کور / مذهب / دکوروالی په اړه پوښتنه

دکوروالی په اړه پوښتنه

دخبریال ډاټ ویب پاڼې چلوونکو ! 

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

ورڼو دا دریم ځل دی دا پوښتنه درته درلېږم خو زه به دومري درته ووایم چې قسم په خدای ټوکي نه کوم او دا مشکل لرم هیله ده مفتي صیب هر ټکي چې لري په هغوی سره زما پوښتنه ځواب کړي‌، ځکه زه که یو مسلمان یم نو انسان هم یم او انساني‌غوښتنې هم لرم . 

زه فکر کوم تاسو زما پوښتنې یا خو تر مفتي‌ صیب پوري نه دي‌رسولې او یا هغه نه غواړي‌چې زما لڅه پوښتنه راته ځواب کړي‌. که په اسلام کې دلڅي‌پوښتنې ځواب منعه وي‌نو بیا زه بخښنه غواړم ،او که ماته لیکلی ځواب نه راکوئ زه به درته تلیفون وکړم دخپل مولوي‌صیب دتلیفون شمېره راته راکړئ ، خو زما په فکر دا ستونزه او پوښتنه به یوازي زه نه بلکه ډېر نور ځوان مسلمانان هم لري‌.‌

اوس راځم بیا خپلي پوښتنې ده .

مولوي صیب په اسلام کې سیکس په څوډوله اجازت لري ؟ ایا یوازي‌په پروتي او که په بل ډول هم اجازت سته ؟ پلیز زما پوښتنه ځواب کړه . 

لارښوونه:حامداومصلیاومسلما:  وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته! تردی له مخه ستاسی پوښتنه ماته نه ده رسیدلي،اوتاسی له ډیرې خواشینۍ خپلې سمې رواپوښتنې ته لڅه ویلی دی،دابالکل لڅه نه بلکه ډیره پرځای پوښتنه ده،البته: دومره به سرسره خلاص کړوچی: ستاسی به غرض له سکس څخه له خپلې میرمنې سره کوروالی (جماع ) کول وی،ځکه تاسی لیکلی دی چی: زه یومسلمان یم،،،،،نودمسلمان لپاره خودنوروبداخلاقیوپوښتنه کول نه ښایئ، اوکوروالی ته هم تاسی کوشش وکړئ: داسی بد،اودبداخلاقۍ لپاره استعمالیدونکی نومونه مه ورکوئ،کوروالی په اسلام کی په ټولومعتبروکتابونوکی بشپړاحکام،ځان ته بابونه،فصلونه،اوبحثونه لري،بلکه په لوی قرآن کی یئ پوره بحث شته،لوی الله فرمایئ: وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (222) نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (223) سورة البقرة/. 

چی ددی مبارکوآیاتونوحاصل همدادی: لوی الله فرمایئ: چی دوی له تاڅخه دښځودمیاشتانې (حیض) په باره کی پوښتنه  کوي،ته ورته ووایه چی داضرردی،تاوان دی،ناروغی ده،نوله ښځوڅخه دحیض په موده کی دکوروالی لپاره کارمه اخلئ،ترهغه وخته چی دوی پاکی شي،نوکله چی دوی ښې پاکې شوې،نوله هغې لارې ورته راځئ (کوروالی کوئ) چی لوی الله په هغې امرکړی یاست (یعنی دجماع ځای بایددغه یووی،دمخ خوا ) بیشکه لوی الله خوښوي توبه ایستونکی اوښه پاکی کوونکي خلګ. ستاسي ښځې ستاسی کښت دي،دکښت ځای دي،نوخپل کښت ته څرنګه چی موخوښه وي راتګ کوئ،،،،،  ددی دوهم آیت شان نزول بالکل کټ مټ داسی دی لکه ستاسی پوښتنه، ځکه چی یهودیانوبه ویل: که څوک دخپلې ښځې دشاله خواالبته دمخ په فرج کی جماع وکړي نواولادیئ چپک کیږي (احول) کوږسترګی اولادیئ پیداکیږي،نوقرآن عظیم الشان داخبره ردکړه،اوواضحه یئ کړه چی: ستاسی ښځې ستاسی لپاره کرونده ده،څرنګه چی : موخوښه وي په خپله کرونده کی کرکرهیله کوئ،امام آلوسی رحمة الله علیه په خپل معتبرتفسیر روح المعانی کی ددی شان نزول همداغه بیان کړي اوبشپړتفصیل یئ په دی ډول ورکړی دی: { نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ } أخرج البخاري وجماعة عن جابر قال : «كانت اليهود تقول إذا أتى الرجل امرأته من خلفها في قبلها ثم حملت جاء الولد أحول فنزلت» روح المعانی/سورة البقرة/ایات/۲۲۲/۲۲۳

بلی ! زړګیه: که دی غرض دغه دخپلې ښځې کوروالی وو،خودادی مشکل حل شو،یوڅوټکی یادلره! په روژه کی دورځې کوروالی مه کوه،په حیض کی یئ مه کوه،په نفاس کی (داولادله زیږیدلووروسته ) یئ مه کوه،له فرجه پرته په نوروځایونوکی یئ مه کوه،دښې حیااوشرم لپاره هم ترډیره حده کوشش وکړه چی حدودمراعات کړې،ځکه چی که بل څوک نه وي نو: لوی الله جلّ جلاله خوشته ،هغه خوموویني،همدارازدهغه الله پاک بنده ګان پرشته ګان هم شته، البته درته هرډول اجازه شته،په ولاړه،په ناسته،په پروته،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،؛ اوکه دی غرض بل څه وي: نوپه نوروسکسي چاروکی زه هیڅ مطالعه نه لرم بخښنه غواړم،لوی رب دی پرده خوندی کړه (آمین

                                     والسلام  (مفتی ابوحماد/۱۷/۶/۱۴۳۴/هـ ق

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …