کور / بوټي / دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته چي په لنډوټکو کي ورځني  یادونه کوم !

دبادرنګ پوستکی دسر ددردلپاره غوره علاج دی که دچا پرسر درد وي نو دبادرنګ پوستکی دي  تازه وباسي اوپرتندي اونور سر دي کیږدي یوڅودقیقې وروسته به یې ان شاء الله  دردآرام شي .بادرنګ باید له پوست سره وخړل شي لکه له مخه چي مو یادونه  کړې بادرنګ سلادوه که یې ورځني پاډي وایستلي بیا دي نوغورزوي دی نه بلکه  کار دي ورځني واخلي ، که یې وچ کړي بیا دي دلامبیدلو پروخت په بدن وموښي په اوبو کي دي ولړي بدن دي ورباندي لوند کړي چي وچ شي په نورو اوبو دي پریولي نودپوستکي ډیري ناروغۍ لکه ګرمکي ،لړمکي ،اوسرې دانې اونور پاړسوبونه ورسره ختمیږي ،اوکه داغه وچ شوي پوستکي واړه اوکپه کوي نودکولمو دناروغیو لکه :لوی چینجی ،دکولمو پاړسوب ،اوخرابوالی لپاره ګټور دي ،که یې زڼي وچ کړي اوسهار مهال پر تشه خوا یوه کپه له بورې سره کوي نوسخت اسهال به ورواچوي که دچا اسهال ته اړتیا وي  که دچا اسهال ته اړتیا وي نوسهار پر تشه خوا دي وچ زڼي له لږ بوري سره کپه کړي بیادې شی هم ورپسي نه  خوري لږ ګړی وروسته دي اوبه ورپسي  وڅیښي نواسهال به ورولي ،هم داراز دبادرنګو زڼي چي وچ کړي بیا یې دګلابو په اوبو ولړي پرمخ یې موښي یایې په ساده اوبو نري کړي پرمخ یې موښي  نودمخ پوستکی ښائسته کوي  اوتور ټکي یې ورختموي اودپوستکي دمقاومت ماده ورکي قوي کوي دبادرنګ په نوم چي صابون اوتیل راځي هم له ګټو خالي نه دی .

اخځونه! 

القثاء مسمن ومنظم للدم  ……. دوکتور جابر ابن سالم القحطاني 

ماهی فوائد القثاء  …………………..  ابو عبدالله المقدسي  

هذاهوالقثاء…………………………..حسان الشـــــــــامي 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

                                        

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دپټاټې پوستکي !

پټاټې ځان ته ډېري ګتي لري جلا بحث غواړي خویوه ګټه یې عمومي یادوم چي …