کور / بوټي / دانــــــــــار پوستکی !

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې خودلته  ددې ګټوري جنتي اوقرآني میوې دپوستکي په اړه مفصل څه لیکل غواړم : پردې مبارک پوستکي بیخي زیاتي څیړني شوي دي  اوزښته ډیري ګټي لري په لنډو ټکو کي یې رانغاړم :

۱ – اورۍ قوي کوي ،انار

۲ – چي وچ کړل شي اوبیا واړه شي له شاتو اوبوري سره یې هغه اوبه  ګډوي چي ورکي دغه واړه پوستکي وایشوي اوبیا یې خوري نودمعدی دزخم لپاره ګټور دی .

۳ – دپوستکیو (غړکو) درنګولو اوپخولو لپاره په کاریږي ،

۴ – دوریښمودرنګولو لپاره استعمالیږي ،

۵ – دخلې ،ژبي اومعدې دزخمونو لپاره په کاریږي اودمرۍ دزخم دواده .

۶ – دکولمو دزخمونو لپاره ګټور دی چي علماء یې له علاجه عاجز دي 

۷ – له کولمو څخه دویني بهیدلو لپاره علاج دی ،

۸ – دمعدې لخوا دډېرو اوتروو ناړو دراتلو لپاره علاج دی ،

۹ – چي وسوځل شي اوایره یې له شاتو سره ګډه کړي اودبدن ټپونه پرې موښي نوجوړ به شي ان شاء الله 

۱۰ – دپوزي دویني دبندولو لپاره ګټور دی ، بواسیرو والادي په اوبو کي واچوي اواستنجاء دي په ووهي ګټه ورته رسوي ،

۱۱ – ښوریدلي ګړبن غاښونه ټینګوي ،

۱۲ – دمعدې دلاندنۍ برخي بد زخمونه چي په عربي  طب کي ورته (قرحة اثناعشر) ویل کیږي جوړوي دازخمونه ډیر خطرناک دي ،

۱۳ – دشکري په ناروغۍ داخته انسان  زخمونه پرې جوړیږي ،

۱۴ – دتروه انار پوستکي چي وایشوي اواوبه یې څښي  نودمعدې بلغم پرې کوي 

۱۵ – چي واړه شي اوپه نکریځو یې ګډ کړي نوویښتانوته زبردسته ښه ځلیدونکی رنګ ورکوي ،

  ۱۶ – که یې وسوځوي اوله شاتو سره یې ګډ کړي اونس له سربیره خوا پري موښي نودنس چینجیان وژني ،اوکه داغه ایره پرپرهارونو لګوي نوجوړوي یې دانار ګل که وایشول شي اواوبه یې مضمضه کوي اورۍ ټینګوي که استنجاء پري کوي نوله کولمو که یې وینه بهیدله هغه بندوي .

اخځونه !

فوائد قشرالرمان : دکتوره ریحانه

فوائد قشرالرمان: دوکتور حسن محمد السویدان 

فوائدالرمان :دوکتور جابر (القحطاني)  

(قرآني بوټي)

 همدومره دځمکي پرمخ له دې جنتي بوټونه ستاسي داستفادې په هیله !                                      

                                                    ( ډاکټر ابواحمد محمودابن العجم زابلستاني)

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …

دپټاټې پوستکي !

پټاټې ځان ته ډېري ګتي لري جلا بحث غواړي خویوه ګټه یې عمومي یادوم چي …