کور / مذهب / په موټرکی لمونځ کول

په موټرکی لمونځ کول

پوښتنه:

محترم مفتي صاحبه، سلام علیکم. په لومړي سر کي درڅخه مننه کوم چي د پوښتنو د جوابولو دغه لړۍ مو شروع کړې ده، الله دي درته اجرونه درکړي. قدرمن مفتي صاحب زه په يو اروپايي هيواد کي ژوند کوم او کله چي د کار څخه رخصت سم نو لا د مازديګر د لمانځه وخت نه وي داخل سوی. زه بيا په خپل موټر کي و کور ته پدې نيت روانېږم چي لمونځ به کور ته ورسوم. کله کله په لوی سړک کي ترافيک جام وي او ما ته دا شک راپيدا سي چي لمونځ کور ته نسم رسولای نو موټر يو اړخ ته کړم او موټر ودروم. دا چي شاوخوا د لمونځ ځای نه وي نو پر جلو يا سټيرنګ ناست يم او په ناسته خپل لمونځ وکړم او بيا بېرته پر خپله لاره ځم. نيت مي دا وي چي دا چي لمونځ بيخي راڅخه فوت کيږي ښه دی چي دغسي يې وکړم چي راته مسايد دی. ايا شرعا د دغسي لمونځ اجازه لرم؟ شاغاسي

لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،؛ 

شاغاسی(شاه غازی) وروره! ستاله لمانځه سره پرډیره مینه آفرین شه! مسلمان بایددغومره دخپل لمانځه چی: داسلام لومړنی رکن دی) په فکراوغم کی وي، اوله قضأکیدلوڅخه یئ بایدهرمسلمان ډیروویریږي،خو: ستالمونځ په دی صورت کی چی: تاذکرکړی دی نه دی صحیح،ځکه چی : فرض لمونځ له دښمن څخه دسختې ویرې،اوځینونورودسخت ضرورت له صورتونوڅخه پرته( لکه:له غلوغدویوڅخه ویره،له خروړیوڅارویوڅخه ویره، دقافلې له تګ اودده له پاته کیدلوڅخه ویره، اونور،،،،)  په موټرکی نه صحیح کیږي،اوستاعذرچی: بیروباردی کوم شرعی عذرنه دی،ته ترهغه وخته پوري لمونځ وځنډوه ترڅوکورته رسیږي اوکه یئ دتغییریدلویاخدای مکړه دقضاءکیدلوویره وه نوهرځای چی پاکه زمکه وه،هسی ورته راکوزشه،مخ پرکعبه شریفه ودریږه،اوفرض لمونځ په رکوع اوسجده ادأکړه،شرمیږه مه،په دی کی به دی ډیرغټ خیرنورهم وی ځکه نورمسلمانان به دی وویني هغوی به هم ستاپه پیروي لمونځونه همداغسی پیل کړي،ستابه دهریوه مسلمان په لمانځه کی دخیرونډه وي اوله فرض لمانځه څخه پرته نورنفلونه په موټرکی روادی،البته په اشاره به رکوع اوسجده کوي : وَقَدْ رَأَيْنَاهُ فِي بَابِ الْوِتْرِ فِي السَّفَرِ مِنْ صَحِيحِ الْبُخَارِيِّ مِنْ حَدِيثِ ابْنِ عُمَرَ ، وَأَخْرَجَهُ ابْنُ حِبَّانَ فِي النَّوْعِ الْأَوَّلِ مِنْ الْقِسْمِ الرَّابِعِ مِنْ صَحِيحِهِ عَنْ جَابِرٍ { رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي النَّوَافِلَ عَلَى رَاحِلَتِهِ فِي كُلِّ وَجْهٍ يُومِئُ إيمَاءً وَلَكِنَّهُ يَخْفِضُ السَّجْدَتَيْنِ مِنْ الرَّكْعَتَيْنِ } ( قَوْلُهُ وَلِأَنَّ النَّوَافِلَ غَيْرُ مُخْتَصَّةٍ بِوَقْتٍ فَلَوْ أَلْزَمْنَاهُ النُّزُولَ وَالِاسْتِقْبَالَ تَنْقَطِعُ عَنْهُ النَّافِلَةُ ) إنْ لَمْ يَنْزِلْ أَوْ لَمْ يَسْتَقْبِلْ ( أَوْ يَنْقَطِعُ هُوَ عَنْ النَّافِلَةِ ) إنْ نَزَلَ أَوْ اسْتَقْبَلَ ( أَمَّا الْفَرَائِضُ فَمُخْتَصَّةٌ بِوَقْتٍ ) فَلَا يَشُقُّ إلْزَامُ النُّزُولِ فِي بَعْضِ الْأَوْقَاتِ ، وَلِأَنَّ الرُّفَقَاءَ مُتَظَافَرُونَ مَعَهُ عَلَى ذَلِكَ فَلَا يَنْقَطِعُ حَتَّى لَوْ لَمْ يَقِفُوا لَهُ وَخَافَ مِنْ النُّزُولِ اللِّصَّ أَوْ السُّبُعَ جَازَ لَهُ أَنْ يُصَلِّيَهَا رَاكِبًا ، وَكَذَا إذَا كَانَتْ الدَّابَّةُ جَمُوحًا لَا يَقْدِرُ عَلَى رُكُوبِهَا إلَّا بِمُعِينٍ ، أَوْ هُوَ شَيْخٌ كَبِيرٌ لَا يَجِدُ مَنْ يُرَكِّبُهُ .وَكَذَا الطِّينُ وَالْمَطَرُ لِقَوْلِهِ تَعَالَى { فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا } وَالْوَاجِبَاتُ مِنْ الْوِتْرِ وَالْمَنْذُورِ وَمَا شُرِعَ فِيهِ فَأَفْسَدَهُ وَصَلَاةِ الْجِنَازَةِ وَالسَّجْدَةِ الَّتِي تُلِيت عَلَى الْأَرْضِ كَالْفَرْضِ .وَأَمَّا السُّنَنُ الرَّوَاتِبُ فَتَجُوزُ عَلَى الدَّابَّةِ .وَعَنْ أَبِي حَنِيفَةَ أَنَّهُ يَنْزِلُ لِسُنَّةٍ الْفَجْرِ لِأَنَّهَا آكَدُ مِنْ غَيْرِهَا ، وَرُوِيَ عَنْهُ أَنَّهَا وَاجِبَةٌ ، وَعَلَى هَذَا اُخْتُلِفَ فِي أَدَائِهَا قَاعِدًا ( قَوْلُهُ وَالْجَوَازُ ) عَطْفٌ عَلَى اشْتِرَاطٍ ، وَالْأَوَّلُ رِوَايَةٌ عَنْ أَبِي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ ، وَالثَّانِي عَنْ أَبِي يُوسُفَ . فتح القدیر/ج/۲/ص/۴۳۹/. والله اعلم

             ( والسلام/مفتی ابوحماد/۲۴/۶/۱۴۳۴/ه ق

                            

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …