کور / مذهب / په اروپاکی دماخوستن دلمانځه وخت

په اروپاکی دماخوستن دلمانځه وخت

                                                                            پوښتنه:

د خبريال وېب پاڼي مفتي صاحب سلام عليکم. په دوبي کي په اروپا کي ورځ ډېره اوږده وي او د ماخستن لمونځ ډېر ناوخته وي. زما يوه خوارخونده چي پنجابۍ او سني مذهبه ده، د ماښام د لمانځه څخه يو ساعت وروسته د ماخستن څلور رکعته فرض او دوه رکعته سنت لمونځ کوي او بيا بيديږي. هغه بيا د شپې په مېنځ کي وتر او تهجد يو ځای کوي. ايا دا جايزه ده چي څوک د ماښام د لمانځه څخه يو ساعت وروسته د ماخستن لمونځ وکړي حال دا چي د ماخستن اذان ته لا څو ساعته وخت پاته وي؟ اُم النبا 

                                                                       لارښوونه:

 حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،؛ 

اُم النباخورې!دپنجابۍ خورکۍ عمل نه دی صحیح،اوددې لمونځ په خپل وخت کی نه دی نو:فرض یئ نه ادأکیږي اوغاړې یئ بندې دي،دماښام له لمانځه څخه یوساعت وروسته خوپه آسیایئ هیوادونوکی لاهم دماخوستن وخت نه راداخلیږي، دلته هم یونیم ساعت وخت ددوی ترمینځ وي،اوپه اروپاکی خوپه دوبي کي ډیره اوږده مسافه  دماښام اوماخوستن ترمینځ شته،ستاسی لپاره دوه صورتونه دي: یوداچی: کله چی شفق غائب شی تاسی نوردماخوستن لمونځ په اول وخت کی وکړئ،دوهم داچی: دماښام له لمانځه څخه وروسته آرام استراحت وکړئ،کله چی دشپې آخري شوه ترسپېدوله مخه راپورته شئ اودس تازه کړئ،لومړی دماخوستن لمونځ وکړئ،ورپسې که لږنوکی وخت وو،نویوڅورکعتونه تهجدوکړئ،( پردی وخت درڅخه په ډیرادب هیله کوم چی: ماته هم یوه دعأ وکړئ ) کله چی سپیدورڼاوکړه نودسهارلمونځ وکړئ،بیاوروسته نوراستراحت هم ترهغه وخته کولای شئ چی: ددفتریامکتب وخت راځي،ددی مسئلې تفصیل اودلائل په هغه فتواکی کتلای شئ چی د: ماښام اوماخوستن لمونځونه پریوه وخت کول: ترعنوان لاندی نشرشوی ده. 

                                          والسلام /مفتی ابوحماد/۲۵/۶/۱۴۳۴/هـ ق )  

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …