کور / مذهب / له کفری دولت سره چل ول کول

له کفری دولت سره چل ول کول

                                                                                پوښتنه:

مولوي صاحب، سلام علیکم. زه په يو داسي هيواد کي ژوند کوم چي نصارا دی او خپل عسکر يې هم افغانستان ته لېږلي دي او نور هم ښه سم د مسلمانانو دُښمن هيواد او د اسلام پر ضد په تبليغ يې تلويزينونه او راډيوګانې نه مړيږي. زه پدغه هيواد کي مستقل کار کوم او د حکومت څخه هيڅ ډول مرسته نه تر لاسه کوم. کله چي حکومت ته د ماليه ورکولو وخت رارسيږي نو زه د پوره چل ول څخه کار اخلم او هڅه کوم چي لږ ماليه ورکړم او لدې کبله خپل عايد تر هغه لږ وښيم چي په اصل کي مي درلودلی وي. ايا پدې زما غاړي بنديږي چي د کافر هيواد دولت ته تر هغه کمه ماليه ورکړم چي د دغه هيواد د غېر اسلامي قانون له مخي يې حق کيږي؟ عبدالرحمن  

                                                                      لارښوونه:

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،؛ 

عبدالرحمن وروره! چل اوفریب له کافرسره هم نه دی روا،چی روادی هغه په جګړه کی روادی داسی نه دی چی له دوی څخه نوغلاهم رواده،اوداډول چی تاسی وایاست ډیرناسم کاردی،داسی مه کوئ،بلکه دوی ته یئ خپل حق پوره ورکړئ تاسی که له دوی څخه کرکه لرئ نوله دوی سره په هغه ډول جهادوکړئ چی لوی الله ورباندی امرکړی دی،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایئ: مسلمانان پرخپلوشرطونوباندی دی،یعنی لکه له مسلمان سره چی په معامله کی صفاوی همدارازبایدله کافرسره هم صفاوی،فریب اوتزویرله کافرسره هم داسی ناروا دی لکه له مسلمان سره البته له جنګ څخه پرته اوپه معاملاتوکی خوباید مسلمان ډیرصفاوی ترڅوچی کفارپراسلام بدګومانه نه شي : 3596 – حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ الْمَهْرِىُّ أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ أَخْبَرَنِى سُلَيْمَانُ بْنُ بِلاَلٍ ح وَحَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْوَاحِدِ الدِّمَشْقِىُّ حَدَّثَنَا مَرْوَانُيَعْنِى ابْنَ مُحَمَّدٍحَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ بِلاَلٍ أَوْ عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ مُحَمَّدٍشَكَّ الشَّيْخُعَنْ كَثِيرِ بْنِ زَيْدٍ عَنِ الْوَلِيدِ بْنِ رَبَاحٍ عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِصلى الله عليه وسلم– « الصُّلْحُ جَائِزٌ بَيْنَ الْمُسْلِمِينَ ». زَادَ أَحْمَدُ « إِلاَّ صُلْحًا أَحَلَّ حَرَامًا أَوْ حَرَّمَ حَلاَلاً ». وَزَادَ سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ وَقَالَ رَسُولُ اللَّهِصلى الله عليه وسلم– « الْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ ». سنن ابی داؤد/ج/۳/ص۳۲۳/. : 

الفتوى: الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعد:

فالكذب والغش حرام في دار الكفر كما هو كذلك في دار الإسلام، ومن دخل دار الكفر بأمان وعهد فيحرم عليه خيانتهم وأخذ مالهم بالتزوير والكذب.

وعليه فإذا كان ما فعله صديقك من سبيل التزوير والغش فإن الواجب عليه التوبة إلى الله عز وجل وإصلاح وضعه بالتزامه الشروط المرعية في هذا الباب، لقوله صلى الله عليه وسلم: المسلمون على شروطهم . رواه أبو داود . فتاوی الشبکة الاسلامیة/ج/۹/ص/۱۹۸۰/. : والكذب والغش محرمان على الكافر تحريمهما على المسلم ) فتاوی الشبکة الاسلامیة /ج/۲/ص/۱۷۳۷/. 

        والله اعلم /والسلام /مفتی ابوحماد/۲۵/۶/۱۴۳۴/ه ق )

                  

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …