کور / تاریخ / دښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه / صفیه حلیم

دښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه / صفیه حلیم

د نولسمې پيړۍ په وروستي نيماي کې انگريزان قبايلي سيمو ته رسيدلي و او ددوي ټوپکې د سيمې د جنگيالي ځوانانو لپاره يوه حيرانونکې وسله وه. ددې نه وړاندې خلک د ” جزيل” سره بلد و چې د رانجو ټوپک به يې ورته ويل. خو د انگريز ټوپک دير پرمخ تللې و چې شپيلۍ ته به يې شپږ کارتوس کيښودل او پرله پسې به پرې ډزې کيدې شوې. ددې بارودپه اوسپنې پوښلي و اوژربه نه لمديدل.
په ۱۸۸۰ م کې د دره ادم خيلويو اپريدي ملک شيردين د انگريزټوپک ترلاسه کړواوهغې ته په کتلو پخپله ديوبل ټوپک د جوړولو په هڅه شو. ده فکرکوو چې که د اوسپنې نه توره جوړيدې شي نوټوپک جوړول به هم دومره گران کار نه وي. شيردين د ډيرو کړاونو نه ورستواخرټوپک جوړکړواود ډيرو د جوړولوپه هوس شو. ده د درې په بازار کې يو وړوکي ځاې کې د زياتوټوپکو جوړولو لپاره يې يوځاې غوره کړو. خو په کارخانې کې د کارکوولو لپاره ورسره خلک نه و ، پيسې او مواد يې هم نه لرل. ده د پنجاب د سيالکوټ نه څوکارگران راوستل . پخپلوسپما پيسو يې د بمبۍ نه ورته فولاد راوغوښتل او يوه وړه کارخانه يې جوړه کړه. دده په کارخانه کې د هغه وخت د ټوپکو کاپي جوړيده چې د شاو خوا قبايلو به ترينه پيرل. په ۱۸۹۷ م کې دده کارخانې ښه ډيرې ټوپکې جوړولې او ژر به خرچيدې. دمرگ په وخت ده خپلو پينځو زامنو ته د وسلو جوړولو ښه پرمخ تللې کارخانه پريښوده. څه موده وروستو دده زامن پخپلو کې وران شول نو ځان ځان له يې کارخانې جوړې کړې.
د درې بازار د پيښور نه ۴۰ کلوميټر جنوب لوري د کوهاټ په لاره دې.
د انگريزانو لپاره په دې قبايلي سيمې کې د وسلو جوړيدل د انديښنې خبره وه اوددوي په قانون کې يې ځاې نه و. خو دوي ورباندې يې سترگې پټې کړې ځکه ددې په بدل کې يې د اپريدو نه کوهاټ د لارې د تيريدوضمانت اخستې و.
د هغه وخت يو ټوپک به يو کس په لسو ورځو کې جوړو او لگښت به يې اتيا روپۍ و. د انگريزانو “اين فيلډ” نومې مشهورټوپک به په څلور سوه روپۍ خرڅيدو. د درې جوړهم هغسې ټوپک به په نيمه بيه و. د ملک شير دين درېوزامنو دې کارخانو کې ډيره پيسه وگټله او نورو ددوي په پل قدم کيښودو. بيا به په فرمايش ټوپکې جوړيدې چې د انگريزي نومونو په ځاې ورته د پښتو نومونه ورکړې شول. غوږين، شلخې، دولس ډزې، چرې دار، شپږ ډزې طماچې، څرخدار او داسې نور د درې جوړ وسله وه.
د انگلستان د هر يوټوپک بدل د درې په کارخانو کې جوړيده او داسې کاپي کړي و چې ان د اصل ټوپک ځانگړې نومره يې هم ورباندې وهلې وه. دې سيمې ته تلونکې يو انگريز واي، د درې يو کارگرته که چا داسې ټوپک په لاس ورکړئ چې پخوا يې چرې نه وي ليدلې نو دې به درته په يوې اوونۍ کې کټ مټ هم هغسې جوړکړي. يو ځلې چې دا يې جوړکړو نو نورې بيا په دريو ورځو کې جوړوي. د طماچې جوړول لږ گران وي ځکه ددې ميکانيزم پيچلې وي خود درې په کارخانه کې د توپو په جوړولو هم لاس پورې شو.
د شلمې پيړۍ په ورستيو کې د افغانستان د جهاد سره دلته کلاشنکوف او کوليکوف، لاسي بمونه او داسې نوره وسله چې انسانان پرې وژل کيدې شو، په دې کارخانو کې جوړيده. د درې د اوستکاروکارخانې ډيرې وړې او خوارې ښکاري. دجوړې شوې وسلې ازموينه دوي پخپله کوي اوهر څوک هر وختې ډزې کولې شي. دا غيرساينسې طريقه وي خو دوي يې پرواه نه ساتي. نتيجه يې دا ده چې هره ورځ د چا سترگه، لاس او يا پښې ټپي کيږي. دلته معيوب کسان زيات ليدل کيږي چې په دې ازموينو ټپيان شوي وي. دلته د نړۍ د هرډول وسلې کاپي د جوړولو توان شته خو اوس هم ددوي کاروبار غير قانوني دې. اوس په دره کې د پينځه شپږ سوه ټوپکې هره ورځ جوړيږي او د نويو مشينونو له کبله په دې کې زياتې راغلې دې.
پوښتنه دا ده چې ددې ټوپکو اخستونکي څوک دي؟
په درې کې جوړه وسله اوس د پاکستان نورو سيموکې هم موندل کيږي اوحکومت پرې هم سترگې پټې کړي دي. په ښکاره څوک ددې ځاې نه يو ټوپک هم بل خوا نشي وړې خو په کراچي او په پنجاب کې يې خلک خرڅوي. د درې وسله جوړونکي ممکن خپله روزي په دې لاره پيدا کوي خودې سيمې ته په تلو راته هم هغه لنډۍ راياديده چې،
د ښو ټوپکو اوستکاره
د ښوځوانانو خون به ستا په غاړه وينه

لیکواله ژورنالیسته او تارخ پوهه صفیه حلیم 

دصفیه حلیم ډاټ کام نه په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …