کور / مذهب / داولادونو دبندولو په تړاو پوښتنه

داولادونو دبندولو په تړاو پوښتنه

 

 د كندهار ولايت څخه سيدعبدالله يم!

محترم مفتي صاحب اسلام عليكم ورحمت الله و بركاته! محترم مفتي صاحب د خبريال ويبپاڼي د چلوونكي سره كاميابه او سرلوړي وسي.

محترم مفتي صاحب زما سوال په داسي شكل دي: كه چيري يو ښځه او خاوند د ۳-۴ اولادونه ولري او د هغوي روزنه په مادي او معنوي لحاظ په مناسبه توګه كولاي سي خو د نورو اولادونه روزنه ورته ګرانه وي او د ښځي او ميړه ترمنځ موافقه وشي چي نور به اولادونه نه پيدا كوو تر څو د شته ماشومانو په سمه توګه تر وس لاندي روزنه وكړو. نو پدي خاطر د حمل د بنديدو د دوا استعمالول په اسلام كي څه حكم لري؟

دوهم: كه چيري ددي باوجود ښځه حامله شي او ماشوم د څلويښت وروځو په جريان كي د دوا په ذريعه له منځه يوسي ددي حكم په اسلام كي څه دي؟ 

دريم: كه چيري نوموړي ماشوم چي د مور په نس كي دي په پورته ذكر شوي وخت كي د دوا په ذريعه له منځه يوسي نو ايا دا ښځه نفاسه بلل كيږي او كه يا؟   

                                                                       

                                                                            لارښوونه: 

حامداومصلیاومسلما: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،،،،،،،،،،،،،،،،،،

اغاصاحب! ددی مسئلې بشپړتفصیل ډیرزیات اوږداوعلماؤورباندی زیات تحقیقات کړی دي،دټولوخلاصه ددی لپاره چی خلګ ورباندی په ډیره آساني پوه شي،اوپه اوږدواوږدوتحقیقاتوکی خپل مطلب ورڅخه هیرهم نه شی، دادی: له دی وهمه څخه چی زه به داولادونوروزنه،پالنه،اوتغذیه ونکړای شم داولادبندول( برت کنټرول) نه دی روا،اوخاصتاله دی وجهې څخه چی: څه به خوري؟،څه به آغوندي؟،چیرته به اوسي؟،داولادونوبندول کیدای شی ترهغه حکم رالاندی شي چی: لوی پروردګارفرمایئ: اوتاسی مه وژنئ ستاسی اولادونه دفقر له ویرې څخه،موږرزق ورکوو،دوی ته اوهمدارازخاص تاسی ته (هم موږرزق درکوو) بی شکه په تحقیق سره،وژل ددوی ده ډیره غټه خطا(ګناه) سورة الاسراء آیت(۳۱) : وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا (31) 

دروزنې اوپالنې په موردکی هم علماءوایئ چی: که څوک له دی ویرې څخه داولادونودبندولودواګانې خوري چی: زه یئ پالنه اوروزنه نه شم کولای،نودا (العیاذبالله) پرلوی الله باندی بی اعتمادی ده،ځکه لوی رب جل جلاله یئ تخلیق کوی،هغه یئ پالي، اوهغه رب یئ پرروزنه باندی هم ډیرښه قادردی،اوډیره ښه روزي هم پریمانه ورکولای شي ،علامه طنطاوی په خپل معتبرتفسیر،التفسیرالوسیط کی لیکي: وقوله { إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئاً كَبِيراً } تعليل آخر للنهى عن قتل الأولاد جئ به على سبيل التأكيد .

والخِطْء : هو الإِثموزنا ومعنى، مصدر خَطِئَ خِطْئًا كأثم إثما من باب علم .أى : أن قتل الأولاد كان عند اللهتعالىإثما كبيرا فاحشا ، يؤدى إلى التعاسة والشقاء فى الدنيا والآخرة : والحق أن المجتمع الذى يبيح قتل الأولاد ، خوفا من الفقر أو العار ، لا يمكن أن يصلح شأنه ، لأنه مجتمع نفعى تسوده الأثرة والأنانية والتشاؤم والأوهام ، لأن أفراده يظنون أن الله يخلق خلقا لا يدبر لهم رزقهم ، ويعتدون على روح بريئة طاهرة ، تخوفا من فقر أو عار مترقب ، وذلك هو الضلال المبين . ورحم الله الإِمام الرازى فقد قال عند تفسيره لهذه الآية ما ملخصه : إن قتل الأولاد إن كان لخوف الفقر ، فهو سوء ظن بالله . وإن كان لأجل الغيرة على البنات فهو سعى فى تخريب العالم . فالأول : ضد التعظيم لأمر اللهتعالىوالثانى : ضد الشفقة على خلقه ، وكلاهما مذموم .(الوسیط /ج/۱۵/سورة الاسراء)  

آغاجانه! بخښنه غواړم : زه په دی موردکی ډیرسخت دریځ والایم،ځکه چی: دکفارولخواپه دی اړه ډیرو،نه ستړی کیدونکوکوششونوډیراندیښمن کړی یم، هغوی شپه اوورځ په دی فکراوعمل سخت بوخت دي چی: دمسلمانانوبیخ وروباسي،نسل یئ ورختم کړي،اوشمیره یئ ورټیټه کړي،نودوی له هغولاروڅخه چی: ددوی په فکرګټورې دي ددوی دپروګرام مخته بیولولپاره یوه همدالاره ډیره مؤثره بللی ده چی: په خلګوکی پراخ تبلیغات وکړي چی: ددومره ډیرواولادونوروزنه،پالنه،اوحفظ الصحه،ډیره ګرانه ده،نوبرت کنټرول   (Birth,control)بایدتطبیق شي،داوسنۍ نړۍ ټول هیوادونه ددی فلان پرمخ بیولولپاره دحکومتونوپه تشکیل کی مستقلې ادارې د (Family,Planning)  ،خاندانی منصوبه بندی اوهمدارازپه عربی نړۍ کی د:تنظیم الأسرة په نوم لري ؛  اوداسی ګڼي نوري لاري اوګڼ پروګرامونه پرمخ بیایئ چی: که یئ اړتیاوه زه به انشاءالله په دی موردکی مستندمعلومات بیادرکړم،اوټول اسنادبه هم درته وړاندی کړم،نوزه له هغه یوه صورت څخه پرته چی: که په یقین سره دښځې ژوندپه خطرکی وو،اونوراولادونه یئ نه شوای راوړلای،زیږولای، په نوروصورتونوکی نه ددوادخوړلو،نه دګولیودخوړلو،نه دپیچکاریولګولو، اونه هم دنورواولادبندوونکوشیانودکارولواجازه ورکولای شم، زه ویریږم چی: که په آخرت کی داپوښتنه وشوه چی: وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ (9) سورة التکویر)  

 نوهغه انسان به چی : ددی بالقوه نسلونوژوندیئ اخیستی وی څه جواب وایئ ځکه چی: اوس تحقیقاتوثابته کړی ده چی: نطفه ژوندۍ حجرې دي،اوداچی: دښځې رحم ته ولویږي،میاشت یاڅومره وخت یئ هم وشي بیایئ ضائع کول څه حکم لري،نوعلماؤپه دی اړه له تحقیقاتووروسته فتواورکړی ده چی: له تحریمی کراهیة سره تریوسل اوشل ورځوله مخه یئ اسقاط دضرورت پروخت روادی: امام ابن عابدین شامی رحمة الله علیه په دی اړه لیکی: مَطْلَبٌ فِي حُكْمِ إسْقَاطِ الْحَمْلِ ( قَوْلُهُ وَقَالُوا إلَخْ ) قَالَ فِي النَّهْرِ : بَقِيَ هَلْ يُبَاحُ الْإِسْقَاطُ بَعْدَ الْحَمْلِ ؟ نَعَمْ يُبَاحُ مَا لَمْ يَتَخَلَّقْ مِنْهُ شَيْءٌ وَلَنْ يَكُونَ ذَلِكَ إلَّا بَعْدَ مِائَةٍ وَعِشْرِينَ يَوْمًا ، وَهَذَا يَقْتَضِي أَنَّهُمْ أَرَادُوا بِالتَّخْلِيقِ نَفْخَ الرُّوحِ وَإِلَّا فَهُوَ غَلَطٌ لِأَنَّ التَّخْلِيقَ يَتَحَقَّقُ بِالْمُشَاهَدَةِ قَبْلَ هَذِهِ الْمُدَّةِ كَذَا فِي الْفَتْحِ ، وَإِطْلَاقُهُمْ يُفِيدُ عَدَمَ تَوَقُّفِ جَوَازِ إسْقَاطِهَا قَبْلَ الْمُدَّةِ الْمَذْكُورَةِ عَلَى إذْنِ الزَّوْجِ . ردالمحتار/ج/۱۰/ص/۲۴۲/. 

په دی صورت کی هم دمیړه بایداجازه وی،اولکه له مخه چی می وویل:ضرورت هم ډیرشدیدوي،خویادلرئ چی: داخبره چی مادردالمحتارپه حواله ولیکله داوسني فقهاؤله تحقیقاتواوفتواسره ډیرفرق لري.علامه مجیب الله ندوی په دی اړه له ډیروژوروتحقیقاتواواوږدبحث څخه وروسته لیکي: چی حاصل یئ دادی: کله چی دنطفې دژوندآثارښکاره شي نوبیایئ زائلول،اسقاط،اوضائع کول نه دی روا،وروسته لیکي چی: جدیدوتحقیقاتوښودلی ده چی: دژوندسلسلې فرق لري،نطفه چی کله رحم ته ولویدله نویوډول ژوندپه هغې کی پیداکیږي،نودهغې نطفې اسقاط له هغه صورته څخه پرته نه دی رواترڅوچی:دښځې ددائم المریضه کیدلو،یادومره کمزوری کیدلونوبت راورسیږی چی کوم قابل اعتمادډاکټرووایئ چی:ددی ښځې ژوندته خطره ده) اسلامی فقه / ص/۸۶۸/.تقریباهغه زمامخکینۍ خبرې ته ورته خبره  شوه چی : نطفې ژوندۍ حجرې دي،البته ماترعلامه ندوی راوروسته دډیرونویوتحقیقاتوپربناءداخبره وکړه . چی : تحقیقات وایئ که :دنارینه په هګیوکی پرتودنارینه اوبوته که په ذره بین کی وکتل شی نوپه هغو کی په سلګونوجسامت لرونکي جرثومې په نظرراځي، چی ( spermetozof  ) ورته ویل کیږي ،خودژونددرجې بیلې بیلې دي دلته جلاډول ژونددی،بیاچی رحم ته ولویږي بیل ډول ژونددی بیاهم کله ماشوم ورځینی جوړیږی هم بیلې بیلې مرحلې دي، یوواراوبه ،بیاجم شوی ټوټه وینه ،بیادغوښې یوه بوټۍ .

آغا صاب ! نورزړورخلګ هم پردنیاډیردي تاسی کولای شئ چی : پوښتنې ورڅخه وکړئ هغوی به کیدلای شي چی: ډیردرته په موضوع کی وسعت په نظردرکړي،خو: یادلره! دبرت کنټرول،اسقاط حمل،نسب بندۍ،اونسل بندۍ،طرفداران حکومتي ملایان دي هغوی پرهمدی چوپړباندی له خپلوحکومتونوڅخه معاشات خوري،یاخوهم طوعایاکرها:یا په بصیرت اویاهم په ناخبرتیاکی دپردیوپه خدمت کی دی،تاسی چی لیکلی دی چی دغه ښځه نفاسه ګڼله کیږي که نه ؟ جواب دادی: که یئ اسقاط صورت غوره کړیعنی دتولدپه ډول مراحل مخې ته راغلل اوورپسې وینه هم بهیدله نوپه دی صورت نفاسه ده که هیڅ شی نه وو،نونفاس نشته :امام سرخسی رحمة الله علیه لیکی:  والنفاس هو الدم الخارج بعقب خروج الولد وإن لم يستبن فيه شيء من الآثار فهذه علقة أو مضغة فلم يكن للدم المرئي بعدها حكم النفاس ثم المسألة على وجهين إما أن ترى الدم قبل إسقاط السقط أو لا تراه.فإن رأت الدم قبل إسقاط السقط فإن كان السقط مستبين الخلق لا تترك الصلاة والصوم بالدم المرئي قبله وإن كانت تركت الصلاة فعليها قضاؤها لأنه تبين أنها كانت حاملا حين رأت الدم وليس لدم الحامل حكم الحيض وهي نفساء فيما تراه بعد لسقط.وإن لم يكن السقط مستبين الخلق فما رأته قبل السقط حيض إن أمكن أن يجعل حيضا بأن وافق أيام عادتها وكان مرئيا عقيب طهر صحيح لأنه تبين أنها لم تكن حاملا.ثم إن كان ما رأت قبل السقط مدة تامة فما رأت بعد السقط استحاضة وإن لم تكن مدة تامة تكمل مدتها مما رأت بعد السقط ثم هي مستحاضة بعد ذلك ،المبسوط /ج/۳/ص/۳۹۰/.

په پای کی دډیر،صالح،اوخوشاله اولاد،اوښه ژوندانه دُعاء درته کوم تاسی هم دعاګانې وکړئ چي: لوی رب جل جلاله موله فتنو،کفر،اوفقرڅخه وساتي (آمین) والسلام/ مفتی ابوحمادنعمانی/۱۱/۶/۱۴۳۴/هـ ق) 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …