کور / مذهب / په دارالحرب کی سودکول

په دارالحرب کی سودکول

                                                             پوښتنه:

اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته، د مفتي صاحب څخه زما پوښتنه دا ده چي شيخ يوسف القرضاوي په اروپا او نورو لوېديځو هيوادونو کي اوسېدونکو مسلمانانو ته په کښت د کور رانيولو د جايز کېدو فتوای ورکړې ده. حال دا چي د کښت پدغه معامله کي سود يا رباع دخيله وي. تر کومه ځاي چي زه پوه سوی يم د شېخ د فتوای دليل دا دی چي دغه کسان د ده په وينا په دارلحرب کي اوسیږي او له همدې کبله ګټه مجبوريت مطرح کيږي چي دوی ته بيا دغه د په کښت اخيستلو کار روا کوي. زما زړه دغه خبره نه مني ولي چي دا د کبرا ګناه خبره ده او د سود په هکله هغه ټول احاديث مي ذهن ته راځي چي سود په سخته منعه کوي. دويم دا چي زه پخپله په غرب کي ژوند کوم او زما پر لمونځ او دين هيڅ پابندي نسته او نه هم راته بل ګواښ لدې کبله مواجه دی چي زه مسلمان يم. نو دا څنګه دارلحرب دی؟ له بل اړخه دغه غربي هيوادونه د سعودي عربستان او يو شمېر نورو مسلمانو هيوادونو سره راکړه ورکړه او د سولې تړونونه لري. نو دا څنګه دارلحرب بلل کېدای سي؟ خو له بده مرغه بيا هم يو شمېر مسلمانان ورونه چي پکښي افغانان هم شامله دي د شېخ صاحب القرضاوي د فتوی پر اساس کورونه په کښت او پدې توګه په سود اخلي. تاسو پر دغه پاڼه په يو جواب کي ويلي ول چي د مفتي فتوی د منلو وړ وي. نو ايا د القرضاوي دغه فتوی هم بايد څوک ومني؟ اڅکزی، المان 

                                                      لارښوونه:

حامداومصلیا ومسلما:وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،،،،؛ 

اڅکزی صاحب!دومره سخته پیچلی پوښتنه موکړی ده چی : ټول اړخونه یئ دقیق جوابول اوهرې جزئیې ته یئ دلیل ذکرکول دومره اوږدیږي چی: بشپړه یوه رساله ورباندی لیکله کیږي،  تاسی کاشکی چی دقسطونو( کښتونو ) په اړه بشپړه تشریح ورکړی وای چی : دالته دکښتونوکوم کوم صورتونه رواج دی یاکورونه په څه ډول رانیول کیږي؟ مطلقا: په قسطونوشی رانیول ناروانه دی اونه یئ هرصورت په ربأ (سود ) کی داخل دی بلکه : دفقهي مسائلوله مخې هره بیعه له بلې څخه توپیرلري،فقه ډیره سخته باریکه ده،اوپه ډیره وړه جزئیه باندی مسئله دجوازاوعدم جوازتربریده فرق کوي،زموږدحنفی فقهې کلیه قاعده دقسطونوپه موردکی تاسی یاده لرئ: مادة 157 التقسيط تأجيل 156 أداء الدين 158 مفرقا إلى أوقات متعددة معينة./مجلة الاحکام العدلیة/ج/۱/ص/۳۳/.

ترجمه یئ داده چی: قسط دپوردادأکولوځنډول ترمعلومووختونوپوري په واروارورکولوته ویل کیږي : ( الْمَادَّةُ 157 ) التَّقْسِيطُ تَأْجِيلُ أَدَاءِ الدَّيْنِ مُفَرَّقًا إلَى أَوْقَاتٍ مُتَعَدِّدَةٍ مُعَيَّنَةٍ . هَذَا التَّعْرِيفُ هُوَ تَعْرِيفُ التَّقْسِيطِ الشَّرْعِيِّ وَأَمَّا تَعْرِيفُهُ اللُّغَوِيُّ : فَهُوَ تَجْزِئَةُ الشَّيْءِ إلَى أَجْزَاءٍ وَذَلِكَ كَتَأْجِيلِ دَيْنٍ بِخَمْسِمِائَةِ قِرْشٍ إلَى خَمْسَةِ أَسَابِيعَ عَلَى أَنْ يَدْفَعَ مِنْهُ مِائَةَ قِرْشٍ كُلَّ أُسْبُوعٍ . دررالحکام شرح مجلة الاحکام/ج/۱/ص/۱۱۰/. 

په دی وروستنیوفقهي جملوکی تاسی ګورئ چی: زموږاوستاسی دمروجوکښتونوپه اړه یئ تفصیل راکړچي: یوشی پرټوټوویشل لکه پورځنډول مثلا: پنځه سوه پورترپنځواونیوپوري چی هره اونۍ به سل سل ورکوي، داخوبیله موضوع ده چی : مامخکی عرض وکړچی: دفقهې مسائل په ډیره لږه خبره باندی لوی فرق کوي،اوبله داخبره هم یادلرئ چی: دارالحرب اوس یواځي په یوه شی باندی جوړیږي اوداوس عصرفقهاؤپردی باندی فتواورکړی ده چی : کله که دکفراحکام رډبډلیدل کیدل بس همداغه دارالحرب دی،البته دامام اعظم صاحب په نزدددارالحرب لپاره درې شرطونه دي: ۱/دکفاروداحکامواجراء، ۲/دغه وطن به له بل دارالکفرسره متصل وی،۳/هغه امن چی مسلمان یاذمی ته داسلام یاذمې په وجه په اول کی وو،اوس پاته نه وي،نوپردی تقدیرستاسی خبره هم تریوه حده سمیږي چی :تاسی وایاست لمونځ کوم څوک څه نه راته وایئ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،؛ یانه بل ګواښ راته متوجه دی نو: داڅنګه دارالحرب دی؟ خو: قوی اوراجح دامام ابویوسف اوامام محمدرحمة الله علیهمارأی ده چی: په هغه یوه شی باندی چی دکفرداحکامواظهاروي وطن دارالحرب ګرزي: تاسی دفقهی عبارات ملاحظه کړئ: اعْلَمْ أَنَّ دَارَ الْحَرْبِ تَصِيرُ دَارُ الْإِسْلَامِ بِشَرْطٍ وَاحِدٍ وهو إظْهَارُ حُكْمِ الْإِسْلَامِ فيها قال مُحَمَّدٌ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى في الزِّيَادَاتِ إنَّمَا تَصِيرُ دَارَ الْإِسْلَامِ دَارَ الْحَرْبِ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى بِشُرُوطٍ ثَلَاثَةٍ أَحَدُهَا إجْرَاءُ أَحْكَامِ الْكُفَّارِ على سَبِيلِ الِاشْتِهَارِ وَأَنْ لَا يُحْكَمَ فيها بِحُكْمِ الْإِسْلَامِ وَالثَّانِي أَنْ تَكُونَ مُتَّصِلَةً بِدَارِ الْحَرْبِ لَا يَتَخَلَّلُ بَيْنَهُمَا بَلَدٌ من بِلَادِ الْإِسْلَامِ وَالثَّالِثُ أَنْ لَا يَبْقَى فيها مُؤْمِنٌ وَلَا ذِمِّيٌّ آمِنًا بِأَمَانِهِ الْأَوَّلِ الذي كان ثَابِتًا قبل اسْتِيلَاءِ الْكُفَّارِ لِلْمُسْلِمِ بِإِسْلَامِهِ وَلِلذِّمِّيِّ بِعَقْدِ الذِّمَّةِ وَصُورَةُ الْمَسْأَلَةِ على ثَلَاثَةِ أَوْجُهٍ إمَّا أَنْ يَغْلِبَ أَهْلُ الْحَرْبِ على دَارٍ من دُورِنَا أو ارْتَدَّ أَهْلُ مِصْرٍ وَغُلِبُوا وَأَجْرَوْا أَحْكَامَ الْكُفْرِ أو نَقَضَ أَهْلُ الذِّمَّةِ الْعَهْدَ وَتَغَلَّبُوا على دَارِهِمْ فَفِي كُلٍّ من هذه الصُّوَرِ لَا تَصِيرُ دَارَ حَرْبٍ إلَّا بِثَلَاثَةِ شُرُوطٍ وقال أبو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى بِشَرْطٍ وَاحِدٍ لَا غير وهو إظْهَارُ أَحْكَامِ الْكُفْرِ وهو الْقِيَاسُ ./الفتاوی الهندیة /ج/۲/ص/۲۳۲/. : ( لا تصير دار الإسلام دار حرب إلا ) بأمور ثلاثة ( بإجراء أحكام أهل الشرك وباتصالها بدار الحرب وبأن لا يبقى فيها مسلم أو ذمي آمنا بالأمان الأول ) على نفسه ( ودار الحرب تصير دار الإسلام بإجراء أحكام أهل الإسلام فيها ) كجمعة وعيد ( وإن بقي فيها كافر أصلي وإن لم تتصل بدار الإسلام ) درر./الدرالمختار/ج/۴/ص/۱۷۴/. 

تاسی چی چیرته اوسیږئ پخپله یئ اندازه ولګوئ چی: اوس هم درته دالاسلام ښکاریږي که دارالحرب؟ یادلره! چی هروطن به یادارالاسلام وی یادارالحرب: بل دریم ګډوډشی موږددی لپاره په فقه کی نلروچی ددیمکراسۍ په ډول یئ راته په اصطلاح اسلامی جمهوریت جوړکړي،نورنو: داچی علامه یوسف قرضاوی څنګه فتواورکړی ده؟ زه په هغې نه یم خبرتاسی راته کاپی رالیږلی وای یامودکوم کتاب نوم رااستولی وای چی مایئ پلټنه کړی وای پیداکړی می وای اوعلم می ورباندی راوستلی اوبیامی دسم یاناسم حکم کړی وای.خودومره درته عرض کوم چی ددارالحرب مسائلې ډیرې ددارالاسلام له مسائلو څخه فرق لري،خو: زه ستاسی احتیاط دربوااوسودپه موردکی ډیرخوښوم ځکه چی: په یوه شی کی چی شبهه وی لاهم بایدپریښوول شی،نو:داچی دداغوکورونوداخیستلوصورتونه به څنګه وی؟خوښه می داغه ستاسی له احتیاطه ډکه لاره ده که څه عرب علماؤډیرودقسطونودډیروډولونودرواوالی فتواورکړی ده ،خوزموږفقه راته دډیراحتیاط توصیه کوي،تاسی دغه فتواوګورئ چی عربوعلماؤدقسطونوپه موردکی ورکړی ده: الإجابة: إن مجلس مجمع الفقه الإسلامي المنعقد في دورة مؤتمره السادس بجدة في المملكة العربية السعودية من 17- 23 شعبان 1410 هـ الموافق 14 – 20 آذار (مارس) 1990م، بعد اطلاعه على البحوث الواردة إلى المجمع بخصوص موضوع البيع بالتقسيط، واستماعه للمناقشات التي دارت حوله، قرر ما يلي: أولاً: تجوز الزيادة في الثمن المؤجل عن الثمن الحال، كما يجوز ذكر ثمن المبيع نقداً، وثمنه بالأقساط لمدد معلومة، ولا يصح البيع إلا إذا جزم العاقدان بالنقد أو التأجيل. فإن وقع البيع مع التردد بين النقد والتأجيل بأن لم يحصل الاتفاق الجازم على ثمن واحد محدد، فهو غير جائز شرعاً. ثانياً: لا يجوز شرعاً، في بيع الأجل، التنصيص في العقد على فوائد التقسيط، مفصولة عن الثمن الحال، بحيث ترتبط بالأجل، سواء اتفق العاقدان على نسبة الفائدة أم ربطاها بالفائدة السائدة. ثالثاً: إذا تأخر المشتري المدين في دفع الأقساط عن الموعد المحدد فلا يجوز إلزامه أي زيادة على الدين بشرط سابق أو بدون شرط، لأن ذلك ربا محرم. رابعاً: يحرم على المدين المليء أن يماطل في أداء ما حل من الأقساط، ومع ذلك لا يجوز شرعاً اشتراط التعويض في حالة التأخر عن الأداء. خامساً: يجوز شرعاً أن يشترط البائع بالأجل حلول الأقساط قبل مواعيدها، عند تأخر المدين عن أداء بعضها، ما دام المدين قد رضي بهذا الشرط عند التعاقد. سادساً: لا حق للبائع في الاحتفاظ بملكية المبيع بعد البيع، ولكن يجوز للبائع أن يشترط على المشتري رهن المبيع عنده لضمان حقه في استيفاء الأقساط المؤجلة. ويوصي بما يلي: دارسة بعض المسائل المتصلة ببيع التقسيط للبت فيها إلى ما بعد إعداد دراسات وأبحاث كافية فيها، ومنها: أ- حسم البائع كمبيالات الأقساط المؤجلة لدى البنوك. ب- تعجيل الدين مقابل إسقاط بعضه وهي مسألة "ضع وتعجل". ج- أثر الموت في حلول الأقساط المؤجلة، والله الموفق.  

لیکن بالمقابل حنفی فقه دزیات احتیاط اوځان ساتلوفتواورکوی

 ولو اشترى بحكم البائع أو المشتري أو بحكم فلان فهو فاسد لأن الثمن مجهول وكذلك لو اشترى شيئا بألف درهم إلا دينار أو بمائة دينار إلا درهما لأن معناه إلا قدر قيمة الدينار وهذه جهالة مفضية إلى المنازعة  ولو باع وقال هو بالنسيئة كذا وبالنقد كذا فهو فاسد لأن الثمن مجهول وكذا لو قال بعت إلى أجل كذا أو كذا فهو فاسد لأن الأجل مجهول ولو باع إلى الحصاد والدياس أو إلى رجوع الحاج وقدومهم فالبيع فاسد لما ذكرنا ./تحفة الفقهاء/ج/۲/ص/۴۶

ګوره! دلته دغې جملې ته تاسی وګورئ:ولوباع وقال هوبالنسیئة کذا،،،،،، دپوراونقدوفرق کول،ورپسې دمودې په سبب فرق کول ډیرملاحظات لري. تاسی چی لیکلی دی چی: دیوه عالم فتوی کفایت کوی: ترعنوان لاندی مادیوې پوښتنې په جواب کی ویلی وو چی: بلی هو! کفایت کوی، دهغې تفصیل ته هم تاسی لږمتوجه شئ چی ماذکرکړی دی،اوټول اړخونه یئ په پام کی ونیسئ ،ماداسی نه دی لیکلي چی : مطلقا دهرعالم هره خبره نوره نودمنلووړده ،بلکه تاسی یئ ولولئ ،زه به یئ دغه دی هغه توري ټول بیا رانقل کړم ،بلکه کاپی به یئ راواخلم ددی لپاره چی بل چاته بیاکومه شبهه پیدانه شي هغه ټکی دادی : 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …