کور / مذهب / پرجرابومسحه کول

پرجرابومسحه کول

پوښتنه: 

ښاغلي مولوي صاحب او لوستونکو ته دي زما سلامونه ورسيږي. قدرمن مفتي صاحبه، زه د کافرانو په ملک کي کار کوم. کله چي دفتر ته ځم نو په اودس ځم. خو دا چي په دفتر کي د نوي اودس کولو پر وخت د پښو د مينځلو او بيا وچولو وخت (او آسانتيا) نه لرم، نو پر هغو عامو جرابو چي اغوستي مي وي مسحه وکړم او خپل لمونځونه په کوم، تر څو چي کور ته راځم او بيا نوی اودس تازه کوم. يو عربي                                                           پرجرابومسحه کولورور چي زما سره يو ځای کار کوي دغه د مسحي طريقه يې راښودلې ده. ايا دا جايز کار دی چي څوک پر جرابو مسحه وکړي؟ احمد، جرمني 

لارښوونه: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،؛ حامداومصلیاومسلما: 

احمده وروره! پرجرابومسه کول په هغه صورت کی چی: جرابې ټینګې،پنډې،اوتتې وي،په داسی ډول چی: پښه اولینګی نه ورڅخه مالومیږي،اوبه چی مسه ورباندی وکړي هغه دننه خواته نه وزي،اوپرلینګي باندی ښې چسپې نښتي وي،مسه ورباندی کول پروانه لري،صحیح کیږي،زموږدمذهب معتمدکتابونه لیکي چی : سیدناامام اعظم ابوحنیفه رضی الله عنه هم دی قول ته رجوع کړی ده چی دامسه روا ګڼي،امام ابویوسف اوامام محمدرحمة الله علیهما خویئ له کوم شک اوتردیدپرته رواګڼي:  مبحث الْمَسْحِ على الْجَوَارِبِ  وَأَمَّا الْمَسْحُ على الْجَوْرَبَيْنِ فَإِنْ كَانَا مُجَلَّدَيْنِ أو مُنَعَّلَيْنِ يُجْزِيهِ بِلَا خِلَافٍ عِنْدَ أَصْحَابِنَا وَإِنْ لم يَكُونَا مُجَلَّدَيْنِ وَلَا مُنَعَّلَيْنِ فَإِنْ كَانَا رَقِيقَيْنِ يَشِفَّانِ الْمَاءَ لَا يَجُوزُ الْمَسْحُ عَلَيْهِمَا بِالْإِجْمَاعِ وَإِنْ كَانَا ثَخِينَيْنِ لَا يَجُوزُ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ وَعِنْدَ أبي يُوسُفَ وَمُحَمَّدٍ يَجُوزُ  وَرُوِيَ عن أبي حَنِيفَةَ أَنَّهُ رَجَعَ إلَى قَوْلِهِمَا في آخِرِ عُمُرِهِ وَذَلِكَ أَنَّهُ مَسَحَ على جَوْرَبَيْهِ في مَرَضِهِ ثُمَّ قال لِعُوَّادِهِ فَعَلْتُ ما كُنْت أَمْنَعُ الناس عنه فَاسْتَدَلُّوا بِهِ على رُجُوعِهِ  وَعِنْدَ الشَّافِعِيِّ لَا يَجُوزُ الْمَسْحُ على الْجَوَارِبِ وَإِنْ كانت مُنَعَّلَةً إلَّا إذَا كانت مُجَلَّدَةً إلَى الْكَعْبَيْنِ  احْتَجَّ أبو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ بِحَدِيثِ الْمُغِيرَةِ بن شُعْبَةَ أَنَّ النبي تَوَضَّأَ وَمَسَحَ على الْجَوْرَبَيْنِ وَلِأَنَّ الْجَوَازَ في الْخُفِّ لِدَفْعِ الْحَرَجِ لِمَا يَلْحَقُهُ من الْمَشَقَّةِ بِالنَّزْعِ وَهَذَا الْمَعْنَى مَوْجُودٌ في الْجَوْرَبِ بِخِلَافِ اللِّفَافَةِ وَالْمُكَعَّبِ لِأَنَّهُ لَا مَشَقَّةَ في نَزْعِهِمَا .بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع/ج/۱/ص/۱۰/.والله اعلم،

والسلام /مفتی ابوحماد/۲۲/۶/۱۴۳۴/.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …