کور / ظریفي / خط غلط ، انشاء غلط ، املا غلط ، ملا غلط از سر غلط ، تا پا غلط

خط غلط ، انشاء غلط ، املا غلط ، ملا غلط از سر غلط ، تا پا غلط

لیک : بادام ظریفي فقیر

د اعلیحضرت امیر امان الله خان د افغانستان ځوان پاچا په اړه ویل کیږي چې هغه ته افغانستان او افغانان ډیر ګران وو ، د تاریخ په مطالعې دا څرګندیږي چې دا یو وقعیت و ، غازي په رښتيا هم په افغانانو او افغانستان ميين ټولواک و .

ما چیرته د تاریخ مطالعه کوله نو د غازي امان الله خان یو بیانیه چې په ۱۳۰۷ لمریز کال

 

کې ئي د لوې جرګې ګډونوالو ته د پغمان په طاق ظفر څلور لارې کې کوله ، هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې داسې ویلي وو چې : ( جان از هر چیز شیرین تر است شما باورکنید که من افغانستان را از جان خود هم زیاد دوست دارم ). رښتيا هم هغه یو با تدبیره او وطن دوست شخصیت او د ملي مترقي فکر خاوند و .

پرون مې د ازادۍ راډیو په زړه پورې پروګرام چې د ازادۍ په څپو کې نوميږي او دوه وتلي ویندویان جان اقا الکوزی او ظریف نظر ئي وړاندې کوي او وخت په وخت نوې نوې موضوګانې ټاکي ، ظریف نظر خو کله کله یوه ډیره زړه وړونکې ټوکه هم کوي ، چې د موقع او موضوع سره باالکل برابره وي او الکوزی همیشه د حق له موقفه ننګه کوي په هر حال زما خبره په اداري فساد وه چې میلمانه په کې پوهاند ډاکټر ودیر ساپی ، معین مرستیال ، د سیمه ایزو اورګانونو د ادارې په نماینده ګۍ صدیقي خبرې کولې چې هر کار ئي سم او له اداري فساده پاک باله ، په اداري فساد بحث کیده ، هسې خو په دې وروستیو کې د رسنیو اصطلاح جوړه شوې چې په اخره کې وايي چې دا د درنو اوریدونکو او میلمنو خپل نظر وه  د راډیو اداره ئي پلوي نه کوي .

د دې پروګرام د اوریدو سره ماته د امان الله خان د وخت یوه کیسه را یاده شوه :

وائي په هغه وخت کې په مشرقي کې غله زیات شول نو پاچا یوه ډله خلک د (دزد بیګر ) په نوم مقرر کړل تر څو غله ونیسي ؛ غله خو ورک شول ، مګر (دزد بیګیرو)  پخپله په غلا پیل وکړ بې ویرې او په ډاډه زړه به ئي غلا کوله .

داسې حال په اوسني دولت کې هم روان دی چې د ولسي جرګې یوه دنده د دولت له کارونو څخه نظارت دی ، خو هغوي د دې پرځای چې د دولت کارونه وڅاري ټوله ورځ ډلې ډلې وکیلان د وزیرانو په انتظار خونو کې په دې امید ناست وي چې خپل خپلوان مقرر کړي ، همداشان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون ، د اداري فساد د خپلواک کمیسیون ، د قانون څخه د څار خپلواک کمیسیون ، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ، د سیمه ایزو اورګانونو خپلواک کمیسیون ، د سرې میاشتې خپلواک ریاست او همداشان ټول خپلواک ، خپلواک………..

ولسمشر غریب خو ئي په ښه نیت مقرر کړي ، خو کاش چې د خپلواک نو ئي پرې نه ایښودلی او د پوښتنې ویره پرې پرته وی نو ښه به و ، ځکه چې خپلواک شول همداسې به وي څه چې ئي خوښه وي هغه به کوي . 

کوزې پښتونخوا کې یوه اصطلاح ده چې وايئ څوک ئي تپوس کوي . 

عیان ته د بیان ضرورت نشته ، د (p . r . r ) پروګرام تشریح یو چا کړیده خو که فکر ورته وشي ډیر په ځای ده ، هغې وايي چې پسې را هیچ رایه مه وهه 

زه د اداري اصلاحاتو د ادارې د کارکرده ګۍ چې ما پخپله لیدلي اوريدلي او عملاَ پکې ګرځیدلی یم ، تاسو ته لیکم زما دوست په یو پوست کې غوښتنلیک ورکړی و موږ لازمه وګڼله چې د دغې ادارې له رئيس سره وګورو دغه رئيس ماته ظاهري ډیر احترام لري ، زه د شپې د هغه کور ته ورغلم او په دې اړه مې  د هغه مرسته وغوښته ، هغه راته سپینې خبرې وکړې ، راته يئ وویل چې : دغه پوست ته یو کس وزیر صیب معرفي کړی دی ، یو کس فلاني وکیل ، یو کس د فلاني والي صیب ورور دی او داسې مې اوریدلي چې یو کس …..زره ډالر ، د اداري اصلاحاتو مرکزي ادارې ته رشوت کې وکړي دي ، خو ماته د تقرر چانس د والي صیب د ورور ښکاري ځکه چې هغه په تنظیمي لحاظ د وزیر صیب سره اړیکي لري .

زما په فکر اداري فساد د اداري اصلاحاتو د ادارې څخه پیل کیږي ځکه چې یو سړی په رشوت او واسطه مقرر شي لیاقت ، تجربه ، مسلک په نظر کې ونه نیول شي د هغې څخه به د خدمت څه تمه څوک ولري ، زه دا خبره د دري په دې بیت راټولوم.

خط غلط ، انشاء غلط ، املا غلط ، ملا غلط         از سر غلط ، تا پا غلط 

 

Cell: +93-(0)772-325-421 

E.mail:  badamzarifi200@gmail.com

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …