کور / مذهب / دوترواوتهجدولپاره ښه وخت

دوترواوتهجدولپاره ښه وخت

پوښتنه:

. مفتي صاحب سلام عليکم. که يو څوک پدې نيت چي وتر به د تهجد پر وخت د نفلو سره وکړي بيده سي او زياتره وخت همدغسي کوي، خو کله کله ورباندي د سهار وخت راداخل سي، بايد څه وکړي؟ ياني که څوک پدې نيت پرېوزي چي د شپې په مېنځ کي به تهجد ته راکښېني خو کله چي راکښېني د سهار د لمانځه وخت وي بايد څه وکړي؟ د سهار د لمونځ سره وتر وکړي او که د لمر ختو وروسته؟ د تهجد د لمونځ لپاره بهترينه وخت کوم دی؟ ستاسو يوه خور لمونځ

لارښوونه : 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،؛  خورجانې! 

که دچاعادت داووچی :وتریئ دشپې له خوب څخه له راپورته کیدلووروسته له تهجدلمانځه څخه وروسته ادأکول اویووخت داسی پیښه شوه چی ورباندی ناوخته شوی وواودسپېدوچاودلووروسته راویښ شو: نودسهارترلمانځه وړاندی دی لومړی دوتروقضأراوړي،وروسته دی ورپسې دسهارلمونځ ادأکړي،اوکه یئ داسی عادت نه وو،دهغه لپاره ښه داده چی: ماخوستن ترویدیدلووړاندی وترهم وکړي،ځکه چی : وترواجب دی اوقضأکول یئ ګناه ده،اودتهجدلپاره ښه وخت دشپې آخري برخه ده،لوی الله دی راته توفیق راکړي چی له تهجدسره موهمیشنۍ مینه پیداشي اوبلاناغه یئ وکړو، تهجدډیرعجیب مرغوب،لوی الله ته خوښ،اوددعاءدقبلیدلولپاره بهترین لمونځ دی: قلت أرأيت رجلا نام عن صلاة الفجر فاستيقظ وقد كادت الشمس أن تطلع ولم يوتر أيبدأ بالوتر أو بالفجر قال إن كان لا يخاف أن تفوته الفجر وأن تطلع الشمس بدأ فأوتر ثم صلى ركعتين قبل الفجر ثم صلى الفجر وإن كان يخاف أن يفوته الفجر ترك الوتر وصلى الفجر قلت فإن فرغ من الفجر وسلم ثم طلعت الشمس متى يوتر قال إذا ابيضت الشمس أوتر 

 قلت فإن طلعت الشمس وقد بقي عليه من الفجر ركعة قال صلاته فاسدة وعليه أن يستقبل الفجر إذا ارتفعت الشمس /المبسوط للشیبانی/ج/۱/ص۱۵۳/. اخبرنا قيس بن الربيع الاسدي قال اخبرنا نعيم بن حكيم عن ابي مريم قال شهدت على بن ابي طالب رضي الله عنه فاتاه رجل فساله عن رجل نام عن الوتر او نسي الوتر حتى طلعت الشمس قال من نام او نسي ولم يوتر فليوتر متى ذكر 

 اخبرنا سفيان بن عيينة قال اخبرني ابن طاوس قال تصلي الوتر وان صليت الفجر /الحجة علی اهل المدینة للامام محمدابن الحسن الشیبانی رحمة الله علیه/ج/۱/ص/۱۹۵/. والسلام/ مفتی ابوحماد/۲۲/۶/۱۴۳۴/ه ق

                                         

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …