کور / مذهب / آیا په دیني مسائلوکی دیوه عالم فتواکفایت کوي؟

آیا په دیني مسائلوکی دیوه عالم فتواکفایت کوي؟

                                                                                              پوښتنه:

سلام عليکم ورحمت الله، مولوي صاحبه زه د امريکا د نيويارک څخه تاسو ته خپلي نيکي هيلي استوم. زما پوښتنه دا ده: که يو مسلمان ته د اسلام د احکامو په هکله يوه پوښتنه ورپيدا سي، او و يو عالم ته مراجعه وکړي. ايا د يوه عالم نظر کافي دی او که بايد د زیاتو عالمانو نظرونه وپوښتي؟ زيات وختونه بېل عالمان بېلي فتواوي ورکوي؟ کومه فتوای بايد غوره وبلل سي؟

سلطان محمد مشکور، کوټه  .

                                                                      لارښوونه:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،،،،مشکورصاحب! دعالم اومفتی ددلیل قوت ته بایدوکتل شی که یئ دلیل قوی وو،اعتمادورباندی کیدلای شو،نودیوه ښه،اوجیدعالم پرفتواباندی بسنه وشی،اوکه یئ دلیل کمزوری وو،یاداغه عالم مثلاشافعی مسلک والاوو،ته چی پوښتنه ورڅخه کوې،دحنفی مسلک پربناءیئ کوې،اومسئله هم فرعي وي چی: اختلاف ورکی دحقه مذاهبوپرهغه مقتضیْ چی له شرعی اړخه ورکي کوم مشکل نشته اوورته دعلمی څیړنوله مخې داحق ورکول شوی دی،نوپه دی صورتونوکی ددی لپاره چی ته له خپل مسیرڅخه غلط نه شې،له بل یوه عالم څخه هم پوښتنه وکړه! على أن الواجب على المقلد العمل بقول المجتهد وإن لم يظهر دليله كما أفاده في رسم المفتي لكن في آخر الحاوي فإن خالفا قيل يخير المفتي والأصح أن العبرة لقوة الدليل .الدرالختار/ج/۳/ص/۲۱۰/.

دغه د:الدرالمختارپه توریوکی تاسی لوستلای شئ چی: پرمقلدباندی دخپل مجتهدپه قول عمل کول لازم دی که څه هم هغه کوم دلیل نه وی بیان کړی،اوپه پای کی لیکي:اعتبارددلیل غښتلوالی لري،،،،،،)البته تاسی یادلرئ چی: دمفتی فتوی بایددخپل مذهب دمجتهدپرقول بناءوي،وروسته زه درته عبارات رانقل کوم تاسی به یئ ولولئ چي: عام سړی که له دووتنوفقهاؤڅخه پوښتنه وکړه هغوی هریوه بیله بیله یوه له بلې مخالفه فتواورکړه،نوده ته په هریوه عمل کول روادی،البته که یئ دزړه میلان یوې ته وو،نوپه هغې دی عمل وکړي،اوکه یئ دزړه میلان څخه په مخالفه فتواعمل وکړهم څه مشکل نشته،بله خبره هم یادلرئ :دیوه عالم په فتواباندی تاسی عمل کولای شئ که څه هم ترهغه یوبل سترعالم هم موجودوي،که یوډیرښه عالم اوبل ډیرپرهیزګاروو،نودهغه چی علم یئ زیات وي په فتواعمل کول ضروری دی،زه په دی اړوندټول معتبرفقهی مسائل درته رانقلوم که دی کوم څوک پیداکړچی: په فقه اوعربیت ښه پوهیدو،نو:ټکی په ټکی یئ ورباندی ترجمه هم کړه،خو:مایئ خلاصه درته وړاندی کړه: ترپایه،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، 

دغه دتیرې هغې فتوانقل وو.

 

                                        والسلام  (  مفتی ابوحماد/۲۴/۶/۱۴۳۴/) 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …