کور / مذهب / مسلمان ته دکافروینه ورلګول

مسلمان ته دکافروینه ورلګول

پوښتنه

زرمینه ابراهیم 

زه دغه پوښتنه تاسو ته له کاناډا څخه لیکم .

ددرانه مولوي صیب څخه زما پوښتنه داده چې ایا یوه مسلمان ناروغ ته د یوه کافر یا منکز یا په بله ژبه دیوه نا معلومه کس وینه لګول خو به ګناه نه لري ؟ که یې لري‌څومره ګناه ده ؟ 

لارښوونه: حامداومصلیاومسلما: دحنفی مذهب په غټوعلماؤکی علامه خالدسیف الله په خپل کتاب: جدیدفقهی مسائل کی له اوږده بحث اوتحقیق څخه ورسته دوینې دلګولواجازه په دریوشرطونوسره ورکړی ده، ۱/دوینې پرته بله هیڅ داسی دوانه وی چی په هغه سره رنځوربچ کړای شی یاصحت پیداکړي. ۲/یوماهرطبیب دوینې استعمال ډیرضروری وګڼي، 

۳/محض دقوت دپاره یادبدن دښائست مقصدنه وی،ولی چی  داداړتیاپه درجه کی نه دی.(جدیدفقهی مسائل/ج/۱/ص/۲۳۳/.

داشرطونه یئ په دی ورته وضع کړی دی چی: اصلاوینه یوخومرداره ده،بله داچی: دانسان جزءده نوکرامت لري،اومطلق ،له کوم تحقیق،اوطبیب پرته یئ لګول نه دی روا،البته څرنګه چی دډیرې شدیدې اړتیا پروخت علماؤدتداوی بالحرام اجازه ورکړی ده نوپه دی وجه په وینه لګولوعلاج هم روادی،داچی وینه بایددچاوی؟علامه مفتی محمدشفیع صاحب رحمة الله علیه فرمایئ: په وینه کی ددی انسان خویونه هغه بل ته انتقالیږی نوبایدډیراحتیاط وشی چی دسم،صالح،ښه اودینداره انسان وینه ولګوله شی،( آلات جدیده ) :

که نه وی اویواځي دکافروینه پیداکیدلای شی اوضرورت هم ډیرشدیدوی نودعربی نړۍ علماؤدکافردوینې دلګولواجازه هم ورکړی ده: 

هل يجوز الاستفادة من دم الكافر .. إذا تبرع به لمسلم ؟

سما حكم تبرع إنسان بالدم لآخر وما حكم تبرع غير المسلم بدمه للمسلمين ؟

جيجوز التبرع بالدم لمسلم سواء كان المتبرع مسلماً أو كافراً ، كتابياً أو وثنيا إذا أمن من حصول ضرر على المتبرع به وكان المتبرع له في ضرورة إليه

فتاوی اسلامیة/ج/۴/ص/۵۴۸/ والله اعلم.

         والسلام /مفتی ابوحماد/۱۶/۶/۱۴۳۴/هـ ق

                                      

                                             

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …