدای مه کړه پدغه ځای (پاکستان) کي د نورو خلکو په څېر نسي. هغه هيواد چي پکښي قانون د انګرېز د وختو دی، تلويزيون د انګرېز څخه بدتر دی، اويا فرقې دي چي يو بل وژني، شرابخانې دي، بدکارۍ دي، پټاټې والا هم درواغ وايي او زرګر او تجار هم څوک تېرباسي. زيات شمېر مُلايان او طالبان يې د انګرېز په څېر ډيموکراسي کوي او انتخابات کوي. معلومه خبره ده چي ما په پاکستان کي نيک کسان هم وليدل او نيک خلک مي هم وپېژندل، خو تر هغو نيکو کسانو څخه زیات نه چي ما په اروپايي مسلمانانو کي ليدلي ول. الله دي زما څخه نه ناراضه کيږي خو زه د پاکستانه پدې نه يم بېزاره سوی چي ولي د اروپا په څېر پاک او مسطرح ندی. بلکه د خلکو د اخلاقو، دولتي ادارو او فرقو څخه يې بېزاره سوی يم، د دې څخه بېزاره سوی يم چي قانوني کار مي بېله رشوته نه کيږي. نه خپل ضروري کار پرېښولای سم او نه د راشي و مرتشي برخه ګرځېدلای سم، لاره راڅخه ورکه ده. څو ورځي تر مخه مي پر دغه پاڼه ستاسو جواب ولوستی چي تاسو ويلي ول چي په کافر هيواد کي د مسلمان لپاره ژوند کول ناجايزه دی. اوس زه چيري ولاړ سم؟ د يوه انګرېز قانون لرونکي لوېديځ هيواد څخه چيري چي زما پر دين او عبادت او مسلماني پابندي نسته و بل انګرېز قانون لرونکي ختيځ هيواد (پاکستان) ته؟ او که عربي هيواد ته چيري چي زه د کفيل غلام ګرځم او هيڅکله د مساوي حقونو او سمو اسنادو څښتن کېدای نسم؟ محمد ولي  

          

                                                                     لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما:وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،،،،؛ 

محمدولی وروره! ځیني ناوراشیان رښتیاهم په پاکستان کی هم شته،بلکه په هرهیوادکی شته،دعربوهیوادونه هم سل په سل کی پاک نه دی،لوی رب جل جلاله دی زموږاوستاسی اوزموږاوستاسی داولادونوپرده خوندی کړي،داولادونوسالمې روزنې ته نن ورځ هرمسلمان پریشانه دی، خوپه پاکستان ،افغانستان ، اودی خواته نورواسلامی هیوادونو،اوهمدارازپه عربی نړۍ کی په مکاتبو،دولتي ادارو،تعلیمی ادارو،اوعموماپه بازارونواونوروګرزځایونوکی دپردې،حیاء،عفت،اوشرم لپاره څه حدودشته،تاسی درشوت ورکولوخبره کړی ده،علماؤپه څومواردوکی درشوت ورکولواجازه ورکړی ده،اوداچی: رشوت ورکوونکی ورباندی ګنهکاره کیږی هم نه:                   القاعدة الرابعة عشرة : ما حرم أخذه حرم إعطاؤه :

               القاعدة الرابعة عشرة : ما حرم أخذه حرم إعطاؤه :

 كالربا و مهر البغي و حلوان الكاهن و الرشوة و أجرة النائحة و الزامر إلا في مسائلالرشوة لخوف على نفسه أو ماله أو ليسوي أمره عند السلطان أو أمير إلا للقاضي فإنه يحرم الأخذ و الإعطاء كما بيناه في شرح الكنز من القضاء وفك الأسير و إعطاء شيء لمن يخاف هجوه ./الاشباه والنظائر/ج/۱/ص/۱۸۲/. پرخپل ځان دویرې له وجهې بډې ورکول،پرخپل مال دویرې له وجهې بډې ورکول،دبندی دراخوشی کولولپاره بډې ورکول،ددی لپاره بډې ورکول چی: پرخپل عزت باندی ورڅخه ویریږي چی سپک به می کړي،نوپه دیووکی درشوت ورکوونکی غاړې نه بندیږي: بله خبره تاسی داکړی ده چی په پاکستان کی زیات شمیرملایان اوطالبان یئ دانګریزپه څیردیمکراسی کوي،انتخابات کوي،،،،،،زه که څه هم له دیمکراسۍ سره ډیرسخت ټکریم،اوډیرسخت بدمی ځیني کیږي اوعام انتخابات هم صحیح نه ګڼم،اوله دی لارې څخه چی حکومت جوړشي هغه ته هم پراسلامی طریقه جوړشوی حکومت نه شم ویلای خو:دوی دلائل لري،دوی ته علماؤدجوازبلکه ددی فتواورکړی ده چی خامخابه په ټاکنوکی برخه اخلئ،ځکه که  دوی ونډه ورکی وانه خلي نوټول واک وځواک بی دینه خلګوته ورپاته کیږي هغوی چی بیاڅنګه نخرې کوي هغه به کوي، ځینوعلماؤټول ټاکنوته سیاسی بیعت ویلی دی چی ګواکی هریورای ورکوونکی دخپل نمائنده یاوکیل دټاکلوله لاري دخپل هیوادله ولس مشریالومړی وزیرسره غائبانه بیعت کوي ،اوداډول په شریعت کی جوازلري چی یوڅوک له امیرسره دوکیل له لاری غائبانه بیعت وکړی،/فتاوی جدیدفقهی مسائل /ج/۱/ص/۳۰۹/. بله خبره داده چی: په دی باندی هرڅوک پوهیږي چی په عاموټاکنوسره څنګه حکومت رامینځته کیږي؟ یعنی مخلوط حکومت،نوپه دی کی بیادملایانواوعواموڅه فرق دی چی ټول ورباندی پوهیږي چی داناروالاره ده نودټولوګناه یوشان ته ده،بله خبره تاسی دالیکلی ده چی: ماپه تیروفتواګانوکی ویلی ووچی: په کفری هیوادکی هستوګنه نه ده روا،،،،،بلی هو! داشرعی مسئله ده خو:تاسی په هغې فتواکی وګورئ،ولولئ،چی: له کوم شرعی عذراواشدضرورت څخه پرته اوسیدل نه دی روا،،،،،،؛ تاسی ته ستاسی دضرورت اندازه ښه درمعلومیږي چی: څومره اړتیالرئ،اوتاسی هغه هیوادهم نه دی لیکلی چی اوس ورکی اوسیږئ چی : هغه ترکومې کچې محفوظ دی،زماخوپه خپله خپل وطن افغانستان له دی روانې دربدرۍ،تراژیدۍ،اوروحی وجسمی شکنجوسره سره تربل هرهیوادخوښ دی،اوستالپاره می له ټولونواقصو،اوټوکرټوکرحالت سره سره پاکستان خوښ دی،که بیاهم دی خواته دی بیخی زړه نه کیږي نو: که دی وس ملګرتیادرسره کوي،عرب هیوادونه په امنیت،عفت،عزت،دیانت، اوشرافت کی ترټولو ښه دي،دکفیل یاوکیل غلام مه جوړیږه،اقامه واخله ،اودخپل مسکن مالک شه دهغه ځای دموطن په ډول دژوندله ټولوحقوقوڅخه به برخه من یې.

                             والسلام /مفتی ابوحماد/۲۶/۶/۱۴۳۴/هـ ق

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …