کور / مذهب / دبریتونو په تړاو !!!

دبریتونو په تړاو !!!

 پوښتنه: 

مفتي صاحب ته دي زما سلامونه او نيکي هيلي ورسيږي. زما پوښتنه: حَدَّثَنِي مُحَمَّدٌ، أَخْبَرَنَا عَبْدَةُ، أَخْبَرَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ، عَنْ نَافِعٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ـ رضى الله عنهما ـ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏ "‏ انْهَكُوا الشَّوَارِبَ، وَأَعْفُوا اللِّحَى ‏"‏‏. قدرمن مفتي صاحب لکه تاسو چي خبر ياست د ږيري په هکله دغه د صحيح بخاري څخه يو حديث دی. اوس زموږ افغانانو زياتره هغه کسان چي ږيري لري چي پکښي برېتونه زیاتره علمأکرام هم راځي بريتونه نه کوچني کوي. همدغه کسان بيا پر هغو کسانو انتقاد کوي چي ږيري خريي يا يې وړې کوي. حال دا چي دغه پر ږيرخريلو انتقاد کوونکي پخپله لوړ صحيح حديث نه عملي کوي. د رسول ع په وخت کي مشرکينو لوی بريتونه درلودل او ږيري يې خريلې. خو د دې تر څنګ يهوديانو بيا هم لوی ږيري درلودې او هم يې بريتونه درلودل. نو ايا د رسول ع د پورتني حديث معنا دا نسوه چي څوک بريتونه کم کړي يا يې وخريي چي د مشرکينو څخه بېل سي او په عيني حال کي يې د يهودو سره هم فرق وسي؟ احمد، المان 

                                                                        لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، 

بلی! احمده وروره: ددی حدیث شریف اونوروهمداډول حدیثونودوې جملې دي،۱/احفواالشوارب،۲/اعفوااللحی، نوپه یوه یئ عمل کول چی : ږیره پرېښوول دی اوبل یئ له پامه غورزول،چی : بریتونه سمول دی،اوپرهغه چاباندی بدویل چی هغه هم یوجزء ترک کړی وي، نوخپل عیب نه لیدل اودبل عیب ته متوجه کیدلوپه مانادی،ددی حدیثونودواړه اجزاءدنبوی متداوم،مؤکد،ټینګ، اومتواترسنت برخې دي،اوپه دواړواجزاؤعملی کولوسره یئ مسلمان دمخ په بڼه کی له یهودو،مشرکینو،نصاراؤ،اونوروټولوبې دینه ډلوڅخه په بشپړه توګه جلاکیږي،دغه حدیثونه په بیلوبیلوسندونواودمتن په تغییرداحادیثوپه ټولوکتابونوکی راغلی دي اودمشهوروحدیثونو درجه لري: 826- أَحْفُوا الشواربَ وأعْفُوا اللِّحَى (أحمد ، ومسلم ، والترمذى ، والنسائى عن ابن عمر . الطبرانى ، وابن عدى عن أبى هريرة)

حديث ابن عمر : أخرجه أحمد (2/16 ، رقم 4654) ، ومسلم (1/222 ، رقم 259) ، والترمذى (5/95 ،

رقم 2763) وقال : صحيح . والنسائى (1/16 ، رقم 15) . وأخرجه أيضًا : أبو عوانة (1/161 ، رقم 466) .جامع الاحادیث/للسیوطی/ج/۲/ص/۷/.              والسلام /مفتی ابوحماد/۱۸/۶/۱۴۳۴/هـ ق  ) 

               

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …