کور / مذهب / دځان وژنې ( خودکشۍ ) په اړه :

دځان وژنې ( خودکشۍ ) په اړه :

پوښتنه

دخبریال ډاټ کام محترم مفتي صیب له واشنکټن څخه زما سلطان محمد سلامونه قبول کړه .

خدای دي تاسو او دخبریال ډاټ کام چلوونکو ته په دین او دنیا کې ثوابونه درکړي‌چې داسي‌یوه په زړه پوري ‌لړۍ مو را پیل کړې ده . 

وروره زما پوښتنه داده چې خود کشي ولي په اسلام کې منع ده ؟

 لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،، 

سلطان محمدجانه! ځان وژنه،یاخودکشی هغه ده چی یوڅوک له خپل ژوندڅخه تنګ شی اویوځای خپل ځان راوځړوي،یاځان ته اورواچوی،یاداسی په بل ډول فقط له خپل ژوندڅخه ځان خلاص کړي، دغه نوهغه ډول ده چی: واقعا په اسلام کی ناروا،اوسخت ترینه ګناه ده،داډول چی په اسلام کی منع اوحرامه ده وجه یئ داده چی: دانسان خپل ځان دده خپل ملکیت نه دی بلکه دادلوی الله جل جلاله ملکیت اودهغه مال دی،نوده دلوی الله په ملکیت کی داسی ظالمانه تصرف وکړچی هغه دده هیڅ حق نه وو،بله وجه داچی:پرخپل ځان جنایت،تیری،اوظلم هم داسی دی لکه پربل چا،نو: څوک چی: دبل چادناحقه وژلوواک نه لري ،دخپل ځان هم نه لري: قوله ومن قتل نفسه بشيء عذب به في نار جهنم في رواية علي بن المبارك ومن قتل نفسه بشيء في الدنيا عذب به يوم القيامة وقوله بشيء أعم مما وقع في رواية مسلم بحديدة ولمسلم من حديث أبي هريرة ومن تحسى سما قال بن دقيق العيد هذا من باب مجانسة العقوبات الاخروية للجنايات الدنيوية ويؤخذ منه ان جناية الإنسان على نفسه كجنايته على غيره في الإثم لأن نفسه ليست ملكا له مطلقا بل هي لله تعالى فلا يتصرف فيها الا بما اذن له فيه قيل وفيه حجة لمن أوجب المماثلة في القصاص خلافا لمن خصصه بالمحدد ورده بن دقيق العيد بأن احكام الله لا تقاس بأفعاله فليس كل ما ذكر انه يفعله في الآخرة يشرع لعباده في الدنيا كالتحريق بالنار مثلا وسقي الحميم الذي يقطع به الامعاء . فتح الباری شرح صحیح البخاری/ج/۱۱/ص/۵۳۹/. والسلام( مفتی ابوحماد/۱۳/۶/۱۴۳۴/ 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …