کور / بوټي / دپټاټې پوستکي !

دپټاټې پوستکي !

پټاټې ځان ته ډېري ګتي لري جلا بحث غواړي خویوه ګټه یې عمومي یادوم چي که څوک  ځان ډنګرول غواړي له خپله غټ لړمانه اوډیرو غوښو اووازګو په تکلیف وي نوپټاټې دي په اوبو کي ایشوي چي پخې شي خوري دې نور خوراک دي نه کوي ځان دي په پټاټو مړوي مالګه اونورهیڅ  شي دي هم نه وراچوي ډنګر به هم شي اونور هیڅ قسم تاوان هم نه ورته کوي ، نور دځان ډنګرولو پټآټهدواوي خوړل تاوان کوي ،پټاټې باید له پوستکي سره پخې اووخوړل  شي ځکه چي په پوستکي کي یې بیخي ډېر معادن اوقوتونه شته نوپوست ورځني  جلا کول دقوت ملا په چاړه پرې کول دي دپټاټو په پوستکي کي پوټاسيم، سوډيم ،مغناسیم ،کالسیم،کرومیم اوفوسفور پراته دي دغه عناصر چي یاد شول دویني فشار پرمعتدل حالت باندي ساتي ،دبدن دفاعي قوت زیاتوي دغاښونو ټینګوالی راولي ،جسمي اوفکري قوت سموي ،پلې ټینګوي اوعصبي نظام ته ګټه رسوي ،دپټاټو پوستکی که نرم جلا کړي اوداغسي لوند یې په لاسونو اوپښو موښي نودلاسونو اوپښو پوستکی ورتازه کوي سپیره والی یې ورختموي اوکوتان یې ورهواروي ،

که له پټاټي څخه خوروکی وباسي اونوره پټاټه دجوس جوړلو په ماشين کي واچوي یا بل په کوم ډول ورځني اوبه وباسي نودغه اوبه یې دسترګو لاندي تورو لیکو دورک کولو لپاره دوادی چي پرې موښي  یې پنځلس یاشل دقیقې وروسته یې په نیم ګرمو اوبو پریولي خوپام دي وي چي اوبه یې په سترګو درڅخه دننه نه شي کیدای شي تاوان ورته وکړي خونور مخ پري لامدول موښل اوبیا پریولل پوستکی تازه کوي .

اخځونه ! 

 من فوائد البطاطیس :لیکوال :……….. دوکتور موسی الخطیب 

فوائد البطاطا                  : ……………….. ..یاسمین عثمان 

فوائدالبطاطیس التجمیلیة:……………ام علي عمر المصریة

   

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

                                                

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …