کور / مذهب / صحیح حدیث اوضعیف

صحیح حدیث اوضعیف

: د خبریال ویبانی ټولو محترمو چلونکو ته نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم

زما یوه غوښتنه ده د اسلامی بخش د څانګی څخه هغه دا چه هر کله تاسو یو حدیث لیکی نو دا ضرور ورسره ولیکی چی دا حدیث په کوم کتاب کی راغلی دی ایا صحیح دی که ضعیف تر څو خبره په پوره ډول وسی او کومی نیوکی ته لاره هواره نسی .

مننه
شکرالله 

لارښوونه:حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،

شکرالله جانه! ستاسی له پیرزوینې څخه مننه کوم،که څه هم ستاسی غرض مشوره اوخپله خواخوږی راسره شریکول وو،خوماپه دی غرض پوښتنه ورڅخه جوړه کړه چی: که له چاسره کوم شک وو،هغه به هم لیري شي،اوزماله اسلوب اوطرزفکرسره به هم 

ګرانه! دافقهي مسائل دي،نوددیووحل دفقهي کتابونوپه عباراتوسره کیږي، البته په هغوی کی بایدداسی کتابونوته حواله ورکړه شی اومسئله ورځنې راواخیستله شي چی هغه معتبرکتابونه وي،اوټولې وړې اوغټې مسئلې موږته په احادیثوکی لټول یادحدیث صحیح اوضعیف معلومول زموږکارنه دی،هغه دفقهې مجتهدین وولکه سیدنا: امام اعظم ابوحنیفه،امام ابویوسف امام محمد،اونورامامان،،،،،،چی: دومره پراخ لموني فقه یئ راته تسویداوتدوین کړه چی: دهروچ اولامده جواب ورکی شته،لوی رب دی لوی اجرونه ورکړي،اوکه احیانا کوم حدیث ته اړتیاوي اوزه یئ رانقل کوم،نو: هغه مطلق صحیح احادیث زه رانقل کوم اوحواله هم که تاسی وګورئ پریوه کتاب هم نه بلکه پرمتعددوکتابونوورکوم ،ځکه چی : یوخودکمزوریوحدیثونواړتیانه وینم ځکه چی: کومه دعواخوله کوم چاسره نه لرم چی خامخاوچ ولامده ټول سره ریبم اوخپل حجت تاموم،اونه هم په دی فتواګانوورکولوکی زه کومه دکانداری کوم چی خپل بازارګرموم،اوخدای مکړه خپلې غاړې دبل دخوشالولولپاره بندوم نه هم دبل چاغاړې بندول اوګنهګارول می په پالیسی کی شته،یواځي که یوڅوک ګټه ورڅخه واخلي زمابه په آخرت کی ګوندي له دوزخ څخه دخلاصون لپاره  ذریعه یوه دغه هم شي،بیاهم ستاسی له پیزینې څخه مننه کوم. والسلام

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …