کور / مذهب / دښځو داودس په تړاو پوښتنه

دښځو داودس په تړاو پوښتنه

پوښتنه:

زه نجیب الله دکندهارڅخه دخبریال سایټ وحاجی مولوی صاحب ته ډیر سلامونه وړاندی کوم . زما یوه پوښتنه ده بی ادبی معاف هغه دا چی ښځه چی چای جواب ووهی چی اودس وچ نکی اوبیا اودس تازه کی لمونځ یی صحی کیږی اوکه نه ؟. وسلام 

لارښوونه: حامداومصلیاومسلما: 

وعلیکم السلام ورحمة الله،،،،،،،،

داوداسه وچولوخبره ډیره مهمه ده،ځیني خلګ په دی کی ډیرتلوارکوي اوداتلوارددوی لپاره دډیرې غټې مؤاخذې (نیونې) سبب  کیږي، په صحیح حدیث شریف کی راځي سیدناابوهریره رضی الله عنه وایئ : چی جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایئ:پاکی کوئ له بولوڅخه ځکه چی ډیرځله دقبردعذاب لامل همدابولې جوړیږي:  102- وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَرضي الله عنهقَالَ: قَالَ رَسُولُ اَللَّهِصلى الله عليه وسلم – – اِسْتَنْزِهُوا مِنْ اَلْبَوْلِ, فَإِنَّ عَامَّةَ عَذَابِ اَلْقَبْرِ مِنْهُرَوَاهُ اَلدَّارَقُطْنِيّ ( صحيح. رواه الدارقطني (128 /7)، وله ما يشهد له ) بلوغ المرام من ادلة الاحکام: للامام ابن حجرالعسقلانی رحمة الله علیه /ج/۱/ص/۳۲/. 

 

داوداسه وچول دنارینه وو،اوښځینه ووټولولپاره ډیرسخت ضروری دی،ځکه که یئ اودس سم وچ کړی نه وي،نواودس ( وضوء) یئ نه صحیح کیږي چی اودس یئ صحیح نه شونولمونځ یئ هم نه دی صحیح،نو: دښځوهم دنارینه ووپه ډول داوداسه احکام دی،ددوی هم دروغتیا اوناروغتیا په توپیراودس ژریاپه ځنډ وچیږي،که یئ اودس ژرنه وچیدو،اودې دڅاڅکودراتلوپروانه کاوه اودس یئ تازه اولمونځ یئ کاوه،نولمونځ یئ هم صحیح نه دی کالي یئ لاهم خرابیږي، اوکه یئ صحت سم وو،دمثانې مشکل یئ نه درلود،ژریئ اودس وچیدو،بیاورباندی تنګي مه جوړوئ،خپله ته ښه فکروکړه چی : ته کوچنی وې څومره درته اودس وچول آسان وو،اواوس یئ څومره فرق کړی دی،ښځینه مخلوق هم داغسی دعمرپه تفاوت روغتیایئ تغییرخوري: اصلاتاسی داسی خبره لږڅه په تفصیل سره یاده لرئ:ښځه وی که نارینه وی،چی چای جواب وکړي نوپه کوم یوه شی خوبه ضروراودس وچوي،لکه ډبره،لوټه،خاوره،یاتشناب کاغذ،یاداسی ډول چی څوک چای جواب وکړي نو:په اوبویئ اودس وچیدلای شي،لکه چی مامخکی درته عرض وکړ،چی دیوچاښه صحت وی اودس یئ یواځي په اوبوهم دستی وچیږي،نوبیاورته په اوبواستنجاءکول ضروری نه دی بلکه سنت خبره ده چی په اوبوهم استنجاءدوهم ځل وکړي که یئ نه وکړي هم مشکل نشته،اویوداچی: بالکل یئ لومړی ځل هم په هیڅ شی نه وچوي،دهغه په موردکی می مخکی درته خبره وکړه چی: بیایئ لمونځ هم نه صحیح کیږي: فإن كان لها عين مرئية فطهارتها زوالها، ولا يضر بقاء أثر يشق زواله، وما ليس بمرئية فطهارتها أن يغسله حتى يغلب على ظنه طهارته ويقدر بالثلاث أو بالسبع قطعاً للوسوسة، ولا بد من العصر في كل مرة، وكذلك يقدر في الاستنجاء.

والاستنجاء سنة من كل ما يخرج من السبيلين إلا الريح، ويجوز بالحجر وما يقوم مقامه يمسحه حتى ينقيه، والغسل أفضل، وإذا تعدت النجاسة المخرج لم يجز إلا الغسل، الاختیار/ج/۱/ص/۳/. ( قَوْلُهُ : وَغَسْلُهُ بِالْمَاءِ أَفْضَلُ ) يَعْنِي بَعْدَ الْحِجَارَةِ وَاخْتُلِفَ فِيهِ فَقِيلَ مُسْتَحَبٌّ ، وَقِيلَ سُنَّةٌ فِي زَمَانِنَا ، وَقِيلَ سُنَّةٌ عَلَى الْإِطْلَاقِ وَهُوَ الصَّحِيحُ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى . الجوهرة النیرة/ج/۱ص/۱۵۸/.

والله اعلم     ( والسلام/ مفتی ابوحماد/ ۱۳/۶/۱۴۳۴/.  

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

د صلاة التسبیح لمونځ/فاروقي

ګټه او یادونه: عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی …

د ایمان په مجلسونو کې ګډون وکړئ/اوومه برخه

دا يو منلى حقيقت دى، چې د هر مجلس لپاره پر ناسو کسانو ځانګړى اغېز …